افغانستان

غزني: د ټاکنو کمیسون دفتر وتړل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني اوسېدونکو په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسون د دفتر دروازه قلف کړه.

دوی چې له څو ورځو راهیسې يې په دې ولایت کې د ټاکنیزو هڅو لپاره له یوه قومه د کارکوونکو ګمارنه، غندله؛ نن پر دې وتوانېدل چې د ټاکنو کمیسون دفتر وتړي.

د غزني اوسېدونکو د ټاکنو د ولایتي کمیسیون مخې ته له څو ورځو راهیسې د تحصن خېمه وهلې وه او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه يې غوښتنه کوله چې ټاکنې حوزوي شي.

یو تن قومي مخور معلم عبدالرازق وايي، د ټاکنو کمیسیونو لپاره شوې ګمارنې عادلانه نه دي، دوی به تر هغو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې تر څو يې غوښتنې منل شوې نه وې.

یو بل تن اسماعیل اخندزاده وویل، دوی ځکه دا دفتر وتاړه، چې د دوی اعتراضونو ته څوک پام نه کوي، هغه وايي د دوی غوښتنې دا دي چې د ګمارل شویو کسانو په اړه دې بیا کتنه وشي او پر تذکرو دې سټېکر نه لګول کېږي.

دوی چې له ځانونو سره په لیکلو شعارونو کې دا ټاکنې هم د تېرو ټاکنو په څېر ترخه تجربه بولي، ټینګار کوي چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو پخپله هم ټاکنو کې ګډون نه کوي او نور به هم ګډون ته پرې نه ږدي.

په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې د ارګ په ګډون ګڼ لوړپوړي چارواکي د نوم لیکنې سستې پروسې اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

دغه تړنه د اسلامی مقاومت د بریدونو له ویری تر سره شوی ، د کابل غلامه اداره ورته اوس بله دروازه جوړوی چه یو شمیر خلکو دعوی لرله چه ټاکنی دی حوزوی شی د یو قوم پوری دی اړه نه لری یعنی په قومو دی وویشل شی که نه مونږ به یی د فتر وتړو چه ومو تړلو . دا هم ښکرور دروغ او یا ضمنی بهانه ده ، ګیدړی ته چا ویل انګور ولی نه خوری هغی ورته دلیل وویلو چه تروه دی اصل کی ګیدړه له ونی لنډه وه انګوړو ته نه رسیدله ، د کابل اداره هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x