افغانستان

پاکستان په خپله خاوره کې د افغاني سیم کارتونو پر کارونې بندیز ولګاوه

نن ټکی آسیا: د پاکستاني رسنیو له راپورونو سره سم، د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو د بریالیتوب لپاره، د پاکستان په خاوره کې د افغاني سیم کارتونو پر فعالیت او کارونې د بندیز پرېکړه وکړه.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر ویاند په دې باب ویلي، چې ښاغلي نواز شریف د پاکستاني د مخابراتي شبکو ادارې ته د افغاني سیم کارتونو د بندولو مکتوب استولی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دا پرېکړه به په لنډه موده کې پلي شي او په دې سره به په ټول پاکستان کې د افغاني سیم کارتونو کاریدنه او فعالیت په بشپړه توګه بند شي.

پاکستاني چارواکو د دې پرېکړه موخه ، په وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د پيل شویو پوځي عملیاتو بري ته رسېدنه او د افغان او پاکستاني طالبانو او همداراز د پولې دواړو لوریو ته د نورو فعالو وسلوالو ډلو ترمنځ د اړیکو پرېکون ښودل شوې.

د کارپوهانو په اند، د پاکستاني حکومت دا پریکړه ښایې د امنیت په برخه کې څه نا څه ګټوره ثابته شي؛خو دا چې د پولې دواړو خواوو ته پرتو پرګنو او وګړو له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د مخابروي او تلیفوني اړیکو اسانتیا برابره شوې،نو ځکه ښایې نورې ګڼې ستونزې هم را ولاړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x