که میموري کارډ / یو ایس بي ته مو د څلور جي بي یا لوی فایل نه کاپې کېږي نو څه وکړو؟‎

ليکونکی: مطيع الله حکيمي

که USB/Memory Card ته مو د 4GB يا د له دي څخه لوی فايل نه کاپې کېږي نو څه وکړو چې کاپې شي؟

زياتره USB /پلشونه او ميمورې کارډونه چې په بازار کې موندل کیږي، هغه د کمپنۍ له طرفه په FAT32 (Default) فارمټ کې راځي، کوم ته چې د 4 GB يا لوی فايل نه شو کاپي کوئ/انتقالوئ. نو ددي مشکل د حل لپاره خپله USB يا ميموري کارډ بل فارمټ ته تبدلوو.

خبرتيا: د فارمټ د تبديلولو سره مو د پلش ټوله ډيټا (معلومات) ختميږي.

لومړی مو USB يا ميموري کارډ کمپيوټر ته داخل کړئ،

په My Computer (This PC) کې په USB يا ميموري کارډ ښي کليک (right click) وکړئ او Format اپشن انتخاب کړئ، په راخلاصه شوي صفحه/ وينډو کې د File system په کټګورې کې د exFAT يا د NTFS فارمټ انتخاب کړئ، او د Start اپشن باندي کليک وکړئ، نو د پلش فارمټ به مو تبديل شي.

نوټ: د exFAT فارمټ فايده دا ده چې پلش به مو په نورو کاريالي سيستمونو (Operating Systems) کې لکه ميکنتاش/ Mac OS (چې د ايپل د کمپيوټرونو کاريالي سيستم ده) او لينکس کاريالي سيستم کې هم کار کوي، ليکن NTFS فارمټ يواځي په وينډوز کاريالي سيستم کې کار کوي.

《FAT32 = File Allocation Table 32》

دا فايل سيستم په Windows 95 کې په لومړي ځل وړاندي شو.

ګټه يې دا ده چې په ټولو کاريالي سيستمونو کې کار کوي، او نقصان يې دا ده چې د 4GB نه لوی فايل ورته نه شو کاپي کوئ.

《exFAT = Extended File Allocation Table》

دا فايل سيستم لومړی په 2006 کې معرفي شو، او د اپډيټ په واسطه Windows XP او Windows Vista ته وراضافه شو. د FATE32 سره يې يواځي همدا فرق ده چې لوی فايلونه ورته کاپي کيدای شی.

په زياتره کاريالي سيستمونو کې کار کوي.

《NTFS = New Technology File System》

دا فايل سيستم لومړی په Windows XP کې معرفي شو.

ګټه يې دا ده چې د فايل کاپي کولو د اندازې حدود نه لري، نقصان يې دا ده چې په نورو کاريالي سيستمونو کې يې ډيټا يواځي لوستلئ شو، مګر ورته کاپي کولائ يې نه شو.

* زه exFAT فارمټ ته ترجيح ورکووم.