fbpx

نجیب الله

لیکونکی: زاهد خلیلي

نجیب د کابل طب پوهنتون د نسايي ولادي څانګې نه فارغ شوی و. ښه پوخ پرچمي او ورسره پښتني احساسات يې درلودل.

د چپي ايډيالوژۍ او سیاسي فعالیتونو لرلو له امله څو ځل بندي شوی. بیا چې د خلقي امین په مشرۍ پوځ راپاڅېد؛ نو دی په کې تهران ته سفیر ولېږل شو او امین چې د پرچميانو په شړلو پېل وکړ؛ نو نجیب له تهرانه یوګوسلاویا ته وتښتېده او د سفارت له خزانې يې سل زره ډالر هم له ځان سره یوړل.

له کارمل او نورو پرچمیانو سره یو ځای د شوروي پر ټانکونو سپور کابل ته راننوت. ورپسې د خاد استخباراتي ادارې رییس شو، دا چې څوک، څنګه او څومره يې وژلي، تاریخ خوندي کړي.

دا چې دی ولې شورویانو د حکومت مشر په توګه غوره کړ، لامل يې د ګورباچوف هغه پلان و، چې غوښتل يې پوځ له افغانستانه وباسي ځکه (انقلاب ضد او امپریالېزم افغانستان د ناسور په زخم بدل کړی و). د پوهاند کاکړ په وینا، شورویانو کارمل ته ویلي وو چې افغانستان کې انقلابي بنسټ نه شته، ته د افغانانو د اسلامي ارزښت درناوی وکړه، مخالفانو سره واک ووېشه او یاغیانو سره جوړه وکړه؛ خو کارمل نه منله او د شوروي پوځ پاتې کېدل يې غوښتل. کې،جي، بي نجیب ځکه د کارمل پر ځای غوره کړ چې د شورویانو نوی پروګرام يې منلی و او مهمه لا دا چې خاد د نجیب په وخت کې داسې و، لکه د کې، جي، بي کومه څانګه چې وي (بندي کول، ترور، وژل، کړول).

پوهاند کاکړ زیاتوي، نجیب د رجیم (رژيم) په سروال کېدلو سره د ګورباچوف او شیواردنازي په سپارښتنه یو لړ سمونونه پېل کړل. مثلاً، هغه کمونیستي تمرینونه يې چې د خلقي رجیم او کارمل په وخت کې کول، پرې يې ښودل. ځان يې مسلمان وښود او د جومې لمونځونه يې په پل خیشتي کې اداء کول شروع کړل.

شورویانو د ده له راتګ وړاندې د پوځ په ایستلو فکر پېل کړی و. د ژینو خبرې هم روانې وې. کله چې يې ولیدل، نور به یې شورویان ملا و نه تړي؛ نو د ملي روغې جوړې کړنلاره يې د ۱۹۸۷ په جنورۍ کې اعلان کړه. جنرال لیاخوفسکي وايي، خلکو يې په خبره ځکه شک کاوه چې له دې وړاندې دوی یوزاې د زور نارې وهلې.

بیا چې کابل ته ملېشې ننوتې او کابل د سقوط په درشل کې و؛ نو له وطنه د تېښتې له پاره يې له اسلام اباده بینین سېوان راوغوښت. ډېر ګومان دادی چې نجیب به هند د تلو اراده درلوده، څو له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

د نجیب ملاتړي

د نجیب ملاتړي څوک دي. ما چې څومره کتلي، درې ډوله خلک يې ملاتړ کوي.

لومړی، هغه چې فکري-ګوندي ملګري يې پاتې شوي یا د دوی د کورنۍ غړي دي. دویم یې هغه کسان دي چې د هېواد وروستۍ پېښې يې نه دي مطالعه کړي، خو په یوټيوب او ټولنیزو شبکو کې د نجیب لاس په لاس کېدونکې ويډيو ګانې ګوري چې نجیب په کې (ملي خبرې) کوي او دا د هغه وخت خبرې دي چې نجیب او حکومت يې نور د یوازېتوب او د سقوط په لور چټک ګامونه اخلي. دوی یوازې په همدې خبرو بسنه کوي.

درېيمه ډله يې ما چې ليدلي زیاتره يې خپل قومیان (احمدزیان) یا د همغه سمت پښتانه دي. دا خبره د مشاهدې له مخې کوم.

دا چې چا وواژه، په دې اړه ډېرې خبرې شته او ډېر لیکل پرې شوي. خو دا خبره، چې ډېره مشهوره ده او ځینې يې د واقعیت په توګه مني، بلکل ناسمه ده چې نجیب جي ایج کيو (پنډۍ) ته وړل شوی او هلته د ډیورنډ د نه لاسلیکولو له امله ووژل شو او بیا اریانا څلور لاره کې را وځړول شو.

ملا ضعیف په خپل وروستي کتاب کې مني چې نجیب د افغان طالبانو د وسله والو کسانو له لوري وژل شوی.

و من الله التوفیق.

avatar
13 د تبصرو شمېر
6 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندِي
میلمه
غوربندِي

د نجیب ژوندي پاته کېدل د جهادي رهبرانو په تندي تور داغ وو، طالبانو د خپل ولس د ډېرو هیلو څخه دا یوه هیله سل په سلو کې پوره کړه، خو حاسدو او فاسدو او بلکواکو رهبرانو یې قدرداني ونکړه. شاباس دې په طالبانو وي چې د نجیب د اعدام فیصله یې کړې وه، شاباس دې په هغو مبارکو لاسونو وي چې د ملت دا لوی قاتل یې په دار کړ! هغه ورځ کمونستان داسې وو لکه ټول چې مړه وي او د شهیدانو وارثین داسې خوښ او زړونه یې یخ وو لکه شهید خپلوان یې چې راژوندي شوي وي.… نور لوستل »

haroon
میلمه
haroon

بخښنه غواړم، د سفارت په خرانه کې سل زره ډالره نه وي. ځکه د سفارت معاشونه هم د مرکز څخه اجرا کېږي. وایي چې : دروغ وایه خو په شرع یې روغ وایه.

غوربندی
میلمه
غوربندی

هارون صاحب

نجیب به 100 زره ډالر وړي وي یانه خو د لسګونو زرو ځوانانو او کدرونو څخه یې ژوند اخستی، نو پس کوم سرنوشت سره چې نجیب مخ شو همدا د عدل تقاضا وه.

په دې هیله چې اشرف غني، ګلبدین، کرزی، عبدالله، دوستم، سیاف، کشاف، رازق، قانوني، عطا نور، او شریکانو سره یې هم د عدل له تقاضاوو سره سم چلند وشي.

haroon
میلمه
haroon

چې دا تاسو وئ او دا ډول مو ذهنیت وي، نو ټول کړه وړه به مو د پښنتو د دښمن په ګټه تمامېږي. په دې پوهېږئ چې ملا محمد عمر اخوند چېرته، څه ډول او چا وواژه؟ د نورو څخه بې زده کړئ، چي نه پکښې خلقي شته، نه ټرچمي شته، نه اخوانی شته او نه هم طالب شته. ټول سره یو دي او ستاسو غوندې خلکو د شتون له برکته پښتانه ورځ تر بلې د بدبختۍ کندې ته ورغورځي.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ګران ورور زاهد خلیلی صاحب څخه په مننی سره، که اجازه وی یوه بله ډله به هم د نجیب پر خواخوږو ورزیاته کړم، دا ډله هغه کسان وه کوم چه چندان مؤمن حزبیان نه وه خو د نجیب په وخت کی ئې تقریباً لوړ منصبونه تر لاسه کړه، ددې منصبونو د خوږوالی دوام ډېر لنډ ؤ خو د لاسه ورکول ئې هغوی ته د لوی حسرت او یا ووایو لوی مصیبت لامل شو. هارون صاحب! شاید د سفارت سل زره ډالره او غلا ئې صحت ونلری خو دا به ددې معنی ونلری چه نجیب یو نجیب کس ؤ. نجیب… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

غ حضرت صاحب ما تاسو تع پخوا هم لیکلی وو چې د ملحد او جنایتکار نجیب په اړه شریک موقف لرو او همدا د غنیمت وړ خبره ده. تاسو متاسفانه لکه اوبو وړی بند داسې یاست په نورو مواردو کې داسې ګډوډ او بې باکه نظر ورکوی چې سړی حیران شي کومه کنده مو راټینګه کړي. زه تاسو ته د وروری یوه توصیه لرم هغه دا چې طالب ته د ډلې یا تنظیم په سترګه مه ګوری او مه حسد او کینه ورسره ساتی شاید چئ خدای ج مو مل او د اجر وړ وګرزوي، زما له نظره طالب زمونږ… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ! زه او زما په شان په میلونو د افغانستان ټول مظلوم او مجاهد اولس ستاسی د کوچنی مګر ډیری وزینی او په حقایقو ولاړه لیکنی مننه او ستاینه کوم ، ستاسی خبری د ټول مسلمان ملت او مجاهد اولس خبری دی . د نجیب وژل د دوه میلونو شهیدانو د وینو غچ اخستل او یا یی د ورثه وو په زړه ملهم کیښودل وو . نجیب د کمونستی وحشت اخرنی نښه او اخری خبیثه بقایا وه کمونیزم لکه د سرطان ناروغی وه که یوه کوچنی غوټه یی هم بدن کی پاتی شی بیا سرایت کوی نو که… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

بیانزی صاحب،ته او غوربندی دټولو مسلمانانو او مجاهد ولس نماینده ګان نه یی .د چه تبصره لیکی د دستاسو شخصی نظر دی.تاسو دټول افغان ملت،مظلوم ولس.مسلمان امت،په نماینده ګی دهیڅ شی ادعا حق نه لری چه وی لیکی،او که دا ادعا کوی خلک در پوری خاندی.او افغان ملت،مظلوم ملت ،مسلمان امت دا پوښتنه کوی ،چی غوربندی،او بیانزی چا زمونږ نماینده ګان ټاکلی دی،لږ مو تبصری ته پاملرنه کوی.تبصری مو خپل حق دی.خو دا د مظلوم ملت،افغان ملت ،مسلمان ملت ،نماینده ګی چا در کړی ده.وایی وو یی په کلی کی نه پریښود،او هغه کالی له ملک سره امانت ایښودل،

غوربندی
میلمه
غوربندی

ځدران صاحب
زه د ټولو حق پلوو پلوی یم او د ټولو باطلو بر ضد یم
تاسو ته هم د همداسې یو موقف توصیه کوم
منافقت لویه بې غیرتي ده
یا د حق پلوی اوسه
کنه نو بیا د باطل په ډاګیز پلویتوب هم مه شرمیږه

pattang
میلمه
pattang

دا فاسد بیا او بیا میدان ته راځي ا، وخبرې خو د ټولو خلقي او پر چمي تیوریسنانو ښې زده وې چې اولس او انسانان یې غلول ، دې فاسد لاندي عملونه کړي دي : ـ د کمونیست دګوند غړی هغوی په خدای پاک عقیده نلرله او نجیب هم نلرله ! ـ بد اخلاقه شرابي د اناهیتا په لور یې د مازدیګر له خوا په خپل صنف کې تیری وکړ بیا چا نکوله خو د ببرک ورور ورسره واده وکه ! ـ دخاد ریاست ، په زرګونو مسلمانان یې تر لغتو لاندي ووژل او شکنجه یې کړل ! ـ کله… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

د توبی دروازه تر اوسه پوری بنده شوی نه ده،که چیری اخر وخت کی نجیب توبه کړی وی او الله ج هغه قبوله کړی وی نو بیا؟مجاهدینو صدام حسین هم کمونست باله،او قدافی همدا اخوانیانو کمونست ګاڼه،د زړونو په رازونو یو الله ج ښه پوهیږی.هسی ټاپی په چا مه لګوی.خیانت .قتل.، چا ونه کړ؟طالیبانو له له مجاهیدینو څخه ور واوړاوله او مجاهدینو له خلقیانو،فقط په کابل کی یی دوه شپته زره خلک .ګلو او مسعود ،څټ کړل.زما په فکر د نجیب،ګلو،ربانی،او دا دنورو کوم فرق نشته،ټول قاتلان.او ټول پردی مزدوران وه ،

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ! مونږ دا دعوی نه ده کړی چه مونږ د ټول ملت له خوا وکیلان ټاکل شوی یو ، تاسی که دا جمله وموندله مونږ ملامت . مګر دا خامخا ویلای شو چه د حق او باطل پلویان په نظر او عمل کی د خپلو پلویانو هم دفاع او هم نمایندګی کوی. د حق او د باطل د پلویانو یو توپیر سره شته ، هغه دا چه : د حق پلویان ( د اسلام او جهاد پلویان ) ځانونه نه پټوی وایی چه مونږ مسلمانان د کابل د غلامانو او بادارانو مخالف یو او د کابل غلامانو او… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

بیانزی صاحب،دا څرنګه دفاع ده،؟طالیبان دلته امریکایان په ډیر مشکلاتو سره زخمی کړی،او تاسو یی دلته امریکا کی نرسنګ، او تریتمېنت په خپلو بچیانو کوی.

masoom prince
میلمه
masoom prince

یارانو پې دې خلقی هسې عبس وخت مه ضایع کوﺉ د خپلې تبصرې په مخ وړﺉ کنه نو په بحث کړلو کې به دا خپلې تبصرې راڅخه پاتې وی دا ټول هیواد ته معلوم ده دا خبیث څومره جنایتکار و

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

غوربند صاحب ته (غ.حضرت) سم نه پېژنې خو زه يې پېژنم دا د صحيح حديثو څخه منکر اوپه صحابوو تهمت ويونکى ده غ حضرت ما تاته جواب ليکلى وو خو متاسفانه ته ورک شوې جواب ته غ.حضرت ستر جرم کوېاو بيا وايي چې دا کوچنۍ مسئلې دي زه احساساتي شوى نه يم ما چې څه تاته ليکي يا يې ليکم نو د پوره تحقیق څخه وروسته (البته ستاپه شانته نه) او داسې هم نه ده چې ماپه دغه ميدان(علوم حدیث) کې تعليم او تعلم نه ده کړى بلکې الحمدلله رب العالمين دا احسان هم را باندې کړى ده نو من… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

غ حضرت صاحب تاسره څوک شخصی دښمنی نلری مایوسه کیږه مه خو نور کله دی استدلال دمسایلو په رڼا کی باور وکړه منطقی نه وی او له حقبقت سره دی واټن لری وی مګر دا پورتنی تبصره دی ښکلی او حقیقی ده او مکمل له حقیقت سره اړخ لګوی که همیشه مسایل د واقیعتونو له مخی وڅیړل شی دانتقاد دروازه بندیږی یوازی هغه کسان انتقاد کوی چی یا دتعصب ښکار دی یا یی له حقیقت انحراف کړی او یا هم دجهل توری تمبی دی چی له دغه رقم خلکو سره ډیر دلایل ویل هم پکار نه وی ځکه دهغو هدایت… نور لوستل »

fulad
میلمه
fulad

د طالبانو لومړۍ ورځې وې ډير وخت ېې نه کیده چې زموږ سیمه ېې نیولې وه، موږ په حزب کې جهاد کړی ؤؤ نو ځکه به کمونستانو ډير پیغورونه راکول چې نور به د دوی په خبره د خپلو اعمالو( جهاد) او د کمونستانو د وژلو په سزا رسیږئ. موږ هم په ډار کې ؤ ځکه ځینې معلوم الحاله کمونستان او ځینې زموږ تنظیمي مخالفین ورسره نوي یو ځای شوي ؤ . زما او د وروڼو عمرونه مو کم ؤؤ او مشران ټول فراریان ؤؤ، په پټیو کې مو کار کاوه چې یو تره مې ډیر تیز راغی، په موږ… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ! لمړی تاسی ته دا معلومه نه ده چه زه هیواد کی دننه او که بهر اوسیږم ، که ستاسی خبره ومنو چه زه بهر او په امریکا یا اروپا کی هستوګنه لرم ، زمکه د الله ج مالیکت دی الله ج فرمایی هغوی چه زما د احکامو پیروی نه کوی زما له زمکی دی ووځی ، یعنی هغوی چه کفار دی د الله ج له احکامو تیری کوی هغوی د دی زمکی د یوی کوچنی ذری مالیکت نه لری هعه چه دوی ورته خپل هیوادونه وایی هغه یی غصب کړی او اوس زمونږ د هیوادو د غصبولو… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ښاغلی غوربندی صاحب ته او همدارنګه ناپېژند صاحب ته پسله سلامونو! غوربندی صاحب! وخت او حوصله مو نه نیسم فقط دا یو دوه ټکی عرض: که تاسی طالبانو هر وخت د وطن څخه امریکائي- انګریزی اشغالګران په خپل مُټ وایستل او تاسی هر وخت د افغان د وینو تویول حرام وبلل او که تاسی هر وخت پنجاپی جنرال او مُلا له ځانه وشړل نو هغه وخت به زه فقیر او زما غوندی خلګ ځانونه ستاسی د پښو خاوری وګڼو، تر هغه به همداسی ستاسی په خبره اوبو وړی بند غوندی یم. و امّا ناپېژند صاحب! په قرآن مجید کی ۴۹… نور لوستل »