که انتخابات تحریم شي بدیل یې لرو!؟

ژباړه او زیاتونه : ابن مبارک احمدزی

په وروستیو دریو پېړیو کې د ښکېلاک د تاریخ مطالعه ښيي چې اشغالګر قوتونه خپل بې رحمه نظامي یرغل سره په څنګ کې کلتوري او فکري بریدونه او یرغلونه هم کړي دي او د هېوادونو د اشغال لپاره یې ترې د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی.

زموږ دغه ادعا د پاکستان او هندوستان په هېواونو کې ښه تطبیقېدونکې ده،چې انګریزانو ایل کړي او اشغال کړي وو،روسیې د منځنۍ آسیا هېواونه او فرانسې افریقايې هېوادونه اشغال کړي وو چې کله یاد اشغالګر قوتونه له مستعمره هېوادونو ووتل،بیا هم لسګونه کاله نور یې آثار هلته پاتې شول او مسلمانانو به د اشغال د فکري او کلتوري پاتې شونو څخه زیان لیده. او ان په ځينو هېوادونو کې د اشغالګرو ځواکونو کلتور د ژوند د یوې برخې په توګه د هغه خلکو لخوا ومنل شول.

نن هم موږ د دې شاهدان یو چې اشغالګرو قوتونه د نړیوال راج او حاکمیت د ترلاسه کولو په موخه؛ د بې وزلو هېوادونو د اشغال لپاره سربېره پر خونړیو او ظالمانه جګړو، نوې ټکنالوژۍ او شیطاني سیاست؛ له پراخه تبلیغاتي او سوړ جنګ څخه هم په پوره ډول کار اخلي.

دوی د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره رسنۍ په کار اچوي،تعلیمي او تحصیلي مؤسسات مأموروي،سیمینارونه دایروي او له سیاسي – دولتي روزنتونونو څخه ملاتړ کوي او له دغو ټولو څخه د مبتذل کلتور په عامولو او خورولو کې فوق العاده ګټه اخلي.

د ښکېلاک،فکري جګړې او استعماري کلتور له بدو آثارو څخه دا هم دی چې:

د مسلمانانو یوه ډله په آګاهانه یا غیر آګاهانه ډول سره د حکومت او حکومتدارۍ په برخه کې د همدې جاهلي کلتور تر اغېز لاندې راغلې ده.یوه مزدوره ډله خو منم چې د خپلو بادارانو د لوډسپیکر حیثیت لرلی شي،که یو عام فرد پکې ګډون کوي هم توجېه کېدونکې ده؛ خو موږ وینو چې د اسلامي پوهنتونونو څخه فارغ شوي ماسټران،ډاکټران،پاخه پاخه علما هم د دموکراسۍ طاغوتي شکله انتخاباتو ته د زعامت لپاره تر ټولو ښه لاره وايي. او وايي چې په اسلام کې د حکومت د مشروعیت یوه لاره او یوه توجېه همدا انتخابات دي.

انتخابات په اوسني شکل سره، یوه جاهلي شیوه او د دموکراسۍ د نظام او حکومت یوه بڼه ده.چې نه د اسلام له روح سره اړخ لګوي او نه یې هم له اصولو سره؛ او په اسلام کې د شرعي سیاست او زعامت د ټاکلو له مسایلو سره اصلاً اړیکه نه لري.او د اسلام د سپېڅلي دین لمن له داسې ګندګیو څخه پاکه او لرې ده.

د انتخاباتو بدیل او یا هم په اسلام کې د زعامت د ټاکلو لارې چارې:

د اسلام له نظره یو کس د پخواني حاکم او مشر له خوا او یا هم د اهلِ رأيو له خوا د مسلمانانو د زعامت د څوکۍ او مسؤولیت لپاره نوماندېږي(کاندیدېږي).که نوماندان ډېر وو نو د شورا غړي به یو پکې انتخابوي او که یو کس و خپل موافقت به ورسره اعلانوي او بیعت به ورسره کوي.

خو د خلافت د مقام،امامت یا هم عام زعامت پرته نور منصبونه د مسلمانانو د عمومي زمامدار او زعیم لخوا د اسلامي ټولنې د عامه مصلحتونو په پام کې نیولو سره د اهل شورا سره تر سلا مشورې وروسته ټاکل کېږي.

د قدرت او واک د ترلاسه کولو لپاره حرص او هڅه:

د امارت د غوښتنې(منصب) د ترلاسه کولو لپاره حرص او منډې ترړې په هر نوم او عنوان چې وي د اسلام له نظره حرام او ممنوع دي.دا ځکه چې څوک د قدرت او واک غوښتوونکي وي او د هغه د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي تر ډېره جاه طلبه کسان وي او حکومت یا منصب ته رسېدل پر نورو باندې د استعلا او غوره والي یوه وسیله ګڼي چې د داسې افرادو واک ته رسېدل به ټولنه له زوال او انحطاط سره مخ کړي.

1 – رسول صلی الله علیه وسلم د مقام او منصب غوښتنه او په هغه باندې حرص کول یا هڅه ورته کول حرام ګڼلي دي او د هغو افرادو له استخدام او ټاکلو څخه یې ډډه کړې ده چې هغوی به خپله د امارت او قدرت غوښتونکي وو:

عن عبد الرحمن بن سمرة قال : قال النبي r: ” يا عبد الرحمن بن سمرة، لا تسأل الإمارة؛ فإنك إن أعطيتها عن مسألة وكلت إليها، وإن أعطيتها من غير مسأله أعنت عليها”. متفق عليه.

رسول صلی الله علیه وسلم عبدالرحمن بن سمره ته وویل: اې عبدالرحمن بن سمره! امارت او حکومت مه غواړه.که چېرې د علاقې او خوښې له مخې تاته درکړل شي مسؤولیت یې ستا په غاړه دی او الله تعالی به په دغه کار کې له تا سره مرسته نه کوي؛ خو که ستا له خوښې او علاقې پرته تاته درکړل شي د هغې په اجرا او پرمخ بېولو کې به تاسره د الله مرسته مله وي.

2- عن أبي موسى قال : دخلت على النبيr أنا ورجلان من بني عمي، فقال أحد الرجلين: يا رسول الله، أمِّرنا على بعض ما ولاك الله عز وجل.

وقال الآخر : مثل ذلك. فقال:” إنا والله لا نولّي على هذا العمل أحداً سأله، ولا أحداً حرص عليه”. (رواه مسلم)

ابو موسی اشعري وویل: زه او د تره دوه زامن مې رسول صلی الله علیه وسلم ته لاړو،زما د تره یوه زوی وویل: اې د الله رسوله! ما په ځينو چارو او برخو کې چې الله تعالی تاته در سپارلي وي وټاکه. او د تره بل زوی مې هم دغسې یوه خبره وکړه.
رسول صلی الله علیه وسلم وویل : قسم په الله،هر څوک چې د منصب او مقام غوښتونکی وي او یا ورته حریص وي هغه به په دې کار کې و نه ټاکم.

3- عن أبى هريرة عن النبي r قال :” إنكم ستحرصون على الإمارة، وستكون ندامة يوم القيامة، “. (رواه البخارى)

رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل : تاسو به د امارت(مقام او منصب) د ترلاسه کولو لپاره حریص و اوسئ په داسې حال کې چې امارت به په آخرت کې د ندامت او پښېمانتیا لامل وګرځي.

له پورتنیو احادیثو څخه لاندې مسایل ترلاسه کېدای شي:

1 – دغه دلایل او امثال یې د امارت غوښتنه او د زعامت هیله په کمال د صراحت سره حرام ګڼي.د ” لا تسأل الإمارة” جمله د عبدالرحمن بن سمره په حدیث کې د دغه عمل د قطعي حرمت لپاره دلیل دی او په ځانګړي ډول ځکه چې رسول صلی الله علیه وسلم د دغې نهې یو عمده لامل په چارو کې د نه بریالي کېدو مسأله ښودلې ده چې د قدرت غوښتونکو په چارو کې به د الله تعالی مرسته نه وي او د الله عز و جل له مرستې نه محروم دي.

2 – پر نبوي ارشاداتو سربېره، د رسول صلی الله علیه وسلم عمل او فعل هم ښيي چې په اسلام کې د امارت او قدرت غوښتنه او طلب، مناسب او ښه کار نه دی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه کسان چې د قدرت طالبان او غوښتونکي وو محروم شوي وبلل: ” والله لا نولي على هذا العمل أحداً سأله …”.

3 – اسلامي امت ته د رسول صلی الله علیه وسلم په تعقیب پکار ده چې له قدرت طلبه او د واک لېونیو خلکو سره او هغه کسان چې غواړي له حرص او هڅې له لارې واک ترلاسه کړي باید هېڅ مرسته ورسره و نه کړي او قدرت ته د هغوی د رسېدو په لاره کې خنډونه ایجاد کړي څو ترې محروم شي. {لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ} [الأحزاب: 21].

4 – د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د وینا مطابق؛ هغه څوک چې له وحیې څخه غږېږي،نه له هوا او خېټې څخه. هغه وايي چې د امارت او زعامت طالب ناکام او غیر موفق دی.که څه هم واک ترلاسه کړای شي خو الهی توفیق او نصرت به ورسره نه وي؛ دا ځکه چې د خپلو خواهشاتو،حرص او تلاش په نتیجه کې تر دې ځایه پورې را رسېدلی دی، نو ځکه هغه د الله تعالی له غیبي مرستې څخه محروم ګاڼه شي.

هغو اسلام پالو ته چې غواړي د ټاکنو/انتخاباتو له لارې قدرت او څوکۍ ترلاسه کړي باید وویل شي چې: که ستاسو هدف اسلام،اسلامي حکومت او د اسلام د احکامو پلي کول وي؛ نو هېڅکله به هم په داسې ډول سره خپل هدف ته و نه رسږئ، دا ځکه چې د رسول صلی الله علیه وسلم د وینا له مخې د الله تعالی مرسته له تاسو سره نه شته او له دې لارې څخه واک ته رسېدل په خپله رسول صلی الله علیه وسلم غیر مشروع شیوه او طریقه ښودلې ده:” لا تسأل الإمارة “.

همدارنګه هغو ګوندونو چې د اسلام د ساتلو او حراست ټټر ډباوه نن هغو انتخاباتو ته مخه کړې ده چې دا د رسول صلی الله علیه وسلم د خبرو یو مثال دی چې هغه یې وړاندوینه کړې وه.او موږ ولیدل چې کله دوی قدرت ته ورسېدل اسلامي قانون یې پلی نه شول کړای نو لکه د نورو په شان دوی هم ګمراهان شول.

5 – له هغو متعددو روایتونو څخه چې په دې اړه راغلي دي راوځي چې د قدرت طلبۍ د ممنوعیت لامل یوازې د قدرت غوښتوونکي د شخصیت کمزورتیا نه ده.په ځينو مواردو کې(لکه د ابوذر حدیث)رسول صلی الله علیه وسلم د شخصیت ضعف د دغې نهیې یو لامل ښودلی دی او په نورو مواردو کې یې بېلابېلو علتونو ته اشاره کړې ده.

لکه؛

د واک او څوکۍ غوښتنه د حرص او جاه طلبۍ یو لامل دی

د دې له امله به د الله تعالی له غیبي مرستو او توفیقونو څخه محروم وګرځي او د ابوهریره د حدیث له مخې د مقام او څوکۍ غوښتونکی د عواملو او انګېزو څخه سربېره یو نا مشروع عمل دی او په آخرت کې د حسرت او پښېمانتیا لامل ګرځي

د ټاکنو/انتخاباتو له لارې واک او څوکٌۍ ترلاسه کول اصلاً د امارت او منصب په موخه یوه غوښتنه ده او په ضمن کې یې حرص هم رغنده رول لوبوي.که فرضاً دا د قدرت او امارت د غوښتنې په مانا نه وي نو دا هڅې،دا کمپاینونه،دروغجنې وعدې او شعارونه،نا مقدس او ککړ ایتلافونه ان له الحادي او سیکولریستي احزابو او ګوندونو سره دا ټول په څه مانا کېدای شي؟

انتخابات؛ که پارلماني وي یا هم ریاستي، که د عالي شورا د استازو ټاکل وي یا هم د ولایتي استازو په ټاکنه کې وي.دا عبارت دي له :

له هرې ډلې او هر قام څخه خلک د رایه ورکولو صندوقونو ته ځي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي. او په خپل ګومان سره د خپل ملت سرنوشت او برخلیک د معینو کلونو لپاره هغوی ته سپاري او په نتیجه کې هغه چا چې ډېره رایه اخیستي وي د دولت د رئیس په توګه او یا په پارلمان یا ولایتي شورا کې د خلکو د استازي په توګه انتخابېږي.

پای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د