لوګر: طالبانو د والي مرستیال مخامخ وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): د لوګر امنیه قومنداني وايي د دې ولایت د والي مرستیال قمر الدین شکیب د طالبانو په مخامخ برید کې ووژل شو.

د لوګر امنیه قومندان عصمت الله علیزي ویلي، نن ماسپښين دوه بجې د محمد اغې ولسوالۍ په واغجان سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو، چې ځای پر ځای ووژل شو.

د سرچينې په وینا له هغه سره يې یو ساتونکی وژل شوی او د ولایت ویاند سلیم صالح ټپي شوی دی.

طالبانو هم د برید پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د لوګر مرستیال والي يې په مخامخ برید کې وژلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د مرستیال والي تر څنګ محاکمو د رییس په ګډون د اتو پولیسو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

مجاهد زیاتوي په برید کې څلور تنه مرګوني ټپیان شوي دي.

د طالبانو بل ویاند قاري یوسف احمدي د والي د ویاند سلیم صالحي د مرګ پخلی هم کړی دی، چې په وینا يې له سختو ټپونو وروسته يې سا ورکړه.

یاده دې وي طالبانو تېره ورځ د خندق په نوم د عملیاتو د پیل خبر ورکړ، چې ملي دفاع وزارت د نور کله په څېر دا یوازې تبلیغاتي هڅه وبلله.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د