
افغانستان
هلمند: د ملي اردو پر کنډک موټربم بريد شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې د ملي اردو پر دوهم کنډک سرتېری بريد شوی.
د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وايي پېښه نن سهار ۸ بجې مهال رامنځته شوې چې له امله يې درنه مرګ ژوبله هم اوښتې.
د هلمند ولايت چارواکي وايي د پيښي له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بريد مسؤليت طالبانو منلی ، وياند يې قاري یوسف احمدي پر خپل ټوېټر پاڼي لیکلي: د بريد له امله د ملي اردو تر ۳۰ ډېرو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ، دوې شوبلي او يو رېنجر موټر په بشپړ ډول له منځه تللي.
د احمدي په وينا سرتيری بريدګر رحمت الله محبت نومېده او بريد يې د موټر بم په مټ ترسره کړی.
لا د بريد له امله د اوښتي مرګ ژوبله کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.