افغانستان

کابل: د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو لاریون کړی دی

د کابل په میرویس میدان کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو لاریون پیل کړی دی، چې لا هم روان دی. لاریون کوونکي ـ ما تقلب رانمی پذیریم ـ او ـ زنده باد اصلاحات و همګرایی ـ شعارونه ورکوي.

په دې لاریون کې چې ډېری د پوهنتون محصلین دي، سلګونو تنو پکې ګډون کړی دی. په یاده سیمه کې دوکانونه د لاریون کوونکو له ويرې تړل شوي دي او بازار د نورو ورځو په پرتله پوره کمرنګه دی.
په یاده سیمه کې د موبایل پلورلو یو دوکاندار روح الله د خپل دوکان د بندولو په حال کې راته وویل، چې دوی له لاریون کوونکو ويرېږي، ځکه چې د ده په خبره د کابل په لاریون کوونکو کې ډېری جېب وهونکي او غله رایو ځای شوي وي.
امنیتي مسوولینو د یاد لاریون د امنیت په موخه په یاده سیمه کې ترافیکي بندښتونه هم راپیدا کړي دي او د دوی په خبره هڅه کوي، چې لاریون کوونکي خپل حق په سوله ایزه فضا کې وغواړي.
یاده دې وي، دا لاریون وروسته له هغه کېږي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو کمیسیون په درغلۍ تورن کړ او د رایو د شمېرلو د ودرولو غوښتنه يې وکړه.
د لاریون کوونکو په قول دوی به تر هغو دا لاریونونه روان وساتي، تر څو يې غږ  اورېدل شوی وي. دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ د کابل په خیرخانه سیمه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي یو کمپاینر د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل وشو، او تر هغه وړاندې د پلچرخي په سیمه کې د دواړو نوماندانو د پلویانو په شخړه کې یو عام وګړی ووژل شو.
له بله پلوه د ټاکنو کمیسیون مسوولین د ډاکټر عبدالله عبدالله پورته خبره نه مني، د دوی په قول دواړو نوماندانو ورسره لیکلې ژمنې کړې، چې د ټاکنو کمیسیون پرېکړو ته به احترام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x