کيسه او ګيله

ليکوال: قاري يحی تکل

په غبرګو پښو شل په درې ټایره بایسکل کې به د کور ماشومانو د سرک تر غاړې ورساوو، تر څو تیریدنکي خلک ورته څه خیر او خیرات ورکړي، د ځان او بې کسه کورنۍ نفقه یې له همدې لارې پیدا کوله.

د کلې تر څنګ یې د پولیسو پوسته وه، یوه شپه کلي ته راغلل او همدغه معیوب کس کور ته ودریدل، کلیوالو ورته وویل چې دې کور کې یو معیوب یوه تور سرې او څو ماشومان دي، دلته نور هیڅوک هم نشته.

پولیس کور ته د ننه شول او همدا معیوب کس یې له اطاق څخه په وهلو وهلو د کور انکړ ته راکش کړ، ماشومانو او ناوکۍ یې په چیغو چیغو ورته ژړل: زموږ بابک کومه ګناه کړې ده؟

په وطن او خاوره مینو ځوانانو د خپلو ټوپکو شپلۍ تر هغو پرې وچلولې، ترڅو چې یې معیوب بدن ورته سوری سوری کړ او د تل لپاره یې غږ ورته خپ کړ.

د هغه په جنازه یوازې څوکلیوالو اوښکې توی کړې او بس.

ماښام یې تور سرې ناوکۍ د فقر په پیسو اخستل شوې وريژې یتیمانو ته په لاس ورکړې چې مسجد ته یې يوسي: دا مو د شهید پلار خیرات دی.

ماښام ناخبره خبریالانو په ښه شور او ځوږ سره په ډیرو تلویزنونو کې خبر خپور کړ چې د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د طالب جنګیالیو لوجستيکي مسؤل، چې په ډیرو وران کاریو کې يې لاس درلود، د افغان ځواکونو لخوا ووژل شو.

ژورنالیسته!

هره شپه د عامو خلکو وروڼه او زامن له کوره ایستل کیږي او له ډير وخت بې درکۍ وروسته یې جسدونه په ریګونو کې پیدا کيږي، ته يې په اړه په پوره سپین سترګۍ ډير بالعکس خبر نشروې، چې طالب اورپکی، ډلګۍ مشر، فلان او فلان ووژل شول.

د هماغه شهید ورثه تا هم د هغو قاتلانو له ډلې پیژني، چې د دوی وروڼه او زامن شهیدانوي؛ ځکه تا له ځان نه د قاتلانو ژبه جوړه کړې، قاتل هم ستا په خوله بې ګناه او شهید هم ستا په خوله د مجرم په نوم اعلانیږي.

نو ژورناليسته! ته بايد په خپله ژورنالیستي او موقف له سره فکر وکړې.

یادونه: پورتنۍ کیسه افسانه او خیال نه دی، بلکې زما د خپلو سترګو لیدلی حال دی.

یوه تبصره

  1. اول تر ټولو د مخه د( نن . اسیا ) کارکوونکو ته بیا د مضمون لیکوونکو ته اسلام علیکم وایم وروڼو د افغانستان څخه ښار نا فرسان جوړ شوﺉ نه دولت شته او نه ملت په دې غم کې ده هر زورور قانون ساز ده هر زورور قاضی ده دلته زورور خلګ زندانونه لری پښتو کې یو متل ده دلته زور د پاسه زور چلیګي ښې درنې لغتې او سوکان زده کړه بخشه غواړم ملګرو څوک خفه نشۍ دې څخه مې دا مطلب ده الله پاک دې زموژ ملت بې سړﺉ یا او کمزورﺉ کوی نه داسې به ډیر بې محکمو وژل شوی وی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.