له شپاړس کلنۍ نه کم عمرو لپاره د واټساپ پر استعمال بندیز لګیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د فیسبوک شرکت واټساپ یو نوی قانون معرفي کړی، چې له مخې به یې له شپاړس کلنو کم عمره کسان نشي توانیدلی واټساپ استعمال کړي.

له دې وړاندې د واټساپ لخوا ویل شوي وو چې له دیارلس کلن یا له دې کم عمره نشي کولای واټساپ استعمال کړي، خو اوس یې د نوي قانون له مخې د واټساپ استعمالوونکو لپاره عمر ۱۶ کاله او یا له دې زیات ښودلی دی.

د واټساپ لخوا ددې قانون معرفي کولو موخه داده چې د واټساپ استعمال د کوچنیانو پرمخ وتړي، تر څو د استعمالوونکو شمېر کم او د نورو ذاتي او شخصي معلوماتو ساتنه په سمه توګه ترسره کړي.

واټساپ یوازې د اروپایي اتحادیې ۲۸ ولایتونو کې ۱.۵ ملیارده کاروونکي لري، چې له دوی څخه به د عمر پوښتنه کیږي، چې آیا عمر یې ۱۶ کلنۍ ته رسیدلی که کم دی، چې له دې وروسته به دوی یوه نوي پالیسي ټاکي او ترمخې به یې د کسانو کم عمرۍ معلومولو لپاره ډیټا نوې کوي.

د راپورونو له مخې تر دې دمه دا څرګنده نه ده چې واټساپ به له کومې لارې د خلکو عمر معلوموي، او نه هم دوی کومه پالیسي اعلان کړې، خو شاید په نیږدې راتلونکي کې به د اندراید کاروونکو لپاره وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې ددې قانون معاهده تردې دمه د واټساپ او اروپایي اتحادیې ترمنځ شوې ده، له دې دا څرګندیږي چې دغه قانون به اوسمهال په اروپایي هېوادونو کې عملي کیږي، خو ترڅنګ یې دا واضحه نه ده چې د نورو هېوادونو لپاره به همدغه پالیسي په کار راولي که نه، (په نورو هېوادونو کې تردې دمه د ۱۳ کلنۍ قانون عملي دی).