افغانستان

معصوم ستانکزی له يوې چاودنې روغ وتلی

نن ټکی اسيا: نن سهار څه د پاسه اووه بجې د کابل ښار لويديځ پنځمې حوزې کې قمبر څلور لارې سره د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس، معصوم ستانکزي پر موټر چاودنه وشوه.

راپورونه وايي، چې ستانکزی له چاودنې روغ وتلی او څلورو نورو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی وکړ او زياته يې کړه، چې معصوم ستانکزی له چاودنې روغ وتلی، مګر څلورو نورو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ستانکزي زياته کړه، چې چاودنه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپيان دي. د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x