افغانستان

د ټاکنو لومړۍ پایلې وځنډول شوې

د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ويلي دي، چې د افغانستان د دویم پړاو ټاکنو لومړنۍ قسمي پایلې وځنډول شوې.
په ټاکنو کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم څو شېبې وړاندې وویل، چې د دواړو نوماندانو ترمنځ د باور فضا ته په کتو باید دغه پایلې وځنډول شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تراوسه پورې په دې اړه څه نه دی ويلي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا ویل شوي وو، چې د ټاکنو لومړنۍ قسمي پایلې به نن یا سبا ته باید اعلان شوې وای، خو د ملګرو ملتو ځانګړي استازي په قول دغه پایلې وځنډول شوې.
دا په داسې حال کې دی، چې د ټاکنو یو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو له کمیسیون سره خپلې اړیکې شلولې او په خبره يې د دوی پایلې او اجرات ورته د منلو نه دي.
یاده دې وي، چې نن هم دکابل ښار په بېلابېلو ساحو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ لاریونونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x