مرغۍ او تمبه ګړب

ژباړه: غنچه ګل ارمان

وايي چې يوه مرغۍ د تمبه ګړب څنګ ته تېرېده، ترې ويې وپوښتل چې څنګه ته تل له لارې په څنګ اېښی يې؟

هغه ور ته وويل چې غواړم د خلکو له شره په څنګ واوسم.

مرغۍ بيا ترې وپوښتل چې څنګه تل په خاورو کې ايښی يې؟

هغه ور ته وويل چې دا له ډېرې تواضع نه.

مرغۍ ترې وپوښتل چې مخې ته دې دا ډکی څه شی دی؟

هغه ځواب ورکړ چې دا خو مې امساء ده ځان مې پرې تکيه کړی.

مرغۍ ور ته وويل چې دې خوا کې دې دغه دانه د څه شي ده؟

هغه ور ته وويل چې دا خو مې خيرات کړی.

مرغۍ ور ته وويل چې اجازه ده چې يو څو دانې ترې واخلم؟

هغه ور ته وويل چې په سترګو، ما ډېرو نورو مرغيو ته هم خيرات ورکړی.

مرغۍ دانې ته ورغله او چې يو دوه ټونګې يې ورکړې، تنبه ګړب پرې رابند شو او مرغۍ پکې ونښته. مرغۍ ډېر پښې او وزرونه ووهل مګر هغه ور ته وويل چې نور دې خلاصی نه شته. څوک چې د خپلو وروڼو او خويندو قاتل نه پيژني، هغه د همداسې سزا وړ دی.

درس:

څوک چې خپل تاريخي دُښمن نه پېژني؛ د وسلو، وسايلو او چلونو په اړه يې معلومات نه لري؛ او د دُښمن په “خيرات” ځان مړول غواړي، د هغوی حتمي برخليک مرګ دی.


٭ تنبه ګړب مونږ هغې لومې ته وايو چې يو کوتی کيندل کيږي، په مينځ کې يې دانه اچول کيږي، يوه لور ته يې يو څپک اندازه ډکی درول کيږي او له بل لوري پر دغه ډکي يوه پلنه او هواره تيږه يا درنده دړه داسې ايښودل کيږي چې دغه ډکي په هوا نيولې وي او چې دغه ډکی لږ هم وخوځيږي، تيږه پر هغه کوتي رالويږي او مرغۍ پکې ايساريږي. ځينې ښکاريان له دغه ډکي پورې کله اوږ تار تړي او په يوه ځای کې ور ته پټيږي او کله چې مرغۍ تنبه ګړب ته ننوځي، ډکی راکش کړي او هغه تيږه پرې راوغورځوي.

د مرغيو له لومي سره يې توپير دا دی چې په لومې کې د تارونو ولونه چې “سْکوَلَیْ” يې بولي کاريږي، کله چې مرغۍ هغه وْله کې سر ننه کړي او لږ ځان پکې وخوځوي، نو هغه وَلْ تنګيږي او د مرغۍ څټ يا پښې پکې نښلي. بيا چې مرغۍ څومره ټوپونه وهي، هغه غوټه نوره هم کلکيږي. د نورو تفصيلاتو له پاره له کوم پخواني شپانه نه پوښتنه وکړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د