او کله چې آی پي ایل کې راشد خان مجیب ځدراڼ ته مخامخ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې په لومړي ځل دوه افغان لوبغاړي یوه بل ته مخامخ شول، داسې څه پېښ شول چې تمه یې نه کېده او دا د افغانانو لپاره د افتخار وړ پېښه وه.

تېره ورځ د سنرایزز حیدر اباد او کینګز الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې مجیب ځدراڼ د راشد خان توپ اچونې ته مخامخ شو، او هغه څه وشول چې په ټوله لوبه کې د لوکیش راهول، کریس ګېل او آرون فینچ په څېر سترو توپوهونکو ونکړای شول.

په دغه لوبه کې که څه هم د راشد لوبډلې ټولې ۱۳۲ منډې جوړې کړې، خو ددوی په غوره توپ اچونه د مجیب ځدراڼ لوبډلې توپوهونکو ونکړای شول ټاکلی هدف پوره کړي، او ټول لوبغاړي يې د ۱۱۹ منډو په بدل کې وسوځېدل.

مجیب ځدراڼ د خپلې لوبډلې له غوره توپ اچونکو څخه وو، چې د شکیب الحسن ویکټ یې هم ترلاسه کړه، او پخپلو ۴ اورونو کې یې ۱۷ منډې ورکړې، او یوه څلوریزه یا شپږیزه یې هم ونه خوړه.

په دې لوبه کې راشد خان یو ځل بیا ریکارډي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې دده په حیرانوونکو توپونو مخالف لوبډلې ونکړی شول منډې جوړې کړي، راشد خان په دغه لوبه کې ۳ مهمې ویکټې ترلاسه کړې او پخپلو ۴ اورونو کې یې ۱۹ منډې ورکړې.

خو اوس پوښتنه دا کیږي، کله چې د راشد خان توپ اچونې ته مجیب ځدراڼ مخامخ شو څه پېښ شول؟ راشد خان چې لوکیش راهول، کریس ګېل او آرون فینچ په څېر سترو توپوهونکو ته توپ اچونه ترسره کړه، خو دوی ونه توانېدل څلوریزه یا شپږیزه ووهي.

په داسې وخت کې راشد خان غوښتل چې د مجیب ځدراڼ په ویکټ اخیستنه خپله څلورمه ویکټه هم ترلاسه کړي، خو مجیب وتوانېد پر راشد خان ۲ پرلپسې ریورس (په چپه خوا) شاټ څلوریزې ووهي.

دغه ډول شاټ وهل د ای بي ډیویلیئرز، ګلین میکسویل او جیسن روی په شان ستر توپوهونکي وهي، خو مجیب ځدراڼ هم ددوی په څېر دوه ښکلي شاټونه ووهل او پخپل تاریخ کې یې د آی پي ایل څلوریزه وساتله.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبغاړو په ځانګړي ډول راشد خان چې یو ځل بیا او مجیب ځدراڼ چې په لومړي ځل آی پي ایل سیالیو کې برخه اخلي، ښه وځلیدل او د مبصرینو او کرېکټ چارواکو لخوا یې د هرې لوبې وروسته ستاینه کیږي، چې دا د افغانستان کرېکټ یو روښانه سباوون کیدلی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د