کراچۍ: پولیسو د چاپې پرمهال د سپیانو او خرو 800 پوستونه نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان ایکسپریس نیوز چینل خبر ورکړی چې د پاکستان په تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې د کورنګۍ په سیمه کې پولیسو پر یو ګودام چاپه وهلي چې څه د پاسه 800 د سپیانو او خرو پوستونه یې نیولي دي. چې په دوه سوه بوریو کې ځای پرځای شوي وو.

پولیسو ویلي چې په دې تړاو یې دوه تنه هم نیولي چې یو عبدالرحیم نامی افغانی او بل پاکستانی دی، په خبر کې ویل شوي چې یادو کسانو د دې کار لپاره یوه شبکه جوړه کړي چې له خیبرپښتونخوا، لاهور او د پاکستان له نورو برخو یې دا ډول پوستونه راجمع کول او بیا یې چین ته صادرول.

پولیسو ویلي چې یادو کسانو به کراچۍ او د پنجاب په بیلابیلو ښارونو کې خره او سپي ذبح کول، غوښي به یې هلته پلورلي او پوستونه یې کراچۍ ته را رسول او بیا به یې له دې ځایه چین ته صادرول.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.