نظــر

سړی په ښځو لاس نه پورته کوي

خالد رعد

خبريالانو ته په پوره درناوي او د مينه والو مخ ته دې يې لوی ديوال وي. بس کله نا کله په انسان د قلم زور تير شي او داسې څه پرې وليکي چې د يو چا په خاطر دروند پريوځي او يا خپله د قلم خاوند ته په ښه تمام نشي، نن په ما د قلم د ځايناستې ليکدړې زور بالا شو.

طالبانو د روان ۱۳۹۷ هـ ش کال د ثور په ۵مه او د اپريل په ۲۵مه د (الخندق) په نوم عمليات اعلان کړل، تصادفاً د همدې ورځې په سهار په کندهار کې د عبدالمنان ارغند په نوم د کابل نيوز خبريال د نامعلومو موټرسايکل سپرو لخوا ووژل شو، چې د خبريال بيک ګراونډ سره په تړاو ډيرو خلکو پرې د خواشينۍ اوښکې توی کړې او ډيرو پرې د خوشحالۍ اظهار وکړ.

بس نو همدې پيښې د سوژو تږيو ته ښه موقع په لاس ورکړه. که څه هم طالبانو يې د وژنې پړه نه ده منلې، خو ډيرو له کينې ډکو ليکوالو او فيسبوکي فعالانو په طالب ضد ليکنو/پوسټونو د خپلو زړونو تڼاکې وچاودلې او ډيرو بيا خبريالانو ته له غوسې ډک زړونه تش کړل او طالبانو ته يې مشورې ورکړې چې په (الخندق) عملياتو کې تر ټولو وړاندې بايد رسنۍ او ژورنالستان هدف وګرځوي.

ما دغه څو کرښې همدې وروستۍ ډلې ته ليکلې او د خبريالانو په يادولو يوازې شلی پوره شوی؛ ځکه خو بايد خوا هم شنه نه کړي.

پښتنو کې يوه خبره (متل به يې وبولو) ډيره اوريدل کيږي، وايي په ښځو سړی لاس نه پورته کوي. دا متل هم د نورو هغو په څير خورا پوخ او ثابت شوی دی. کله که چا له هرڅومره لويې ګرمې او خطا سره سره په ښځه لاس پورته کړی، لوړه بيه يې پرې کړې ده، په خارج کې د دې يو مثال له خپل کلي راوړم.

زمونږ په کلي کې د زمکې پر سر د دوو تربرونو تر منځ فزيکي شخړه کې يوې ميرمنې هم ډانګ ته لاس کړی و، د مقابل لوري يو سپينږيري ته په غيږ ورغلې وه، چې هغه سر ته پورته کړې او په ميده پروړه ککړ لښتي کې يې ويشتلې وه.

که څه هم ملامت د سپين سارې کورنۍ وه، خو په فيصله کې د قومي مخورو جرګې د سپينږيري کورنۍ ځکه ګرمه او پړه وبلله چې په ښځه يې لاس پورته کړی وو او يوه ميرمن يې سرتورې کړې وه، وهل شوي هم دوی و او تاوان يې هم ورکړ.

بې ادبي دې معاف او دا ځل دې د درنو ميرمنو په مخ کې ديوال وي. لکه څنګه چې د ښځو په غوښه کې حياء ګډه ده، همداسې بې شرمۍ هم پکې اخږل شوې ده.

مسلمانان او په ځانګړي ډول افغانان ډير دروند او عزتمن ملت دی، دوی په ډيرو نورو وجوهاتو، چې اسلامي يا عنعنوي دي، سربېره د ځان د بې عزتۍ له ويرې هم په ښځو لاس نه پورته کوي، که څه هم ښځه په څلور مذهبه په شعوري ډول ناسم چلند او سپکې سپورې کوي.

موږ ډيرې کورنۍ ليدلې چې نارينه غړي يې د کورنۍ له يوې بې حياء غړې سره، هغه د چا په خبره، ډير په پرده کې چليږي او په هره نادوده يې سترګي پټوي يا په اصطلاح تسامح کوي؛ ځکه چې که عکس العمل وښيي؛ نو کلي به پرې خبر کړي.

بل دا چې دروغ هم په ښځو کې يو نه بېلېدونکی او ازلي عادت دی، استثنا شته، د دې عادت له امله يې هم ټول درانه خلک د خپلې ابرو د ساتنې په پار له دې کائنات سره له تصادم څخه ځان ژغوري.

حاصل د خبرې دا چې د اکثرو اوسنيو خبريالانو او ميرمنو تر منځ ډير کم توپير شتون لري، استثنا بيا هم شته؛ نو د همدې موافقو عادتونو له امله دې هغه ليکوالان او فيسبوکي فعالان لږ ساړه خوري، چې د خبريالانو له نا مروجو او نا مشروعو عادتونو يا کړنو تنګ راغلي دي.

دوی که په ژورنالستانو لاس پورته کړي، پړه به وبلل شي، له دې علاوه به يې کلي په ځان خبر کړي او خپل دروند حيثيت او ابرو په خاورو لړلي وي. عيني او زمکني حقايق هم دا وايي چې له دغسې کمزوري او ضعيف مخلوق سره ټکر له مردانو سره نه ښايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تکل

رعد وروره! ډیر ه ښه تشبه مو کړی ده- او په حقیقت ولاړه خبره د کړی ده- په رشتیا هم بعضی خبریالان تر فاحشو شڅو هم بدتر دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x