نبوي حدیث

د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – څلورمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

۱. مَنْ أَحَبَّ لِقَاءَ اللَّهِ أَحَبَّ اللَّهُ لِقَاءَهُ. صحیح البخاري

ترجمه :د چا چې د الله تعالی سره ملاقات خوښ وي نو د الله تعالی هم د هغه ملاقات خوښ وي.

۲.ليس منامن تشبه بغيرنا .كنزالعمال

ترجمه : دمونږ (مسلمانانو) له ډلې څخه نه دي هغه چې ځان (په لباس،خوراک اوڅښاک اوحرکاتوسکناتواواعمالوکې) له نورو (کفارو) سره مشابه کړي.

۳. ليس شيء اكرم علي الله تعالي من الدعاء .سنن الترمذي

ترجمه : د الله تعالی په وړاندې تر دعاء عزتمن شی نشته .

۴. مَنْ أَطَاعَنِي فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ عَصَى اللَّهَ. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې زما ا طاعت وکولو نو د الله تعالی اطاعت یې وکولو او چا چې زما نافرماني وکوله نو د الله تعالی نافرمانی یې وکوله .

۵. مَنْ أَدْرَكَ رَكْعَةً مِنْ الصَّلَاةِ فَقَدْ أَدْرَكَ الصَّلَاةَ. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې د (جمع د) مانځه یو رکعت ګیر کړو داسې ده لکه ټول مونځ یې چې ګیر کړی وی.

۶. ليس شيء اكرم علي الله تعالي من المؤمن .كنز العمال

ترجمه : د الله تعالی په وړاندې تر مؤمن نه بل معزز شی نشته .

۷. ليس شيء أثقل في الميزان من خلق حسن .مسند احمد

ترجمه : په میزان کې تر نېکو اخلاقو دروند شی نشته .

۸. مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ يَعْنِي الثُّومَ فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې دا ونه یعني اوږه وخوړه نو زمونږ جومات ته د نېږدې نه راځي (د هغه د سخت بوی له امله هلته حاضرینو ته تکلیف رسیږي).

۹. مَنْ أَكَلَ ثُومًا أَوْ بَصَلًا فَلْيَعْتَزِلْنَا. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې اوږه او پیاز خوړلو نو له مونږ نه د لرې پاتې شي (خامه اوږه او خامه پیاز او یا پاخه پداسې توګه چې بوی یې د خوړونکي په خوا کې په خلکو باندې لګیږي نو مکروه دي ) .

۱۰. ليس بخيركم من ترك دنياه لاخرته وآخرته لدنياه حتي يصيب منهما جميعا ، فإن الدنيا بلاغ الي الاخرة ، ولا تكونوا كلا علي الناس .كنز العمال

ترجمه : په تاسې کې غوره نه دی چا چې خپله دنیا د آخرت لپاره پرېښوده او یا یې آخرت د دنیا لپاره پرېښود تردچې له دواړو نه څه برخه وانخلي ځکه دا دنیا آخرت ته رسوونکې ده ، په خلکو باندې مه بوج کېږئ (دا چې کار نه کوئ او مصارف مو په بل چا وي) .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمیع الدین

الله دی جزای خیردرکړی پدی معلومات چی شیرکوی الله نه درته دښواعمالوپه ترسره کولوکی توفیق غواړم

غ.حضرت

دې ته وائي صحیح احادیث ، پر هر زمان او هر مکان د تطبیق وړ دی.

غ.حضرت

ستاسو تبصره به د نشر تر مخه د مدیر له خوا وکتل شي. 

دې ته وائي صحیح احادیث ، پر هر زمان او هر مکان د تطبیق وړ دی.
یو وړوکی وړاندیز:
د ( کاڼو کرښی) چندان ښکلی او مناسب عنوان نه ښکاری که ددې پر ځای د
( سپوږمۍ شُغلې) ونومول شی ښه به وی، البته قرآن د لمر وړانګې دی او صحیح بلی صحیح احادیث د سپوږمۍ شُغلې دی چه البته سپوږمۍ هم خپل نور له لمر څخه
ترلاسه کوی.

ځوا

محمد نادر افتخار

مننه له ښایسته احادیثو چې تاسې دې پاڼې ته پورته کړي تر څو ترې نور خلک برخه مند شي لکه هر سهر یو حدیث ما هم له همدې ځایه کاپي کولو او په خپله پاڼه مې خپرولو تر څو ترې مسلمانان ګټه پورته کړي. رب دې ډیر ډير اجرونه درکړي او د نورو احادیثو د خپرولو په هیله.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx