fbpx

د حسیب کلیمزي رویال روغتون که د زرداد پاټک

ګلبدین مایار وردک

د جهاد او مجاهد له نوم سره د زرداد د پاټک نوم د هر سړي ذهن ته نیغ په نیغه ورځي، په سروبي کې د زرداد د وسلوالو له خوا د خلکو لوټل د هیچا هیر نه شول.

د ډیموکراسي په روانه لیسزه کې چې د امریکا لخوا په افغان ملت په زور تپل شوي، لوټ او تالان هم په پرمختللي ډول بڼه لري.

ځینو هیوادونو ته د سفر په وخت د واکسین کارډ اړتیا وي، افغانان چې ډیر عرب هیوادونو کې مسافر او هلته د خپلو کورنیو لپاره حلاله روزي ګټلو لپاره کار کوي، ځیني کسان چې هلته ځي، د واکسین د نوي تاریخ کارډ باید ولري.

په تیر کال او روان کال کې ډیر افغانان د عمرې د اداء کولو لپاره مکې مکرمې ته ځي، د عمرې د ویزي لپاره پخوا او اوس د واکسین کارډ حتمي وو، توپیر دادی چې پخوا به د حج او عمرې شرکتونو لخوا د واکسن کارډ اتیا افغانیو په بدل کې معتمر ته ورکول کیدی، په ځینو شخصي روغتونو کې به د واکسین کارډ په ۱۰۰ افغانۍ او کابل هوایې میدان کې پرته له کوم لګښت څخه دغه ډول مسافرو ته واکسین او د واکسین کارډ وړیا ورکول کیدی.

د ۲۰۱۸ کال له پېل څخه د سعودي عربستان د کابل سفارت شرط لګولی چې د معتمر او سعودي عربستان ویزه اخیستونکي لپاره حتمې ده چې د رویال روغتون څخه د واکسین کارډ تر لاسه کړي.

رویال روغتون چې د ولسې جرګې غړي حسیب الله کلیمزي ، د ولسې جرګې د مالي کمیسون مشر امیر خان یار، پخواني صدراعظم انجنیر احمدشاه احمدزي او او یوې بلې مافیایې کړ ۍ تر منځ شریک جوړ شوی، د وزیر اکبرخان، زنبق څلور لاري ته نږدې د ایران سفارت مخامخ موقیعت لري.

وکیل کلیمزي وکولای شوو چې د ۲۵۰۰۰۰ ډالرو مقابل کې د سعودي عربستان سفیر وهڅوي چې سعودي عربستان ته ویزه ورکونکو څخه باید سفارت د رویال روغتون لخوا واکسن کارډ واخلي.

د رویال روغتون او سعودي عربستان تر منځ قرارداد وشو، او هر افغان حاجي او عمرې ته تلونکی کس اړ دی چې د رویال روغتون څخه د ۲۰۰۰ افغانیو په بدل کې د واکسین کارډ تر لاسه کړي. دا په داسي حا ل کې ده چې هیڅ ډول واکسین عمره کوونکي ته نه ورکول کیږي.

د حج او عمري شرکتونو ته د واکسین کارډ (تنها کاغذ) په ۱۸۰۰ افغانۍ ورکول کیږي، او اړتیا نه شته چې عمرې ته تلوونکي کس واکسین وکړي.

د یاد فساد او له افغانانو څخه ښکاره غلا کولو په سر د دوو وکیلانو تر منځ مشکلات وو، باالاخره امیر خان یار رویال روغتون کلیمزي او نورو شریکانو ته په زیان منلو سره پريښودل.

اوس هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ د واکسین کارډونه د رویال روغتون لخوا خرڅول کیږي، او هره ورځ شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ اته لکه افغانۍ فساد کوي.

هغه کارډ چې د کال هوایې میدان کې وړیا، د نورو شخصي روغتونو لخوا د ۱۰۰ افغانیو بدل کې، په داسي حال کې چې واکسین هم شخص ته ورکول کیږي، د رویال روغتون لخوا د ۲۰۰۰ افغانیو مقابل کې پرته له واکسین کولو څخه جبرې باید هر معتمر واخلي.

ځینو د حج او عمري شرکتونو د رویال روغتون دغه کارډونه جعلي جوړ کړل، مګر په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت لخوا د رویال روغتون په غوښتنه مکتوب صادر شو، که هر شرکت د رویال روغتون د واکسین کارډ ونه پیرې او د معلوم قیمت په مقابل کې یې تر لاسه نه کړي، هغه شرکتونه به د سفارت لخوا په تور لسټ کې شامل او هغو شرکتونو ته به د عمرې لپاره ویزې ورنه کول شي.

وکیل کلیمزی او دهغه مافیایې ګروپ هره ورځ د جمهور رئیس تر زني لاندي، له ارګ څخه یو کیلو مټر لیری ۸ لکه افغانۍ له افغان ملت څخه غلا کوي.

زه زرداد په کلیمزي ډیر ښه ګڼم، هغه په پارلمان کې وکیل نه وو، او هغه منله چې له خلکو په زور پیسې اخلي او غلا ده. مګر کلیمزی له افغان ملت څخه غلا کوي او د سعودي سفیر ته دوه نیم لکه ډالر رشوت ورکوي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

وکیل صاحب چه د ونه کړی نو څه وکړی؟وکیل صاحب ښځه، لور،او زامن په کال کی څو واری دوبی ،اندیا،سنګاپور،ترکیه ،ته په رخصتی ځی،او دا مصارف باید وکیل صاحب له پارلمان او د همداسی لارو چارو څخه پوره کړی،د ته وایی بزنس،راتلونکی انتخبات را راون دی ،او هغه لپاره هم پپیسی په کار دی.فعلا میدان ټول غلو،ډاکووانو .چپاولګرانو ته ور پاتی دی.او د دی ګناه هم د طالیبانو په غاړه ده.هغه ځکه که چیری طالیبان پاک.کسان پارلیمنت ته .وزارتونو ته،ریاستونو ته،سفارتونو ته.معرفی کړی،او دا پاک کسان ، پارلیمنت،وازراتونو،ریاستونو .مشری په غاړه واخلی،نو کلیمزی.او داسی نورو غلو پاټکونه به ډیر زر… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

خیر دی نیم دکابل ښار تعمیرونه خو اوس هم انجنیر احمدشاه احمدزی اخیستی دی بکار ده چی دنورو تعمیرونو داخیستو لباره هم پیسی احمدزی صاحب پیدا کړی ځکه دده ورته اشد ضرورت دی او بل دا چی دی خو هم د زرداد تربور ده چی سیالی کی ورسره برابر شی دی ترهغه څه کم دی ۰دا دغله زامن سره یو خای شوی چی دملت په پوستکی هم صرفه نکوی

تکل
میلمه
تکل

په دا احمدزی صاب مونژ شه ګومان کوو، امید دی چه دا پخوانی مجاهد دا کار ونکړی، او دا دومره دنیوی حرص ددوی سره لازم ندی. او پاتی دا نور وکیلان شول، دوی خو په حرامو که ذوب دی، دوی ملت معاف کړی دی، دوی د نور هم کش ورکړی.

احمد
میلمه
احمد

ځدراڼ صاحب ته همیشه په سوله ټینګار لری ۰مونږهم مخالفت دسولی نه کوو خو که طالبان دحکومت سره سوله وکړی دبهرنیانو دوتلو ته ضمانت کوی شی ۰نو به زه درته ووایم چی نه ته نشی کوی ضمانت دوتلو دبهرنیانو نو دوطن داشغال په صورت کی جنګ لازمی او ضروری مسله ده ۰او که ته هم لکه ګلبدین غونته وایی چی دا جنګ هیڅ توجیه نلری نو بیا تیر جنګونه دانګریزانو سره دمونږ دنیکونو ، دروسانو سره چی څو کاله پخوا تیر شو او همدی ګلبدین دروسانو جنګ ته جهاد ویل او نن بیا جهاد نه منی بلکه پخوا دده تر… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

احمد صاحب.زه سل په سله مطمین یم،چه جنګ بند او سوله وشی،امریکا یوه ورځ هم افغانستان کی نه پاتی کیږی،امریکا داوباما په وخت کی بستره بار کړی وه.او په وتلو وه،خو کله چه طالیبانو جنګ ته زور ورکړ،امریکا بیرته بستره واچوله.امریکا او ناتو له خپله ډاره په افغانستان کی پروت دی،دوی خپلو خلکوته په واضح ډول وایی چه،تاسو جنګ دلته په امریکا ،او اروپا کی غواړی او که لیری د امریکا او اروپا څخه؟دوی داسی فکر کوی چه مبادا بیا د سپتمبر یولسمی په شان واقعی تکرار نشی.امریکا او اروپا باندی خپل ولس ډیر ګران دی،دخپلو خلک او ملک په… نور لوستل »