د افغانستان غوره لیګ سیالۍ به چیرته او کله کیږي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د روان ۲۰۱۸م کال په پېل کې د خپل کرېکټ د لا پرمختګ لپاره د هند یوه شرکت په مرسته د نوي (T20) غوره لیګ جوړولو اعلان وکړ.

ددغه لیګ تړون د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل او د افغانستان غوره لیګ (APL) تنظیموونکې هندي (TCM) کمپنۍ مشر ترمنځ لاسلیک شو.

دواړو ادارو د چارواکو له لورې د یوې ګډې خبرې ناستې په ترڅ کې چې د هند په کلکته ښار کې ترسره شوه د افغانستان غوره لیګ په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.

په غونډه کې وویل شول چې دغه لیګ به ۱۸ ورځې دوام وکړي، چې د روان 2018م کال د اکتوبر میاشتې په ۵مه نیټه پیل او تر ۲۳مې به دوام وکړي، په هره لوبه کې به ۷ افغان او ۴ بهرني لوبغاړي ګډون وکړای شي، او ټولې به ۲۴ لوبې ترسره شي.

د کرېکټ بورډ رئیس لخوا ویل شوي وو چې د افغانستان شپږیزه لیګ به د افغانانو لپاره د معمول په څېر په کابل کې، خو افغان پریمیئر لیګ به په عربي اماراتو کې په لوړه کچه ترسره کیږي.

لا تر دې دمه د لیګ په اړه نورې خبرې نه دي راڅرګندې شوي، چې د بولۍ نېټه به یې څنګه او کله وي، خو کرېکټ بورډ پخوا ویلي وو چې دغه سیالۍ به د عربي اماراتو په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د