د ډاډ او سکون خاطره

مولوي نور احمد نور

کلونه وړاندې هغه وخت چې د اشغالګرو له لوري دطالبانو اسلامي امارت ړنګ کړای شو، یوه ورځ د خپل ماما د کور مخته یو پراخ میدان ته چې ځوانانو به پکې لوبې کولې راووتم. ماما مې ولید او ورسره کیناستم. ماما مې دینداره کس دی همیشه دینې پوښتني کوي. که څه هم زه هغه وخت کشر طالب وم خو ماما مې رانه دیني پوښتنې پیل کړې. دپوښتنو په مهال یې ناڅاپه په ژړغونې لهجه د امارت اسلامي یادونه وکړه چې دا یو اسلامې نظام و هغه مو هم روزي نشو. ما ورته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به بیاهم د الله تعالی په مرسته کامیابه کیږي او بیا به یو ځل همغه اسلامي نظام راځي.

ماما ته داسبابو په دې مادي نړۍ کې زما خبرې څه خیالي غوندي وبریښېدې او راته یې کړه چې څه ووایم خو ټوله نړۍ یې په خلاف راپاڅېدلې ده، ګڼو هیوادونو خپل عسکر او وسائل سره راجمع کړي دي چې مقابله یې ناشوني بريښې. ورته مې وویل ماما دالله تعالی نصرت ته بیا دا مادي اسباب هیڅ دي . زموږ اسلامي او ویاړمن تاریخ په دې باب ګواهي راکوي چې دالله تعالی نصرت تل له مادي اسبابو فوق مسلمانانو ته فتحې نصیب کړي که دبیلګې په ډول دخندق یا احزاب جګړه راواخلو چې ټولو کفارو په اتحادي ډول په مدینې منوري د یرغل تابیا وکړه او په مدینه کې دننه یې یهود هم دعهد ماتولو ته لیوال کړل. نبی کریم صلی الله علیه وسلم د سلمان فارسی رضی الله عنه په مشوره خندق کیندلو ته زړه ښه کړ، تر څو د کفارو له دي تهاجمي برید څخه د مدینې منورې تحفظ وکړای شي.

دخندق کیندل پیل شول، یو ځای په خندق کې ډبره ښکاره شوه چې دکیندلو مخه یې ډب کړه، آن تردې چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپله په ډبره وار وکړ او په درې ځله وهلو سره یې ټوټه ټوټه کړه. له هرځل وار سره به ډبرې سپارک( رڼا) کاوه او نبی کریم صلی الله علیه وسلم به د تکبیر ناره اوچتوله، سلمان فارسي وپوښتل یا رسول الله له هرځل وار سره دې ولي د تکبیر ناره اوچتوله؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وایي: په لومړي ځل وار کې مې د یمن اوصنعا د ماڼیو فتحه ولیدله. په دوهم ځل وار کې د شام فتحه راته ښکاره شوه او په دریم ځل وار کې مې د کسری ماڼۍ لیدله چې زما دامت په لاسونو فتحه کیدله.

څرنګه چې له صحابه کرامو سره ایماني قوت و هیچا هم دشک څرګندونه ونکړه چې یا رسول الله نن خو موږ په دې حالت کې چې د خپل تحفظ لپاره خندق کاږو او ته راته د قیصر او کسری د فتحو زیري راکوي بلکې صحابه کرامو ټول هغه څه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل بې چون او چرا ومنل. همدا وه چې دخندق په غزا کې کفار له شکست سره مخ شول او بیا وروسته همدغه صحابه کرام د قیصر او کسری د فتحو شاهدان وو. ماما ته مې وویل چې همدا ډول نن خو د طالبانو بیا راپورته کیدل ناشوني ښکاري خو ليرې نه ده چې بیا به همدا طالبان وي او احزاب به له شکست سره مخ کیږي.

دا خاطره د اسلامې امارت د خندق نومي عملیاتو له پیليدلو سره راپه یاد شوه.

کلونه تیر شول طالبان بیا راڅرګند شول له چرکیاتو تر جبهوي جنګونو ورسيدل د هیواد په ډیرو ساحو کې یې نفوذ وکړ او دا دی نن الحمدلله احزاب له مکمل شکست سره مخ دي او الخندق عملیات به یې نور هم پسې ځپې. چې ان شاءالله په اخیر کې به خړې سترګې زموږ له هیواده ستنیږي، اشغال به ختم وي او بیابه سپین قران په افغانستان کې نافذ وي.  وما ذالک علی الله بعزیز

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د