کمونیزم او کمونیستان

عزام حقاني

د ثور ۷ هغه ورځ ده چې په افغانستان کې د روانو شته ستونزو اساس او بنسټ بلل کیږي . دا د افغانستان په تاریخ کې په توره او بده ورځ ثبت ده، له همدي ورځي راپه دیخوا د افغانانو له کلي او هیواد څخه امن، سوکالي، خو شحالي او او ارامي کډه کړې ده.

غواړم خپلو هیواد والو ته خاصتا هغو ځوانانو ته چې اوس هم د کمونسیتانو په پلونو روان دي او یا یې په پلوئ شعارونه ورکوي غونډې او مجلسونه دائروي او یاهم هغه ناخبره ځوانان چې د کمونسیتانو له جنایتونو ظلمونو او وحشتونو څخه ناخبره دي او په پټو سترګو ځیني دنجیب او ځیني دنورو کمونیستو څیرو په صفت او ستاینه لګیادي او دافغان مظلوم او زوریدلي ملت په زخمونو مالګي دوړوي یو څو کرښي دتذکیر او نصیحت په شکل ولیکم .

لمړی راځم کمونیزم او کمونیستان باید وپیژنو که څه هم کمونیزم یو داسي ناولې نظریه ده چې په یوه او دوه لیکنو کې نه واضح کیږي بلکه په کتابونو کتابونو خبرو ته ضرورت لري، خو بیا هم زه به هغه څه تاسو سره شریک کړم کوم چې زه ورباندي پوهیږم او زما په زهن کې دي .

له کمونیزم څخه زموږ هدف اوسنۍ مارکیستي ایډیالوژي او نظریه ده، او دا هغه فکري اقتصادي یهودي حرکت دی، چې کارل مارکس وضعه کړی پر الحاد او دفردي مالکیت د لغوه کولو پر بنسټ ولاړ دی.

کارل مارکس په ۱۸۱۸ میلادي کال کې د مۍ د میاشتي په پنځمه د لویدیز المان په ټرایر ښار کې زیږیدلی ؤ .

څیړونکي د نوموړي دشخصیت په اړه وایې چې دی یو وحشي جنایتکار او د عمومي بشریت په نسبت کینه ناک سړی ؤ، سربیره بر دې یو فقیر او بې وزله سړی ؤ.

تاریخي پس منظر یې:

د کمونیزم مبدا او فکر او حرکت ډیر پخوانی دی، د تاریخ په اوږدو کې څو ځله مینځته راغلی، په کال ۴۸۸ میلادي کې د فارس اوسني ایران په ښارونو کې د مزدک په نامه یو سړي دکمونیزم په لور دعوت پیل کړ او غږ یې وکړ، چې ځمکې، مالونه او ښځې د ټولو انسانانو تر مینځ شریک او ګډ دي.

دغه حرکت دمزدکي په نامه و پیژندل شو، خو دده د فتنې او فساد څخه لا ډیر وخت نه وو تیرشوی چې دخپلو کرغیړنو اعمالو په سزا ورسېده او هلاک کړی شو.

داچې دا حرکت او دا کار ولي شروع شو ځانته لویه کیسه او تاریخ لري، که ورباندي زیات بحث کوم له اصل موضوع چې اوسني کمونیزم ده وتلي به یم بس همدومره څه باندي کفایت کوم.

دغه راز (حمدان قرامط) د قرامطه ډلې مؤسـس په ( ۲۸۸ هـ) کې په بحرین، یمن او عراق کې دکمونیزم لورته بلنه پیل کړه.

نننی کمونیزم چې زموږ دبحث موضوع ده، کارل مارکس د خپل ملګري انګلیس په مرسته او تأئید په (۱۸۴۸ م) کې د غربي فیوډالیستي نظام او کلیسا ګانو د حاکمیت پر ضد اعلان کړ، یعني دا یو طبقاتي نظام وو چې د یو طاغي او باغي انقلاب په حیث پیژندل کیده، ددې دواړو خبیثانو دعوت داسي وو، لکه بل اورته لرګي ور اچول او یا لمدې خټې ته اوبه غورځول.

داځکه چې هغه وخت کې کفري ټولنه د کلیسا او دوخت دبادشاهانو له ظلمونو تر پزې راغلي وو او هم دغرب د فیوډالیستي یا انفرادي مالکیت له نتائجو څخه نور په تنګ شوي وو او په یوه ګوله ډوډۍ پوري حیران ؤ.

کارل مارکس یهودي خو په لندن کې مړ شو، مګر د کمونیزم کوم اور چې ده بل کړی ؤ، دهغه لمبې او شغلې یوازي او یوازي په اسلام نړۍ کې اوچتې شوې او په میلیونونو مسلمانان یې د مارکس له مرګه څخه کلونو وروسته وسوځول ، چې تر ننه پوري یې سکروټي د مارکس دکمونیستو ایجنټانو په بڼه په اسلامي نړۍ کې وجود لري.

کمونیزم دیو دعوتي نظریې په توګه تر ۱۹۱۷ م پوري چې د یهودي لینن په رهبرۍ او د نړیوال یهودیت په تمویل او تنظیم سره مینځته راغلی وو پاته شو.

چې نن یې سربیره تر یو لړ اسلامي هیوادونو ختیځه او شمالي اسیا او شمال ختیځې اروپا، افریقا، جنوب او شرقي اسیا او جنوبي امریکا پوري نفوذ کړی. له ۱۹۱۷ م کال کې یې د یو خونړي انقلاب په شکل تبارز وکړ، چې د ماسوني ګوند لخوا په روس کې د سور انقلاب امر ورته وشو.

لکه څنګه چې یې نوم سور ؤ همداسي یې ولسونه او ملتونه هم په خپلو وینو سره او ولمبول.

نو دکمونیزم دمسلک لارویانو چې کمونیستان ورته ویل کیده په ټوله نړۍ خاصتا اسلامي دنیا کې هغه وحشتونه او ظلمونه وکړل چې قلم یې له لیکلو عاجزه دی.

ویلای شو کمونیزم د فکري استعمار له ټولو څخه ناوړه وسیله د دین او اسلامي امت په خلاف ؛ بلکې د بشریت لپاره له ټولو څخه ناوړه طاغوتي زریعه ده؛ ځکه چې د همدغه مسلک په قاموس کې انسان هیڅ ارزښت نه لري؛ لکه چې دعملي کمونیزم بنسټ کیښودونکي کمونیستانو ته په یو پیغام کې ویلي دي:

که چیري ټول بشریت په څلورو برخو وویشل شي او بیا پر ټوله نړۍ د کمونیزم د بریالیتوب او حاکمیت په خاطر درې برخې انسانان ووژل شي هم، هیڅ پروا نه لري، دکمونیزم لپاره د یوې برخې انسانانو ژوندي پاتې کیدل بسوالی کوي چې کمونیست وګرځیږي.

چې موږ یې ښکاره بیلګې ولیدلې په طول د تاریخ کې. خاصتا په خپل هیواد کې افغاني کمونیستانو څومره انسانان ووژل.

نو دکمو نیزم په اړه به داسي ووایو چې دانظریه په عمومي شکل د ټول بشریت لپاره د عذاب حیثیت لري.
د کمونیزم د نظریې عقیدوي اړخ:

کمونیزم دالله تعالی د وجود ، بعث، اخرت، جنت او دوزخ، وحې او پیغمبرانو څخه په انکار بناء دی. او دا ټول وایې د ملایانو سحري او جادویې تګلاري دي چې ولسونه ورباندي د ځان تابع کوې. ( معاصر ادیان او مذاهب / نظام الدین شایق/ مخ ۶۷)

نو کمونیست هغه چاته ویل کیږي چې له همدي شیانو څخه بالکلیه منکر وي .

نو ویلی شو چې کمونیزم یو جاهلي او کفري نظریه ده چې انسانان دالله له بنده ګۍ او اطاعت څخه د مادې او طبیعت خواته کشوي د دوئ په نظر ماده یا طبیعت د ژوند اصل دی، او له ټولو مغیباتو څخه انکار کوي او وایې هر هغه څه چې په حواسو درکیږي موجود دي، همدغه حقیقت دي او بس.

له همدې ځای څخه یې داسلام او مسلمانانو په وړاندي مقابله شروع کړه، چې په دي لار کې یې په میلیونونو مسلمانان وژلي دي.

چې زه به یې ځیني بیلګې ذکر کړم:

د مرکزي اسیا هیوادونو کې یې له (۱۹۱۷ څخه تر۱۹۶۹) پوري ۳ میلونه کسان ووژل، ۱.۵ میلونه بندیان ، او لس لکه کسان مهاجر شول.

عربي هیوادونو کې یې له (۱۹۵۴—۱۹۶۹) پوري یونیم میلیون ووژل، پنځه نوي زره یې بندیان او دولس زره کسان یې مهاجر کړل.

افغانستان کې یونیم میلون کسان ووژل د دوه میلونو په شاوخواکې یې زخمیان کړل، تقریبا اته میلونه کسان مهاجر شول. (تاکتیک های متنوع کمونیزم: ۸۹–۹۰ مخمونه)

د ثور له کرغیړنې کودتا وروسته د افغانستان علماء، منورین، روحانیون او سپین روبي چې شهیدان کړی شوی دي، په انفرادي او ډله ایزو توګه مجموعي شمیر یې (۱۲۵۹۹۴) زره ښودلی شوی دی. ( دروسانو دتیري بیلګې: ۲۱۱ مخ)

همدارنګه د کابل کمونستى رژىم په مرسته او د کرملين په دستور تر څلوېښتو زرو زیات افغاني بنديان د پخواني شوروي سایبريا او نورو سيمو ته استول شوي، چې تر اوسه یې د ژوند او مرګ په اړه هیڅ معلومات نشته.

چې په افغانستان کې یې مشهوري څیرې: نورمحمد تره کی، حفیظ الله آمین، ببرک کارمل، اسلم وطنجار، میر اکبرخیبر، سید هاشم خان، محمد اصف ننګ، سلیمان لایق، انوارالحق احدي سلطان علي کشتمند، صالح محمد زیری، ډاکتر نجیب غلام دستګیر پنجشیری، عبدالمجید، ظاهر افق قندهاري او داسي نور وو.

داهغه افغاني کمونیستان وو چې د روسانو لپاره یې سیاسي او فکري هلې ځلې کولې ترڅو نور افغانان هم داسلام له حق دین څخه د الحاد او ماده پرستۍ او ارتداد په لار روان کړي، چې دهمدي هدف لپاره یې دا هیواد وران او په کنډواله بدل کړ.

مأخذونه:

اـ فکري استعمار / زاهدي احمدزی

۲ ـ معاصر ادیان / نظام الدین شائق

۳ ـ دروسانو دتیري بیلګې: ۲۱۱ مخ)

۴ ـ تاکتیک های متنوع کمونیزم: ۸۹–۹۰ مخونه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د