آی پي ایل: د غچ ورځ، راشد خان یو ځل بیا د ګېل پر وړاندې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په سودراګریزو سیالیو کې نن یو ځل بیا د یوې سترې سیالۍ تمه کیږي، چې راشد خان به له ستر توپوهونکي کریس ګېل څخه د خپلې تېرو ورکړو شپږیزو غچ اخلي.

د ځینو رسنیو لخوا په خپاره شویو راپورونو کې ویل شوي چې ننۍ لوبه د حیدر اباد او پنجاب پرځای د راشد خان او کریس ګېل ترمنځ ده.

څو ورځې وړاندې د پنجاب لوبډلې پخپل کوربه توب حیدر اباد لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه، او په ستر هدف پوره کولو کې کامیابه شوه، په دغه سیالۍ کې راشد خان د خپل تاریخ بدترین توپ اچونه ترسره کړه چې کریس ګېل پرې په لومړي اور کې ۲ او په درېیم اور کې ۴ پرلپسې شپږیزې ووهلې.

خو په تېره لوبه کې چې د حیدر اباد او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه د راشد خان په شمول ټولو توپ اچونکو کامیابه توپ اچونه ترسره کړه، چې د ۱۱۸ منډو کم هدف دفاع یې وکړه.

راشد خان په دغه لوبه کې د خپلې تېرې توپ اچونې په هېرولو سره یو ځل بیا خپله عادي او په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې په ۴ اورونو کې یې ۱۱ منډې ورکړې، دوه ویکټې یې ترلاسه کړې او ۱ اور یې میډن هم کړ.

نوموړي د خپلې تېرې توپ اچونې ته په ځواب کې ویلي وو چې وهل او ټکول ونه خورې غوره والی هم نه رامنځته کیږي، هغه اوس باوري دی چې پخپل کوربه توب به د کریس ګېل او یا نورو لوبغاړو پر وړاندې غوره لوبه ترسره کوي.

د راشد خان لوبډلې زیاتره تکیه پر توپ اچونکو وي، په ځانګړي ډول سوکه توپ اچونکي، چې له دوی څخه راشد خان او شکیب الحسن غوره انتخابونه دي، همدا ډول د بوونیشور کمار او سیدارت کول غوره توپ اچونې یې نور هم د توپ اچونکو لیست قوي کړی.

د یادونې وړ ده چې ننۍ لوبه به د حیدر اباد په لوبغالي کې د ماښام په اوه بجې پېل کیږي، چې یوه خواته به راشد خان او محمد نبي او بلې خوا ته به مجیب ځدراڼ لوبیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.