افغانستان

هلمند: سنګين کې د طالبانو او ملي اردو تر منځ نښته روانه ده

نن ټکی اسيا: هلمند ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې سنګين ولسوالۍ څاروان کلا او شاوخوا سيمو کې طالبانو د ملي اردو او پوليسو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي او اوس هم د دواړو لوريو تر منځ سخته نښته روانه ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی سلګونو وسلوالو ملګرو د سنګين ولسوالۍ څاروان کلا، کوټېزو، فتح شاه او غاړه ګۍ سيمو کې د ملي اردو او پوليسو پر امنيتي پوستو پراخ وسلوال بريدونه پيل کړي دي.

ښاغلی احمدي زياتوي، چې بريدونه نن شنبه سهار څلور بجې پيل شوي او تر اوسه يې درې سترې امنيتي پوستې او يو ټانک له منځه وړي او جګړه لا هم روانه ده.

د نوموړې جګړې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x