عبرت: دوهمه برخه – د روژې مبارکې میاشتې راتګ..

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

د حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : قد جاءكم شهر رمضان شهر مبارك، افترض الله عليكم صيامه، تفتح فيه أبواب الجنة وتغلق فيه أبواب الجحيم، وتغلّ فيه الشياطين فيه ليلة خير من ألف شهر من حرم خيرها فقد حرم . رواه الامام احمد رحمه الله فی مسنده

ترجمه : بېشکه تاسې ته راغله د رمضان مبارکه میاشت الله عز وجل په تاسې باندې فرض کړی دی روژه ددې ، پدې میاشت کې د جنت دروازې خلاصیږي او د دوزخ دروازې پکې بندیږي ، شیطانان پکې تړل کیږي پدې کې یوه شپه ده د زرو میاشتو نه غوره ده څوک چې د هغې شپې د خیر نه محروم شول (په هغه شپه کې یې څه ډول عبادت ونه کولو) نو دا بیا محروم شول (د هر ډول خیر نه) )ځکه د زرو میاشتو د عبادت ثواب یې له لاسه ورکړو .(

عبرتونه

پورتنی حدیث مونږ ته څو درسونه او عبرتونه راکوي :

الف: د روژې د راتلو په اړه خبر ورکول سنت دی ، همدارنګه خلکو ته ور په یاد کول چې پدې میاشت کې ډېر برکتونه او خیر دی دا هم سنت دی . (هغه کسان چې په خوا کې داسې کسان لري چې دده خبرې آوري متابعت یې کوي امامت یې وي ، استاذي یې وي ، د کورنۍ غړي لري نو پدې اړه د ورته نصیحت وکوي او دوی ته د ووایي چې په ذهني ډول روژې ته تیار شي)

ب: رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله مبارکه ژبه روژې ته مبارکه میاشت ویلې ده او دا یوه مبارکه میاشت ده الله پکې قرآن کریم نازل کړی دی او د هر ډول خیر دروازې په مسلمانانو باندې را خلاصې وي باید مسلمان ورته داسې په شوق تیار وي لکه د ډېر وخت سفر نه وروسته یې چې کوم نېږدې محبوب بېرته را روان وي په خاصه توګه چې الله تعالی مونږ ته جوړ بدن او ښه صحت راکړی دی او د روژې په نیولو قادر یو باید هغه کسان یاد کړو چې په دنیا کې به په لکونو داسې خلک وي چې کاش زما صحت ښه وای په مینه او شوق به مې روژې نیولې وې .

ج : مسلمان باید د مبارکو وختونو په اړه بې پروا نشي روژه چې یو مبارک وخت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم په پورتني حدیث کې صحابه کرام خبر کړل چې روژه را روانه ده او مبارک وخت دی لکه پدې اړه چې مختلف روایات موجود دي او مونږ ته بیانیږي چې په کال کې غوره میاشت روژه ده ، په هفته کې غوره ورځ جُمعه ده ، د شپې غوره وخت د شپې آخره دریمه برخه ده الله تعالی پدې وختونو کې د بندګانو دعا ګانې قبلوي مسلمان باید له مخکې نه ورته تیار وي .

د : لیلة القدر (د قدر شپه) یوه غوره شپه ده انسان باید کوښښ وکوي چې د هغې شپې عبادت یې په نصیب شي (که څوک ټوله شپه ویښ نشي کیناستی لږ تر لږه چې د ماښام ، ماسخوتن مونځ په سمه توګه اداء کړي او بیا د پیشمني نه وروسته هم تلاوت ، ذکر ، نفل مونځ یا نور عبادت وکوي نو دا هم ډېره لویه سرمایه ده) .

زر میاشتې څومره وخت کیږي؟

چې په ساده توګه مونږ هره میاشت دېرش ورځې حساب کړو نو زر میاشتې دېرش زره شپې شوې .

نو چې څوک د لیلة القدر په شپه هر عبادت وکوي داسې ده لکه دېرش زره شپې یې چې هغه عبادت کړی وي بلکه تردې هم زیات ځکه ا لله تعالی دا نه دي ویلې چې په لیلة القدر کې عبادت داسې دی لکه د زرو میاشتو عبادت بلکه فرمایلي یې دي تر زرو میاشتو غوره ده .

که پدې شپه کې څوک لږ عبادت وکړي؟

الله عز وجل او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم نه دي ویلی چې پدې شپه کې باید حتما او لازما مسلمانان ټوله شپه عبادت وکوي بلکه چې هرڅومره عبادت مسلمان کوي الله تعالی یې ورته په دېرش زره چنده بلکه تردې زیات اجر ورکوي .

د مثال په ډول :

که کوم مسلمان پدې شپه کې یو حرف د قرآن کریم تلاوت کړي نو داسې ثواب به یې وي لکه دیرش زره حرفونه تلاوت یې چې کړی وي او الله تعالی د قرآن کریم د هر حرف ثواب په لس چنده زیات ورکوي نو چې دیرش زره په لسو کې ضرب کړو نو دا به دری لکه شي معنی دا چې که د لیلة القدر په شپه کې څوک یو حرف تلاوت وکوي نو ثواب به یې د دری لکه حرفونو د تلاوت شي .

په تفسیر ابن کثیر کې د امام مجاهد رحمه الله نه روایت نقل شوی چې د قرآن کریم ټول حروف ۳۲۰۰۱۵ (دری لکه شل زره پنځلس) حروف دي نو معنی دا چې که د لیلة القدر په شپه مونږ نور عبادت ونه کوو چې صرف یو حرف تلاوت وکوو داسې ثواب به یې وي لکه په نورو ورځو کې چې مکمل قرآن ختم کړو .

زمونږ وړوکی سورت سورة اخلاص (قل هو الله احد) د ۶۶ حرفونو څخه جوړ شوی دی که څوک یې د لیلة القدر په شپه یو ځل ووایي نو معنی دا چې ثواب به یې دومره وي لکه ۶۶ ځله یې چې مکمل قرآن کریم ختم کړی وي .

دا دومره لوی ثواب څنګه لاس ته راوړو؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مختلفو حکمتونو له امله د لیلة القدر شپه مونږ ته بالتعین نه ده را ښودلې ترڅو مونږ د رمضان د میاشتې هره شپه لیلة القدر و ګڼو او په مینه او شوق پکې عبادت وکوو .

خو د پورته یاد شوي لوی اجر د حاصلولو لپاره اسانه طریقه شته هغه دا چې کله رمضان داخل شو نو هره شپه څه نا څه تلاوت او نفل کوه او که د دا هم په وس کې نه وه نو لږ تر لږه د ماښام او ماسخوتن مونځ له ښه اهتمام سره کوه او که نور د په وس نه وي پوره هغه لنډ لنډ سورتونه چې د تا یاد دي هغه خامخا تلاوت کوه او دا کار ته د خوب په بستره باندې هم کولی شي ، څه نا څه ذکر کول جومات ته په تلو راتلو کې هم کیږي ، د خوب نه مخکې په بستره باندې هم کیږي نو چې مونږ د روژې هره شپه څه نا څه تلاوت کوو نو معنی دا چې دا خیر به مو بېشکه په برخه شي .

او رښتیا که لدې خیر نه محروم شوو نو بیا به ډېر کم بخته وو .