fbpx
دمدرسې اراکینو چې کله دغه زخمي زده کوونکی د روغتون په لور روان کړ حکومتي چارواکو یې په لار کې مخه ونیوله او روغتون ته یې د تګ اجازه نه ورکولــــه.

فنون یا آلي علوم او دهغو ضرورت

مفتي نور احمد نور

فنون یا آلي علوم هغو علومو ته ویل کېږي چې په مټ یې د قران کریم او احادیثو صحیح فهم حاصلیږي. د فنونو په توسط استعداد وده کوي او دپوهې کچه لوړیږي. بې له آلي علومو انسان د قران کریم او احادیثو مفاهیمو ته لاس رسی نشي پیدا کولای. ځکه د مفهوم د معلومولو لپاره لومړی د لفظ د جوهري معنی پېژندل اړین دي، چې دعلم لغت په مټ یې پیژندل شوني دي.

دوهم دصیغې  معلومول تر څو معلومه او مجهوله صیغه سره بیله شي. فعل ماضی، مضارع،  امر،  نهی، اسم فاعل وغیره هر یو جلا جلا وپېژندل  شې ځکه بې له دې دمعنی فهم مشکل بلکه ناممکن دی او دا ټول په علم صرف پېژندل  کېږي. په دریم قدم کې باید د الفاظو ترکیبي حیثیت معلوم شې چې مبتداء او خبر دي،  که مضاف او مضاف الیه دي او که صفت موصوف وغیره ځکه د جملې د معنی معلومولو لپاره دا ټول شیان اړین دي او د دغو  زدکړه په علم نحو سره کیږي.

په څلورم پړوا کې باید دفصاحت اوبلاغت قواعد او قوانین زده شي تر د قران کریم اعجاز او بلاغي مفاهیم او همدا ډول د احادیثو په جوامع الکلم دجامعیت ادراک او په قران او احادیثو کې د بدیع صنعتونه چې د کلام لپاره دګېڼې په ډول دي معلوم شي او دا بیا دعلم معانی،  بیان او بدیع تر زده کړه موقوف دي. همدا ډول د ذهن دتیزي او د استدلال دقوي کیدلو لپاره علم منطق هم اړین دی ځکه د منطقو د قواعدو په زده کړه د انسان ذهن پیاوړی کيږي او د ښه استدلال وړتیا پیدا کوي. په قران کریم کې ډیر آیاتونه د کائناتو دتفکر اړوند په اوامرو باندي مشتمل دي الله تعالی په قران کریم کې ډیر ځایونه خپل بندګان د اسمانو او ځمکو او پکې د موجودو شیانو دتفکر لورته امر کړي دي د دغو آیتونه دښې زده کړې لپاره علم الافلاک یا معاصر علم هئیت ښه معاون جوړیدلای شي.

نو له دې ټولو دا جوته شوه چې د فنونو زده کړه ضروري ده.

خو دفنونو په باره کې  اصلا دوه ډوله نظرونه شتون لري.  یو نظر دادی چې فنون تقریبا صرف نظر ګرځول کېږي ډیری ځوانان علماء چې کله له علومو فارغ شي نو بیا یې د فنونو تدریس ته چندان زړه نه کېږي،  بلکې شاګردان هم له فنونو زړه بدي کړي او په همغه کشر استعداد یې د لوړو علومو لور ته تشویق کړي، تر څو دوی ته هم د لوړو علومو د تدریس زمینه مساعده شي، چې په نتیجه کې مو کشران طالبان بې استعداده په لویو لویو بحثونو او مسائلو کیوزي چې بیا یې حل ناشونی وي.

دوهم نظر بیا دادی چې فنونو او آلې علومو ته د  اعلی مقاصدو درجه ورکړل شي او د فنونو په کتابونو کې دومره مصروف پاته کیږي چې ضرورت ورته نه وي بلکې تاوان یې دا وې چې د مقاصدو وخت په وسائلو کې صرف شې او له مقاصدو څخه د محرومیت سبب وګرځي.

زما په نظر دا دواړه نظرونه د افراط او تفریط ښکار دي. نه خو داسي ده چې فنونو ته ضرورت نشته او نه داسي چې اصلي مقصد دي وګرځول شي. بلکې باید فنونو ته ښه توجه وشي خو د وسائلو تر حده.

او یوه بله لویه تیروتنه داده چې دفنونو چې کوم کتابونه لوستل کېږي نور تر ډیره حده هغه دعلم د زده کړې لپاره نه بلکې د کتاب د زده کړې لپاره لوستل کيږي ،چې نتیجه دا راوځې چې طالبان کتابونه خو ښه زده کړي البته له علم سره چندان بلد نه وي. مثلا که دنحو یوکتاب راواخلو شرح جامي نو تدریس یې په دې ډول وي چې کتاب ، حاشیه،  نکتې او شروحې ورباندي کتل کیږي مګر کله چې یې د اجراء یا عملې بڼې لورته متوجه شو نو طالبان مو د کتاب له مثالونو هاخوا له نحو سره بلد نه وي.

که موږ د اسلافو تاریخ وګورو او له علومو سره د هغوی چلند مطالعه کړو نو را معلومه به شي چې هغوی له آلي او عالي دواړه قسمه علومو سره تعلق درلود او هر یوه ته یې په خپل ځای اهمیت ورکاوه.دبیلګې په ډول امام غزالی صاحب وایې من لم یعرف الهئیة فهو عنین فی معرفة الله تعالی.او شاولی الله صاحب فرمایېيڅوک چې ټول وخت په آلي علومو کې تيروي دهغه حیثیت هم د آلې په ډول وي.

که یوې خواته د فلسفې په ډګرکې دامام رازي صاحب تصنیفات ګورو بل پلو یې تفسير کبیر په د قران کریم د تفسیر لپاره یو موسوعه ده.

حسین احمد مدنی صاحب چې په کوم میز د صحیح البخاری درس ورکاوه، په هغه میز د علم المنطق سلم العلوم هم درساوه. مفتی محمد شفیع صاحب که له یوې خوا فقهي ته خدمت کاوه، بل اړخ ته یې دسلم شرح ملا حسن هم تدریساوه. شاه انورشاه کاشمیری که له یو اړخه په حدیثو کې د ابن حجر هند لقب درلود له بله پلوه یې بیا دفلسفې په باب هم تصنیفات درلودل. او مفتی رشید احمد صاحب که مشکوة درساوه نو د تصریح دقواعدو دتدریس او اجراء لپاره به بیا له ښاره دباندي پاکې صافي هوا ته وتلو. له دې څخه ښکاري چې دواړه قسمه علوم ضرور دي خو مهمه دا ده چې له علومو سره مناسب تعامل له اسلافو زده کړای شي او هر علم ته کماحقه توجه وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د