د زړه ناروغۍ رامنځته کېدو اوه ټکان ورکوونکي لاملونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د زړه ناروغي یو له مرګونو ناروغیو څخه شمېرل کیږي، چې د رامنځته کېدو ډیر لاملونه لري، عام لاملونه یې د وینې رګونو کې ستونزې (لکه رګونه بندیدل)، لوړ فشار، فزیکي فعالیتونه نه ترسره کول او سګریټ څکول دي.

خو ځینې داسې لاملونه هم لري چې په ظاهره کوچني او ساده ښکاري خو په اصل کې د زړه ناروغۍ ګواښ زیاتوي، چې په لاندې ډول دي:

د موټر، اورګاډي او الوتکې شور

که څه هم سړی ددې لامل په لیدلو حیران شي چې څنګه د موټر، اورګاډي او الوتکې شور د زړه ناروغي رامنځته کوي، خو دا حقیقت دی چې ددې شیانو شور د وینې فشار لوړولو لامل جوړیږي، ساینسپوهان وایي چې د لوړ اواز فریکوینسي «ډېرپېښی» پر بدن سخت فشار راولي، چې له امله یې د بل ځای په پرتله پر زړه ډیر اغیز وي.

د نیمایي سر درد

د نیمایي سر درد په راتلو سره د فالج او زړه حملې احتمال زیاتیږي، که چیرې په یوه کور کې په میراثي ډول د زړه حملې ناروغي موجود وي، نو د نیمایي سر درد راتلل د زړه ناروغۍ ښکاره نښه ده، په داسې حالت کې باید ډاکټر ته رجوع وکړل شي.

کوچنی قد

کوچني قد لرونکي خلکو کې د اوسط قد لرونکو په پرتله د زړه ناروغي اته سلنه زیاتیږي، ځکه چې په دوی کې د کولیسترول او ګیلسرسیډ (triglyceride) کچې زیاتېدو ویره وي، ساینسپوهان په دې باوري دي، چې بدن خپل قدو قامت کنترول ساتي، خو کوچني قد لرونکو کې د زیانمن کولیسترول او ګیلسرسیډ کچه زیاتیږي، چې د زړه ناروغۍ ګواښ زیاتوي.

تنهایي/ ګوښي کېدل

اجتماعي او ټولنیز ژوند او ملګرو سره وخت نه تېرول، د خپلو خپلوانو او ملګرو نه خفه اوسېدل، هم د زړه ناروغۍ او فالج ګواښ زیاتوي، د تنهایئ او ګوښې پاتې کېدو احساس د وینې لوړ او ذهني فشار لامل ګرځي، چې دا ټولې د زړه ناروغۍ ګواښ زیاتوي.

اوږدمهاله دفتري کارونه ترسره کول

د څیړنو له مخې ویل شوي څوک چې په یوه اوونۍ کې ۵۵، یا له دې څخه زیاتو ساعتونو کار کوي، په دوی کې د هغوی په پرتله چې له ۳۵ څخه تر ۴۰ ساعتونو پورې کار کوي، د زړه ناروغۍ ګواښ زیات وي، ددې ډیر لاملونه دي، خو یو څو یې، لکه دفتري فشار، اوږدمهاله ناسته او ناوړه خوراکونه دي.

غوصه

غوصې کولو سره انسان کې د زړه ناروغۍ ګواښ ۵ سلنه زیاتیږي، په ځانګړي ډول د غوصې نه دوه ساعته وروسته د فالج او د زړه درزا چټکیږي، که چیرې ډيره غوصه درځي، کوم نفسیاتي/ارواپوهونکي او بل متخصص نه مرسته وغواړئ تر څو له لویې ستونزې نه وژغورل شئ.

د وریو ناروغي

په خوله کې شته میکروب وینې سره یوځای کیږي، او په رګونو کې د پړسوب لامل جوړیږي، چې په پایله کې هلته وازده راغونډيږي، د بېلابېلو طبي راپورنو سره سم د وریو ناروغیو مخه نېول د زړه ناروغۍ مخه نیسي.

سرچینه: ډان نیوز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د