ژورنالیزم د وخت ضرورت

نصیب ځدراڼ

ژورنالیزم د (Mass communication) یا د ارتباطاتو د سرچینو څخه یوه سرچینه ده. ټیلیفون، لاوډ سپیکر، رادیو، د ټرافیک اشارې، بینرونه، سټیکر او د نن سبا په زمانه کې ټولینزې شبکې هم د ارتباطاتو د سرچینو برخه دي.د نړۍ د نورو مسلکونو یا دندو په څېر ژورنالیزم هم یو مسلک دي لکه اقتصاد، قانون پوهنه، درس او تدریس، همداسې نور زرګونو مسلکونه…

د ژورنالېزم شروع تاریخ

د ژورنالېزم تاریخ څه په داسې ډول شروع شوی چې پخوانیو وختونو کې به بادشاهانو په لیکلې بڼه د خپل دربار خبرونه په خلکو کې وویشل، خو دا به یو طرفه وو.او مقصد به یې خلکو ته د دربار خبرونه رسول وو. ورو ورو ژورنالیزم پرمختګ وکړ یو وخت داسې راغی چې د تیرې میاشتې خبرونه به په یوه کاغذ ولیکل شول او یو سړی به په څلور لارې کې ودرید او خلکو ته به یې هغه خبرونه و ویل.ورسته د چاپ یا پرنټ ماشینو پرمختګ وکړ او د میاشتې او د اونۍ د خبرونو ځای ورځپاڼو واخیست.په مختلفو شکلونو ژورنالېزم مزل وکړ او تر اوسني حالت پورې راورسیده.

په انګریزي کې د ژورنالېزم لفظي معنی ورځني حالات یا ورځپاڼه لیکل دي، خو په اصطلاحي معنا کې ژورنالیزم د مختلفو سرچینو په استعمالولو سره خلک د حالاتو نه خبرولو ته وایي. لکه مطبوعاتي راپور تیارول، مقاله لیکل، مرکه کول، تصویر اخیستل او فلم جوړول دي.

خو را به شو اصلي بحث ته چې د پخوا په پرتله ژورنالیزم ولې مهم دی؟
زموږ په ژوند کې ژورنالیزم څه رول لوبولی شي؟
د ژورنالیزم اصول څه دي؟
ګټې او تاوانونه یې څه دي؟

نن سبا ژورنالېزم د دوو مقاصدو لپاره استعمالیږي
لومړی خلک له حقیقي حالاتو خبرول
دویم د پروپاګند جوړول یا د شخصي سیاسي او مذهبې ډلې د نظر لپاره د خبرونو سرچینې په کار اچول دي او دویم ته موږ منفي ژورنالېزم نوم هم ورکولی شو.

اول:ریښتوني یا حقیقي ژورنالېزم کې ژورنالیست خلکو ته د حالاتو هغه انځور په قلم او عکسونو او فلمونو وړاندې کوي کوم چې حقیقت وي. له مبالغې څخه ډډه کوي. کیدای شي یو خبر داسې وي چې د ژورنالیست یا د هغې ادارې د نظر سره مخالف وي د کومې سره چې ژورنالیست کار کوي خو د ژورنالیزم د اصولو له مخې یې ژورنالیست بیا هم خلکو ته رسوي.

دویم: ژورنالیست په خپلو خبرونو کې هیڅ کله قضاوت نه کوي. مثلاً د امریکایانو د بمبار یو راپور دوه قسمه لیکل شوی: (د امریکایي عسکرو په بمبار کې لس تنه افغانان وژل شوي دي)
همدا خبر داسې هم کیدلی شي (د وحشي یرغلګرو په بې رحمانه بمبار کې لس تنه مظلوم افغانان په شهادت رسیدلي)
اول خبر کې قضاوت خلکو ته پریښودل شوی او دویم خبر کې لیکوال خپله قضاوت کړی او بیطرفه ندی پاتې شوی نو کوم خبر کې چې قضاوت ونه شي د هغه خبر اغیز زیات وي د هغه خبر په پرتله کوم کې چې قضاوت شوی وي.

درېم: ژورنالېست باید بېطرفه پاتې شي. داسې مقالې، خبرونه او راپورونه دې ولیکي چې خلک دا تأثر ترېنه وانخلي چې روانو حالاتو د ژورنالېست په لیکلو تاثیر کړی یا ژورنالېست له حالاتو متاثر شوی او د خپل قلم سره یې انصاف نه دی کړی او د یوې ډلې یا نظر ملاتړ یا مخالفت یې کړی دی.

څلورم: دا چې ژورنالېست باید په خپلو اعصابو کنټرول وساتي، احساساتي کیږي به نه، کیدای شي د یوه سړي سره مرکه کوي هغه سړی احساساتي شي، پوچ الفاظ استعمال کړي، یا هغه چاته بد رد ووایي چې ژورنالېست ته محترم وي. داسې حالاتو کې ژورنالیست باید خپل اعصاب نورمال وساتي، له هغه چا سره چې مرکه کوي د استدلال او پوهې له مخې یې وکړي. مرکه د مجلس په شکل وکړل شي نه د پلټنو یا انویسټیګشن په شکل.

پینځم: ژورنالیست باید خپل کتونکي یا لوستونکي وپیژني.هغو موضوعاتو ته ډیر پام وکړي چې د خلکو لپاره جالب وي او تازه وي.

د بحث ختمولو نه مخکې د ژورنالیزم دویم شکل یانې منفي ژورنالیزم یا د پروپاګند لپاره د ژورنالیزم استعمال

ژورنالیزم د خپل پیل راهیسې د داسې مشکل سره مخ دی چې یو څوک د ژورنالېزم پر مټ له دروغ ویلو سره خپلو اهدافو ته ځان رسوي. د دې کار لپاره لیکوالان خپل ضمیر او قلم دواړه د هغه چا لپاره په کرایه ورکوي څوک چې پیسې یا نور امکانات او مادیات ورکوي. د ژورنالیزم دغه شکل په روان او راتلونکي نسل ډیر بد اغیز کوي. د نظامي یرغل اثر د وخت په تیریدو سره ختم سي خو د کلتوري یرغل مضر اثرات تر نسلونو مزل کوي.زیاتره ظالم حکومتونه، یرغلګر، سیاسي ګوندونه او زورور خلک د منفي ژورنالیزم نه کار اخلي.

ظالم او زور واکي واکمنان غواړي چې د خپلو حریفانو مخه ډب کړي او واکمنۍ ته دوام ورکړي. یرغلګر بیا غواړي چې خپل یرغل ته د پرمختګ، بیارغونې نوم ورکړي، ګوندونه غواړي چې منفي ژورنالیزم سره ځان چوکۍ ته ورسوي. ضمیر فروش ژورنالیستان خلکو ته د حالاتو بل مخ ښکاره کوي، خیالی پلاؤنه ورته پخوي، او هغه څوک چې په حقه لار روان وي یا د دوی مخالفین وي هغوی باندې د ټاپو او تهمتونو باران وکړي.

خو کومې سرچینې یا افراد چې په دې لار کې استعمال شي د هغوی په ریښتوني خبر هم بیا څوک باور نه کوي، داسې خلک د ژورنالیزم په نړۍ کې د خائنانو په نوم پیژندل کیږي، کیدای شې په یوه وخت کې دوی ډیر قوت ومومي. او مخالفینو ته ماته هم ورکړي. خو دا حال دوامداره نه وي، دوی د خیانت دغه داغ په هیڅ قیمت له خپل ځان نشي لیرې کولی.

د کلتوري یرغل یو عکس دا هم دی چې زموږ کوچنیان د احمد شاه بابا، میرویس نیکه او د نورو اتلانو د تاریخ نه ناخبره دي خو د هندي فلمونو د ډمانو د تاریخ پیدایښت، د بچیانو او ښځې نومونه، د تیرو فلمونو او اوسنیو فلمونو ټولې کیسې ورته یادې وي.د زرګونو کیلومترو نه لیرې راغلي انګریزان راته بشر دوستان ښکاري او خپل وطن کې د آزادۍ لپاره مبارزه کونکي راته ترهګر او تروریستان او پنجابیان ښکاري.په ټوله نړۍ کې یو هم داسې مسلم هیواد نشته چې په غیر مسلمو یې یرغل کړی وي هر ځای کې د خپلې دفاع جنګ کوي بیا هم مسلمانان ترهګر دي. په لیرې پرتو کیلوالو سیمو کې د جینز پتلون، نېک ټايۍ او د ویښتانو غربي فیشنونه، په خوراک کې پیزا، برګر سینډویچ هم د غربیانو د کلتوري یرغل راوارده شوې نتیجه ده.

موږ بیا په دې برخه کې دومره کمزوري یو چې تر اوسه مو یو انګریز نه دی لیدلی چې کندهارۍ جامې یې پر تن وي، پکول یا پکتیاوالا لونګۍ یې په سر وي او په خپلو ملګرو کې ډیر په افتخار سره ګرځي.

مسلکي ژورنالیزم د خپل وطن، دین او قوم لپاره د خدمت بهترینه لار ده. پخوا به په سلو کې یوه سړي د ژورنالیزم عملاً تمرین کولی شو. د ټولینزو شبکو د راتګ نه وروسته اوس هر بااحساسه ځوان کولی شي چې له روانو حالاتو نه خلک د راپورونو، مقالو، تصويرونو او فلمونو په واسطه خبر کړي.د ګرځنده ټیلیفون یا اینډرائډ موبایلونو په شکل کې زموږ سره قلم، کتابچه، صوتي ریکارډر، ویډیو کامره هر څه په یوه موبائل شته. تر ټولو مهمه دا چې خپله خبري سرچینه دې هیڅکله کمزورې ونه بولو، کوم وسائل چې راسره دي له هغو دې کار واخلو.

هر ځوان باید ژورنالیست شي او د هغه خلکو ځواب دې ووایي چا چې زموږ په هیواد کلتوري یرغل کړی مظلومو ته د ظالمانو رنګ ورکوي اود ظالمانو لپاره خیاطي کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د