کندوز : طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ بازار او امنیه قومنداني نیولې

طالب سرتېري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل):د کندوز د ولايتي شورا غړی اسدالله سادات وايي طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ بازار نيولی.

د سادات په وينا تېره شپه شاوخوا دوې بجې مهال طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ملي اردو ستره قرارګاه ونيول او له هغه وروسته يې د يادي ولسوالۍ بازار تر خپلي ولکي لاندي راوستی.

د کندوز امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي وايي طالبانو دا مهال د ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ بريد کړی او نښته روانه ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد منلې چې د قلعه زال ولسوالۍ بازار ، امنيه قومنداني او ۱۰ پوستې د دوی تر ولکې لاندي راغلي.

د مجاهد په وينا د ولسوالۍ بازار آختیپه او شاوخوا سيمي يې له دولتي ځواکونو څخه نيولي او طالبان د پرمختګ په حال کي دي.

دولتي ځواکونو د جګړې له امله د اوښتي مرګ ژوبلي اړوند څه نه دي ويلي.

طالبان وايي دولتي ځواکونو ته يې زیاته مرګ ژوبله اړولې او ډېر تجهیزات يې ترې نيولي.