fbpx

چې رب ته ځان وسپاري، رب يي مل شي، تخم وي، شين شي او غوټۍ شي ګل شي

اکرام الدين، مفتون

{اوسني دور کې په ۵۸ پنځوس ورځو کې د پوره قرآن عظيم الشان حفظ کول حېرانوونکی کار دی}

د الله رب العزت ډېرې حېرانوونکې پرېکړې دي داسې څه وشي چې څوک يي تصور هم نه شي کوی.

دغه تاند ځوان حافظ مولوي سميع الله سمون نوميږي د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ باندر درې د ځري په نوم يوه غرنۍ او د دنيايي رنګينيو څخه ډ‌ېره لرې سيمه ده هلته په يوه ساده غرييزه او پښتنه کورنۍ کې نړۍ ته راغی .
هلته ډېری خلک شپونکيتوب،د غرونو د لرګيو او د پټيو په کار بوخت وي د تجارتونو او تعليمونو ځانګړی شوق نه لري خو د الله رب العزت فضل وکرم وو چې په داسې ځای کې يي يو داسې ګل را ووټوکولو چې ان شآءالله که د مرګ خزان پرې بيړه ونکړه نو خوشبويي به يي د دې ترخې فضا خوند وربدل کړي.

نوموړي ښاغلي حافظ سمون لومړی خپل ګران ننګرهار کې قرآن عظيم الشان په ناظره ولوست او ورپسې يي د ډېرو ستونزو او اړتياؤ سره د مسافرۍ په ناهيلي پړاؤ کې د مور او پلار له شفقته لرې د علم د فراغت د فضيلت دستار هم په کم عمر يعنې د ځوانۍ په لومړۍ لېونۍ شېبو کې په سر کړ چې دا هم يو بېل اعزاز الله ورکړ.

له فراغت نه پس خپلې پلرنۍ سيمې ته ستون شو او هلته يي په ډېر اخلاص د مدرسې ټول ترتيب په غاړه واخست او د علاقې کم و زيات څلور سوو ماشومانو هلکانو او جينکيو ته يي سبق وئيلو.

سمون صاحب له وړوکتوبه خواږه اخلاق او نرم طبيعت لاره د استاد او کتاب قدر يي کاوه د علم تږی وو او په همدې کوښښ کې الله رب العزت بريالی کړ.

خو د دين او هېواد دښمنانو يي دا حيثيت ،خدمت، اسلامي،علمي او هيوادي مينه ونشوه زغملی او په څه بهانه يي بندي کړ او په زنذان کې يي دوه کاله د ځوانۍ نازولې مرحله تېره کړه خو د زندان ستونزو يي زړه مات نکړ او هلته يي هم تر اخره بنديانو ته امامت او د قرآن او د احاديثو درس وکړ.

د زندان د خلاصون نه پس يي بېرته خپله مدرسه روانه کړه خو بيا هم د تېر په څېر ورته د همدغې خپلې سپېڅلې مينې په سر وطن اور شو او د مدرسې په شمول ټول علمي او اجتماعي خدمتونه ورنه پاتې شول او يو وار بيا لرې پښتونخوا ته مهاجر شو.

د مهاجرت او علمي مينې له برکته ورته هلته هم الله رب العزت جومات خطابت او بې شمېره شاګردان ورکړل او په لږ وخت کې يي کليوال د اسلامي اخلاقو په خوند او د قرآن په قدر پوه کړل.

خو دا چې هر وخت د حق پرستو کسانو سره ډېر باطل پرست تربګني لري او د حق خپرېدا يي شيطان ضمير نه مني نو هلته هم يو وار بيا د تېرو په څېر د خپلې پاکې مينې او اخلاص په تور دوه وار د ظالمانو لخوا بندي شو خو لکه څرنګ چې د سمون صاحب په زړه کې قرآن عظيم الشان مينه له وخت پرته وه نو دا ځل هم زندان ورته الله پاک مدرسه وګرځوله او په لومړيو ۵۵ پنځه پنځوس ورځو کې يي اته ويشت ۲۸ سيپارې قرآن عظيم الشان حفظ کړ او په همدې ۵۶ پنځوسمه ورځ له زندانه راووت.

زه ستړي مشو ته ورغلم او د زندان د ستونزو په حقله مې ورسره غمشريکي وکړه خو سمون صاحب راته په مسکا سره وويل چې دا وار زندان هم زما لپاره ډېر د لوړ اعزاز سبب شو او ۲۸ سيپارې حفظ مې وکړ او دا خبره يي هم وکړه چې کاش يو څو ورځې نور پاتې وای چې دا دوه سيپارې مې هم حفظ کړې وای نو ما ورته وويل چې زندان ورک کړه دا دوه سيپارې د باندې حفظ کړه خو ده په خندا وويل چې زندان کې ذهن ښه کار کوي.

د الله رب العزت په هر کار کې حکمت وي نو څو ورځې پس بيا هسې بې جرمه همغلته بندي شو او هغه دوه سيپارې چې يي هلته څنګه حفظ کړې نو بېرته الله پاک له زندانه را وويست خو چې بيا مې وليد نو بيا يي راته همغه شان په خنداجن انداز وويل چې زما ارمان دې وليد چې پوره شو نو ټول په ۵۸ ورځو کې يي مکمل قرآن عظيم اشان حفظ کړ په دې ستړي دردمن او د فتنو په دوران کې په دومره لنډه موده کې مکمل قرآن حفظ کول د هر انسان د هر زړه د هر ذهن کار نه دی دا ډېر پاک زړه او سپېڅلی عزم غواړي.

مونږ ډېر بدبخته کسان ګورو چې د قرآن عظمت يي زړه ته نه دی ښکته شوی نو د آمن په فضاء کې ياد قرآن هېر کړي.

خو د ښاغلي حافظ سمون صاحب له دې اعزاز څخه ښکاري چې سمون صاحب له قرآن عظيم الشان سره او قرآن عظيم الشان له محترم سمون صاحب ډېره مينه ده.

يقينا چې دنيا کې د قرآن مينوال شته څوک پرې سرونه ورکوي او څوک يي له ډېرې مينې په خپلو سينو کې ساتي.

زه ښاغلي حافظ سمون صاحت ته کورنۍ ته يي استادانو او ټول مجاهد ملت ته د دې ستر اعزاز مبارکي وايم او له الله رب العزت څخه د لا زيات خدمت او په علم او حفظ کې ورته د ډېر برکت غوښتونکی يم .

هر مسلمان بايد د قرآن له عظمته په پوره معنا ځان خبر کړي او کافر او ملګري يی بايد هم پوه شي چې د قرآن عظيم الشان سره مخالفت به ورته يواځې د جهنم سبب وګرځي نور به هيڅ خپل شوم هدف ته ونه رسيژي.

تل دې ژوندي وي د قرآن عظيم الشان مئينان.

تباه او برباد دې وي د قرآن مخالفين

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom prince
میلمه
masoom prince

دا ډیر د افتخار ځاﺉ ده چې یو څوک دې په ٥٨ ورځو کې قران عظیم الشان یاد کړی لومړﺉ د قران حفظ کوونکی ته مبارکی وایم دوهم د مضمون لیکونکی ته خاص سلام وړاندې کوم او د اکرام الدین مفتون د لیدلو په زړه ډیر ارمان لرم تاسو څخه هیله کیژې د مفتون هغه رباعی مو که چیرته نشر کړه د سر جمله يې داده
شوې مې زخم ته پټۍ بلا دې واخلم