اروپا اتلانو لیګ: ریال مدرید بایرن میونخ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ غويي، ۱۳۹۶۷ل): د اروپا اتلانو لیګ د نیمه پایلوبې په لومړي پړاو کې ریال مدرید لوبډلې بایرن میونخ لوبډلې ته په دوه یو ماتې ورکړه.

د هسپانوي کلب او د نړیوال وتلي ستوري کریستیانو رونالډو لوبډلې تېره شپه د جرمني کلب بایرن میونخ لوبډلې ته د بایرن میونخ په کوربه توب په ۲-۱ ماتې ورکړه، خو د مبصرینو او فوټبالپوه چارواکو لخوا ویل شوي چې له ګټې پرته د بایرن میونخ پواینټونه زیات لېدل کیږي، خو ریال مدرید چې د مخالف لوبډلې په کوربه توب یې دوه ګولونه ترسره کړي د اګریګیټ قانون له مخکې وړاندې والی لري.

بایرن میونخ لوبډلې د لوبې په لومړي نیمایي کې ګول وواهه، چې په وروستي کې د رایبري لوبغاړي لخوا دوه نور اسانه ګولونه میس شول، چې د یوه دفاع د مخالف لوبډلې ګول ساتونکي «ناواس» په میړانه ترسره کړه او بل یې پخپله اسانه چانس له لاسه ورکړ.

د بایرن میونخ لوبډلې لخوا یوازینی ګول هوشوا کیمیچ په ۲۷مه دقیقه کې وواهه، او د ریال مدرید لخوا لومړی ګول مارسیلو وییرا په ۴۳مه دقیقه او مارکو اسینسیو په ۵۶مه دقیقه کې وواهه.

د ریال مدرید لخوا دواړه ګولونه یو د لوبې په لومړي نیمایي او دویم په دویم نیمایي کې ووهل شو، خو مشهور ستوري رونالډو هیڅ په زړه پورې لوبه ترسره نه کړه چې په ټولنیزو رسنیو کې د مینوالو لخوا له سخت غبرګونونو سره مخ شو، نوموړي نه دا چې ګول وواهه بلکې اسانه چانسونه یې هم له لاسه ورکړل.

د یادونې وړ ده چې ددوی ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه چې د ریال مدرید په کوربه توب ترسره کیږي د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د شپې په ۱۱:۱۵ بجې پېل کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.