افغانستان

دویم تقعیب: په سنګین کې لسګونو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

طالبانو نن سهار د هلمند ولایت د سنګین ولسوالي په مربوطاتو کې په بېلابېلو پوستو د برید خبر ورکړ. رسنیو  ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې یاده جګړه نن سهار څلور بجې د سنګین ولسوالي په څاروان قلعه، کوټیزو، کنګ مانده، فتح شاه او غاړه ګۍ سیمو کې پر بېلابېلو پوستو پیل شوه.

په یاده جګړه کې تر اوسه پورې څلور پوستې نیول شوې او د خبرپاڼې له قوله ۲۰ عسکر مړه او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
طالبان وايي، چې د لسګونو وژل شویو عسکرو جسدونه په سیمه کې پراته دي، او «دښمن» يې د وړلو توان نه لري.
د سیمې خلک هم وايي، چې جګړه په شدت سره روانه ده او له قوله يې په ځینو پوستو سپین بیرغونه ليدل کېږي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت په مارجه ولسوالي کې د پاکستانیانو بلاک سیمې ته څېرمه د سهار له پنځو بجو تر اتو بجو جګړه روانه وه، چې په پایله کې يې درې تنه عسکر مړه او یو بل ټپی شوی دی.
یاده دې وي، چې په سنګین ولسوالي کې لاهم جګړه روانه ده. 
د نظامي چارو د ماهرینو له قوله د طالبانو د پرلپسې بریدونو په وړاندې د امنیتي ځواکونو روحیه خورا کمزورې شوې ده، چې ډېری يې د تسلیمۍ او له طالبانو سره د یوځای کېدو تر بریده رسیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x