افغانستان

کندوز: دشت ارچي کې نږدې ۲۰ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): د کندوز امنیتي مسؤلین وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې نږدې ۲۰ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دشت ارچي اجراييه مدیر اسلام الدین امریکا غږ ته ويلي، طالبانو تېره شپه د دشت ارچي پر مختلفو پوستو بریدونه کړي چې پکې يې د ملي اردو ۱۲ عسکر وژلي او پنځه نور ټپیان دي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي صفی الله امیري هم سرچينې ته د جګړې پخلی کړی، خو ويلي يې دي په برید کې د ملي اردو ۱۴ عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د دشت ارچي د اجراییه مدیر په قول طالبانو له «پرمختللیو وسلو» کار اخیستی، چې امنیتي ځواکونه يې ځپلي دي.

طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې د دولتي ځواکونو یوه قرارګاه يې نیولې او ۱۹ عسکر يې ځای پر ځای وژلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دا قرارګاه چې په قرلق سیمه کې وه اوس د دوی په واک کې ده «دغه راز د دښمن ۱ ټانګ، ۲ عرادې رینجر موټر ویجاړ ، ۱۹ تنه عسکر ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.»

طالبانو پرون د خندق په نوم عملیات پیل کړي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې ځينې لوړپوړي امنیتي مسؤلین په نښه کړي دي.

نن هم د طالبانو په مخامخ برید کې د لوګر د والي مرستیال او د محاکمو د رییس په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x