نړۍ

د اوکراين ختيځ کې ۲۰۰ بېلتونپال وژل شوي

نن ټکی اسيا: د اوکراين ختيځ کې د روس پلوو بېلتونپالو او اوکرايني پوځيانو تر منځ نښتو کې شاوخو دوه سوه بېلتونپال وژل شوي دي.راپورونه وايي، چې اوس هم د دواړو لوريو تر منځ سخته نښته روانه ده.

د اوکراين ختيځ دوينستيک کې د پوليسو مشر وايي، چې روس پلوو بېلتونپالو سره په نښته کې څلور پوځيان وژل شوي او شل ټپيان دي.
د پوليسو مشر وايي، چې د پوځ په بريدونو کې لږ تر لږه دوه سوه روس پلوه ياغيان هم وژل شوي دي.

د روس پلوو ياغيانو يو جګپوړي مشر په خپل پيغام کې ويلي، چې د اوکرايني پوځ په پرتله دوی سره وسلې او نور اړين توکي کم دي؛ له همدې امله يې د شاته تګ پرېکړه کړې ده.

د ياغيانو مشر پر روسي ولسمشر هم نيوکه کړې، چې د دوی مرسته نه کوي او له نوموړي يې غوښتي، چې د اوکراين ختيځ ته دې خپل ځواکونه ور ولېږي.

روس تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

روسي توکم پالي پر ولسمشر ويلادي ميرپوتين ټينګار کوي، چې د اوکراين ختيځ ته دې ژر تر ژره روسي عسکر ولېږي، تر څو هلته د روس پلوو بېلتونپالو ملاتړ وکړي.

کارپوهان وايي، چې روس د نورو بنديزونو څخه د ځان ژغورلو په موخه نه غواړي د اوکراين ختيځ ته خپل عسکر ولېږي او کوښښ کوي، اوکرايني حکومت سره پر امنيتي لارو چارو مرسته وکړي او د اوکراين کړکېچ ته د پای ټکی کيږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x