ټولنیزه برخه

د یوه مسلمان تاجر کیسه

کیسه کا چې یوه ورځ یوه دینداره تاجر د دیرشو زرو درهمو شات واخیست، سبا د شاتو نرخ دوه چنده لوړ شو او دیرش زرو یې دیرش زره درهمه وګټل، د شاتو خرڅوونکی چې خبر شو ډیر پښيمانه او خپه شو، یوه ملګري یې ورته وویل: ته غواړې بیرته خپل شات په خپل سر ترلاسه کړې؟ هغه وویل: ولي نه.

ملګري یې ورته وویل: د سهار لمونځ له هغه تاجر سره په یوه جومات کې وکړه چې کله سلام وګرځوي ورشه او ورته ووایه: زه په پرونۍ بیه پښيمانه یم که ماته خپل شات بیرته په خپل سر را واپس کړې؟ بس همدا خبره ورته وکړه او نور څه مه وایه، سړی سبا سهار لمانځه ته ورغی او له سلام وروسته یې دا خبره ورته وکړه.
هغه خپل غلام ته وویل: ورشه ده ته خپل شات ټول بیرته ورکړه، په ناستو خلکو کې چا ورته وویل: د شاتو نرخ دوه چنده لوړ شوی ده، څنګه یې بیرته ورکوې؟! ده ورته وویل: زما په کار کې کار مه لره، ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث اوریدلی ده چې وایې: مَنْ أَقَالَ نادماً بَيعَتَهُ أقالَ الله عَثْرَتَهْ يَوْمَ القِيَامَةِ. یعني څوک چې پښيمانه شوي ته بیعه بیرته واپس کړي الله به یې د اخرت په ورځ ګناهونه وبښي. ایا زه د اخرت په ورځ د خپلو ګناهونو بښنه په دیرش زره درهمه وانخلم؟ له هغه نه یې خپل دیرش زره درهمه واخیستل او شات یې بیرته ورکړل. إرشاد العباد إلى سبيل الرشاد.
کاش زموږ تاجران وروڼه او عام مسلمانان له دا ډول ویښوونکو کیسو نه څه زده کړي، له بده مرغه نن سبا د پښیماني په صورت کې له خرڅوونکي نه مالي عوض او د پښیماني معلومې پیسې اخیستل کیږي چې دا شرعاً ناسم او غلط کار ده که څه هم ځیني خلک په حیلو بهانو د جواز صورتونه ورته جوړوي خو د دې لوړ صحي حدیث په رڼاکې د پښیماني بدل اخیستل ناروا دي او اخیستونکي یې په اخرت کې د ګناهونو له بښنې محروم کیږي.

لیکوال: حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x