نړۍ

برتانیا: حجاب ښځه وژلې

نن ټکی آسیا: برتانیا کې بنسټ پالو سیکولرانو د پوهنتون محصله په  دې جرم وژلې چې اسلامي لباس او حجاب يې پر  تن و.

ګارډين ورځپاڼه لیکلي چې دغه ښځه سعودۍ ده او هغه مهال پرې برید وشو چې په یوه غلې او ارامه پیاده رو باندې روانه وه.

برتانوي پولیس وايي چې دغې ښځې اسلامي لباس او حجاب کړی و او شاید د اسلامي حجاب له امله په نوموړې برید شوی وي.

نوموړې په چړو  ۱۶ ځایه وهل شوې، پولیس وايي چې د پټو کامرو ویډيو ښايي چې مقتولې د دفاع کوښښ کړی خو د ځان په بچ کولو نه ده توانېدلې.

د پېښې په تړاو یو ۵۲ کلن سړی نیول شوی او پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي.

د پولیسو سرماموره تراسي هاوکینګ وايي چې پولیس دې د پېښې په تړاو فکر وکړي څو د قتل اصلي عامل پيدا کړي، نوموړې وايي «موږ دومره پوه یو چې د پېښې د «قرباني» لباس به د نوموړې هویت څرګند کړی وی، چې دا یو مسلمانه وه، او دا ددوی د تحقیق اساسي لیکه ده، خو سره له دې هم داسې محکم او ثابت دلیلونه نشته چې نوموړې دې د دین له امله په نښه شوې وي».Hijab caused to woman murder bag

په برتانیا کې د سعودي سفیر په دغې پېښې خواشیني او د مقتولې د کورنۍ سره يې خواخوږي ښودلې، نوموړي په خپل پیغام کې د مقتولې کورنۍ ته ویلي  چې «دې قضیې ته زما ځانګړې توجه ده».

وژل شوې ښځه ناهید المانیعه نومیږي او د دکتورا د مرحلې د ترسره کولو لپاره ۶ میاشتې مخکې لندن ته تللې وه. نوموړې اوسمهال  په ایسکس پوهنتون کې  انګریزي زده کوله.

د ناهید استادانې وايي چې په اګست کې د نوموړې د انګلیسي کورس پای ته رسېدو، چې تر هغې وروسته به دې دکتورا مرحلې زده کړې پر مخ بېولې.

په دغه پوهنتون کې د مسلمان محصلینو مشر د ناهید المانیا په اړه په خپلو څرګندونو کې ویل: «نوموړې ډیرې خاموشه او باوقاره ښځه وه، متقابل احترام يې درلود او ددې په تکل کې وه چې نورې لوړې زده کړې وکړي، نوموړې به هیڅکله د استادانو او محصلین له یاده ونه وځي».

Hijab caused to woman murder police

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x