ناټو: افغانستان کې روانه جګړه پوځي حل نه لرې؛ خو پوځیان زیاتوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي ویلي، د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري؛ خو بیا هم د پوځيانو د ډېرېدو ژمنه تازه کوي.

ینس سټولنټبرګ په دې غونډه کې چې د افغانستان استازی پکې ګډون نه لري، وویل؛ دوی هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو زمینه برابره کړي.

هغه د محمد اشرف غني له لوري د کابل پروسې ناستې ته په اشارې وویل چې د سولې په برخه کې د هغه د وړاندیزونو هرکلی کوو.

سټولنټبرګ سره له دې چې د سولې یادونه وکړه، یاده يې کړه چې له افغانستان سره يې د جګړې په برخه کې د پوځيانو او مالي ملاتړ ژمنه نوې کړې ده.

د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې د جګړې او سولې څرګندونې یو ځای کوي، چې د ملي شورا غړو هم له دوی د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز غوښتی دی.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مشر هاشم الکوزی وايي بهرنیان دې د پوځیانو له رالېږلو ډډه وکړي او د دې پر ځای دې پر سوله تمرکز وکړي.

الکوزی وايي جګړه د حل لاره نه ده؛ بهرنیان دې دلته پوځيان نه رالېږي او په وينا يې که له افغانانو سره د همکارۍ نیت لري، نو پر سوله دې ټینګار وکړي.

د بلجیم په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دې ناستې ته د افغانستان استازی نه دی تللی، خو چارواکي وايي دوی ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

سره له دې چې د افغانستان جګړه تونده شوې ده، خو په دې غوڼده کې تر پیل وړاندې افغانستان په اجنډا کې نه و نیول شوی.

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

سره د د ی چه زمونږ هیواد د اخری وحشت له خوا اشغال شوی ، ولی الحمدلله پیاوړی مقاومت په مخ روان دی هیلی د بریالیتوب تر کنډو رسیدلی یعنی اشغالګر د ماټو په درشلو کی قرار لری جبرا به د مجاهدینو له هیواد د روسانو به شان پښی سپکوی که نه د روسانو د برخه لیک سره به مخ کیږی . مګر تاسی د ناتو غلامی ته وګوری چه وایی ، [[ افغانستان کی روانه جګړه فوځی حل نه لری خو فوځیان زیاتوو ]] دا معنی چه مونږ خپل بادار ( امریکا ) ته د فوځیانو د لیږلو په… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

بیانزی صاحب.ناټو له غلامه نده،بلکه دا د عیسویانو ،او یهودو .اتفاق دی،له یو بل سره ښه کلک اتفاق لری او مرسته یو بل سره کوی.زموږ په شان نه دی چه اول ټاپی په ولګوو او بیا جهاد ورسره اعلان کړو.ایا ته د عیسویانو،یهودو،مملکتونو کی جنګ جدل وینی؟چه لږ پرابلم ور کی راشی.ټول یی په اتفاق سره حل کړی،

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

هموطنان عزیز، در شرایط فعلی صلح منع می باشد برای ما مسلمانان افغان که ایمان تقوا غیرت دارند مطابق به قران سنت و جهاد سرتاسری فرض است!؟ به حامیان اداره دست نشانده غلام بچه های کابل بگویم حالا وقت جهاد سرتاسری ملت ما است صلح با کافران و منافقین اداره دست نشانده که سپر بازوی صلیبی شده اند منع می باشد و شرایط صلح و مذاکره در قران بسیار واضع می باشد و الله سبحانه و تعالی در سورة الممتحنة میفرماید ( لَّا يَنْهَاكُمُ اللَّـهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ ۚ… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

مهمند صاحب.در قران کریم در سوره النسا خداوند ج فرموده است،والصلح والخیر،بعد از سال نو .چند امریکایی ها و عسکر ناتو را کشتید؟یکی را هم نه کشتید،بلکه افغان های بی دفاع را به خون اغوشته نمودید.این جهاد نیست بلکه جنګ بین افغان ها است.در تمام سال یک امریکایی و عسکر ناتو را کشته نمی توانید.اګر صلح کنید عساکر ناتو و امریکایی ها از افغانستان بیرون می شوند.

pattang
میلمه
pattang

هلکه ځدراڼه قلم د دمکتبي ده خو ستا منطق ریښتیا د شپانه ده او ته ددالرو شپون یې نه د تورو وزو شپونکی !! کله چې اشغالګر ګڼ وو یانې له سلو زرو ایخواته یې شمیر وو نو هره مياشت به مردارېدل چې ټول مردار شوي یې تقریبا د ۳۰۰۰ (درې زرو ) عساکرو ته رسیږي ! هر څومره چې ډیریږي هغومره مرداریږي ! مونږ خو تاسو کور مغزو ته لیکو او وایو چې له اشغالګرو سره امنیتي قرارداد لغوه کړۍ او دوی وباسۍ نو بیا به ستاسو ګوډاګی توب ودریږي او په سوله به خبرې کیږي او افغانان به… نور لوستل »

سالارزي
میلمه
سالارزي

جناب مهمند صاحب لطفا سراز فردا امريكا راترككفته باسبؤ
رت ونشنلتي امريكارا الوداع بكويد درين عمليات خندق مردانه وار اشتراك كنيدياخودبكشيد ياديكرانرا شعارهاي بدون عمل بدردنميخورد شما ازامريكا شعار ميدهد صلح بايد نشود ولي ازبين مردم افغانستا ن 95فيصدان صلح ميخواهند.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ! ستاسی دا خبره چه دا د عیسویانو اتقاق دی در سره منم یی چه نړیوال استعمار اروپا او امریکا ټوله پوره غصب کړی هتله یی د خپلی خوښی خپل استعماری داسی حکومتونه حاکم کړی چه د نوری نړی د استثمارولو ا واستعمارولو د باره تری کار واخلی . مګر دا ددی معنی هم نه لری چه د اروپا او امریکا او استرالیا ټول استعمار ګر دی هلته حکومتونه د استعمارګرو سره دی داسی قوانین یی وضع کړی چه عوام یی له یوی خوا بی احساسه کړی یعنی د رشتونی پوهیدنی درک او فهم نه لری قانونی یی… نور لوستل »