
کمیونزم او ډیموکراسې دوه نظریې یو راتلونکی
نصیب ځدراڼ
د ثور اوومه د افغانستان په تاریخ کې د افغانانو د مرګونو او ټولوژنې توره ورځ ده، لکه د اتوم بم مضر اثرات یې څلوېښت کاله ورسته هم لیدل کیږي.
پلار جان مې کیسه راته کوي چې په پینځم صنف کې وم، کلي ته مو قوه راغلې وه، عسکر په اسلامپالو پسې ګرځېدل، نو زموږ کور ته یې دوه ګرنیټ بمونه راوتوغول. ټول په کوټو کې د ننه وو، چا ته زیان ونه رسېد، خو تره مې ور منډه کړه چې په خبر ځان ورسره پوه کړي، څنګه یې چې دروازه ورپرانيستله عسکرو ډزونه ورباندې وکړل او ځای پر ځای یې شهید کړ. موږ شهید خښ کړ، پر ځان او ناموس ډارېدو. د کور قیمتي شیان مو خرڅ کړل او کډه مو بار کړه، د پاکستان په طرف روان شوو. آخري ځل مې چې کلي ته وکتل، له سترګو مې اوښکې روانې شوي چې بیا به خدای خبر کله ورته راځو.
د هر دویم افغان په کور کې دغه رنګ غم تیر شوی خو د افغانانو حافظې ډېرې کمزورې دي، بل موږ د سړي د عمل نه، خبرو ته ډېر اهمیت ورکوو. که څوک غواړي چې سمه لار راته وښیي نو د ځان پوهولو پر ځای کوښښ کوو چې په هره طریقه وي خپله خبر ورباندي ومنو. که څه هم زموږ مخاطب پر حق وي. په مجلسو، میډیا او تولینزو شبکو کې که خلقیان – پرچمیان درسره مخامخ شي د دې پر ځای چې پر خپلو جنایتونو وشرمیږي، پر خپلو مخالفینو د اشرارو، پنجابیانو او ورانکارو ټاپې وهي او ځان خلاص کړي. له خلقیانو نه تر اوسنیو ډیموکراتانو پورې ټول جنایت کاران خپلو جنایتونو ته د پنجاب پرتوګ وکړي او ځان خلاص کړي. که پوښتنه ترې وکړې چې د روس او بیا د ناټو زرګونه پوځیان، الوتکې، ټانګونه او نورې ثقیله وسلې مو بې درېغه استعمال کړې څومره پنجابیان مو و وژل او پر پاکستان مو څو ځله بمبار وکړ؟نو لار تر ورکه شي یو ځل بیا د پنجاب ټاپه درباندې سریښ کړي.
وایي خلقیان او بیا نجیب وطن پرست خلک وو، د وطن سره یې خیانت ونه کړ، د پنجابیانو دوښمنان وو، خو که پوښتنه ترې وکړې، چې هغه دېرش دېرش ميليونه نفوس هم پنجابیان وو چې هجرت ته یې ته اړ باسل؟ وروسته به یې مسخره کوله چې راشن خوري او خیمو کې اوسیږي. سردار داود او د هغه ټوله کورنۍ هم پنجابیان وو چې په بې رحمۍ سره یې و وژل؟موسی شفیق هم له پنجابه راغلی و؟ درې ميليونه وګړي هم پنجابیانو وو چې ويې ووژل؟ هغه په يوه ورځ يې ۲۴۰۰۰ هراتيان و وژل هغه هم پنجابیان وو؟ په يوه ورځ يې ۱۲۰۰ نفره کراله کې ژوندي ښخ کړل هغه څوک وو؟ د آصف شور په شمول په زرهاوو مسلکي منصبداران یې چې و وژل، هغه هم له پنجابه راغلي وو؟ خو بیا یې هم نه درسره مني وایي خلقیان که هر څنګه وو خو وطنپرست خلک وو.
دا حقیقت باید ومنو چې د مجاهدینو په صفونو کې داسې خلک وو چې ټانګونه یې کباړ کړل، طیارې او میزائل یې پر پاکستان خرڅ کړل، خو هغوی ته موږ مجاهدین نه شو ویلی، ځکه چې ډېر زر د دوی له نجسو څېرو پرده پورته شوه، په داخلي جنګو کې ښکېل شول، افغانان یې و وژل او کله چې ناټو یرغل وکړ، نو هغه ټول خلک چې د مجاهد په څېره کې ځائنان وو، د ناټو په غېږ کې کېناستل او اوسني دولت کې له پارلمانه ونیسه تر ولایتونو او ولسوالیو کې هر ځای کې په دولت کې کار کوي، د پخوانیو مجاهدینو په نوم له امریکایانو څخه معاش، موټر او نمرې اخلي. دلته به یې د اسلام په نوم خلک وژل او اوس یې لوڼه یې د دوبۍ په هوټلونو کې لوڅ سر ګرځي خلکو ته ډوډۍ او چای ورکوي.
پوښتنه دا ده چې که خلقیانو کودتا نه وی کړی دغو غلو ته به چا موقع ورکوله چې ټانګونه او طیاري کباړ کړي؟ یو ولسي پاڅون وو هر رنګ خلک پرې ورګډ شول او د ناټو یرغل سره دا خبر روښانه شوه چې څوک ریښتين مجاهدین وو او څوک غله وو؟ چې د مجاهد له نوم څخه یې استفاده وکړه.
اکثر خلک وایي نجیب د وطن لپاره قربان شو، ښه نو د ګلم جمو ملېشه چا جوړه کړله چې صرف د پښتنو دښمنان دي او تر اوسه یې دومره پښتانه و وژل چې شمېر یې معلوم نه دی. د نجیب خپلو اولادونو په هند کې ژوند کولو او د پردیو بچیانو ته به یې د وطن یا کفن درس وکولو، د افغانستان درې سوه کلنه اردو او ټول نظامي تجهیزات یې شمالي ټلوالې ته وروسپارل، هغوی بیا پښتانه ورباندې و وژل که پنجابیان؟ خپل ټول عسکر یې دوستم ته وسپارل، کله چې روس هم د پیپسې د بوتل په څېر استعمال کړ. هند هم ولید چې نور ایکسپاير شو، دوستم یې له هېواده د تېښتې لار ونیوله، نو هلته پر وطن مین شو او د ملل متحد په دفتر کې یې پناه واخیسته. د نجیب پلویان وایي که په خپله واکمنۍ کې نجیب خلک وژلي وو نو دا یې وظیفه وه چې د دولت مخالفین وځپي، نو طالبانو هم دغه وظيفه پر مخ یوړه او چې کابل ته ورسېدل، نجیب یې په دار کړ، له وطنه نشو قربان د خپلو اعمالو په سزا ورسېد.
د افغانستان تاریخ وګورئ د خلقیانو او پرچمیانو غوندې شرمېدلی تاریخ بل چا نه دی پریښی. او عجیبه خو دا ده چې اوسني وخت کې په زړونو کې خلقیان دي. که خلقي دې ورته و ویل، نو ښکنځل به درته کوي، ولې سړیه چې خلقي نه یې نو څوک یې؟ وايي ته پنجابی یې، له داسې شرمېدلي حال نه دي خدای موږ وساتي او د اوسني وخت کې چې کوم خلک د خلقیانو او پرچمیانو پر لار روان دي، د دوی له تاریخه دې عبرت واخلي، تل به ناټو او امریکا دلته نه وي، یو وخت به تاریخ بیا تکرار شي، اریانا څلور لارې هم پر ځای ده. ډاکټران هم په واکمنۍ کې دي او مرستیال یې هم دوستم دی.
هسې نه سبا ته تاسې ته هم څوک ډیموکرات و وایي، ښکنځل به ورته کوئ!
د غوايي د اوومې ناورين چې د کمونستانو په خونړۍ کودتا شروع او د غوايي په اتمه يې د تنظيمي وحشتواکۍ په راتلو دوام پيداکړ د افغانستان په تاريخ کې د دوو ظالمانه ، جنايتکارانه او خايينانه دورو د لړزوونکي جنايتونو او بربريت د يادون سمبول دي . حال داچې د دغو دوو دورو هرساعت ، ورځ ، مياشت او کال په افغان اولس دبې مثاله ځنګلي کړنو او قتل عام د ضد انساني اعمالو د متواتره جريان شاهدي ور کوي . ددې دوو تراژيديو او مصيبت د پوهېدو دپاره دتاريخ مطالعې او تحقيق ته حاجت نشته ، ځکه شاهدان… نور لوستل »
نصیب ځدران صاحب.وا یی چه پخوا وختونو کی یو کفن کش وه،چه له مړیو څخه به یی کفنونه ایستل.ګله چه کفن کش مړ شو خلک ډیر خوشحاله شول.دکفن کښ له مرګ څخه وروسته زوی یی په کفن کښلو شروع وکړه،او مړی به هم بی پرده کړ،خلکو ټول په هغه پخوانی کفن کش شکروباسه او دعاګانی یی ورته شروع کړی،وییل یی چه له زوی څخه یی پلار ښه وه،حداقل مړی خو یی نه بی پرده کول.اوس د مجاهدینو او طالیبانو ظلمونه د خلقیانو ظلمونه په خلکو هیر کړل.خالقیان کفن کښ،طالیبان او مجاهدین د کفن کښ زوی دی،اوس خلک نجیب ته ځکه… نور لوستل »
نصیب ځدران صاحب.وا یی چه پخوا وختونو کی یو کفن کش وه،چه له مړیو څخه به یی کفنونه ایستل.ګله چه کفن کش مړ شو خلک ډیر خوشحاله شول.دکفن کښ له مرګ څخه وروسته زوی یی په کفن کښلو شروع وکړه،او مړی به هم بی پرده کړ،خلکو ټول په هغه پخوانی کفن کش شکروباسه او دعاګانی یی ورته شروع کړی،وییل یی چه له زوی څخه یی پلار ښه وه،حداقل مړی خو یی نه بی پرده کول.اوس د مجاهدینو او طالیبانو ظلمونه د خلقیانو ظلمونه په خلکو هیر کړل.خالقیان کفن کښ،طالیبان او مجاهدین د کفن کښ زوی دی،اوس خلک نجیب ته ځکه… نور لوستل »
ځدران صاحب!
ته ماته راوښیه چه په کوم قانون کی د مړی د کفن کښل روا او جائز کار دی؟
دا مهمه نده چه لومړئ کفن کښ وی یا دوهم یا اتلسم. اصلاً د کفن کښل او د یو مړی یا ژوندئ انسان شکول د انسان کار دی؟ فقط دومره.
که خبره د قبر د شنه ګیا او بیرغ د رپېدو وی نو بیرغ خو د لینن او اتاتورک او یا شاید جورج واشنګټن او ویکتوریا او نورو درنو حرامیانو مارکسیسټانو او دیکتاتورانو او همدارنګه د تپۀ مرنجان پر تاریاکیانو هم رپېږی.
ځدران چانه ، زه باور لرم چه ځدران قوم د پشتنو د نورو قومو په شان مجاهد قوم دی د خپلی خاوری او ناموس یی تل د نورو پشتنو په شان دفاع کړی او کوی لکه احمدزی یا پوپلزی هم غیرتی او میړنی قومونه دی مګر د غنی او کرزی په شان ایجړاګان هم پکی زیږیدلی تاسی ځدران به لا کیدی ځدران هم نه یاست د دی د پاره چه په خبره مو څوک باور وکړی د ځډران قوم نوم مو غلا کړی وی اصیل ځدران ستا سی په شان بی غیرته او بی مروته خبری نه کوی . د… نور لوستل »
نجیب په اخر وختونو کی لومنځ او هم قران شریف لوست.کیدای شی نجیب توبه کړی وی ،او الله ج د هغه توبه قبوله کړی وی.تاسو د الله ج په کارونو نه پوهیږی،او هغه څوک چه لومنځ کوی ،کلمه لولی،د کفر ،ملحد ،حکم نه پری کیږی،ځانونه مه ګناهګار کوی
غ،حضرت صاحب.ته ماته را واښایه چه کوم قانون کی قتل راوا دی؟حتی که هندو هم وی؟زه کوم ګوندی سړی نه یم،نجیب ظلم فکر کوم کم دی له مجاهدینو او طالیبانو څخه،ګلبدین او مسعود په داخلی جنګونو کی دوه شپیته زره کابلیان مړه کړل،پروسږکال طالیبانو لس زره کسانو ته د منصور په عملیاتو کی مرګ ژوبله واړوله.د ارقام یوناما ثبت کړیدی،او په دی کال کی به څومره وژنی؟اوس نو ته حساب وکړه چه د چا ظلم ډیر دی،د نجیب ظلم ستوپ ودریده.او د طالیبانو ظلم لا جاری دی،هیڅ پته یی نه لګی چه کله به یی دراوی.لږ حساب هم کوی،منم چه… نور لوستل »
هیښ پیښ صاحب ، تاسی شو ټکو ته ګوته نیولی تر دی چه زه مو یوی لیکنی ته وهڅولم ستاسی په تبصره کی دوه ټکو ته ستاسی پام رااړوم : یو دا چه اخوانیان او روسانو دشمنی په اشتی بدله، روسان مات او امریکایانو وګټله د نړۍ یو قطبه استعمار جوړ شو. په نوی غلامه اداره کی په اخوانیانو او کمونستانو سربیره نشنلستان او سکولریستان هم وردننه کړل مګر قدرت یی لمړی درچه سکولریستانو ، دوهمه درجه کمونستانو ، دریمه درجه اخوانیانو او څلورمه درجه نشنلستانو په داسی ډول وویشلو چه یوه ډله یی د بلی سره امریکا او ناتو… نور لوستل »
غ حضرت صاحب ! ځدران مطلب دا نه دی چه کفن کشی ښه کار او روا دی هغه وایی چه ویل کیدل یو چا د بد کار کولو ، خلک ورسره ناراضه وو ، کله چه هغه مړ شو زوی یی هم کفن کشی کوله مګر تر پلار یی هم اړولی وه یعنی خلکو یی په پلار شکر ویستلو. دخبری مطلب یی دا دی چه : کمونستانو له ډير وحشت کار واخست ، خو کله چه اخوانیان راغلل د کمونستانو په وحشت خلکو شکر ویستلو ، د دی ځدران کومه چه په دی ټولو تبصرو کی سمه خبره کړی هغه… نور لوستل »