پښــــتو ادب

د لنډې کیسې کرکټر- درېیمه برخه

د کيسې وړاندې کونه

کيسه له څولاروړاندې کېدای شي: ليکوال ځان په خپله اصلي کرکټر معرفي کوي اود کيسې د راوي په توګه کيسه وړاندې کوي، د کيسې په وړاندې کونه کې بل ډول هم د درېيم شخص له لارې وړاندې کونه ده،په دې ماناچې ليکوال کيسه د درېيم نفردليد له مخې وايې اوراوي د محدود ليد زاويه (LimitedPoint Of View)لري.

چې په کيسه کې داتل يااتلانوپېښې او فکرونه رامحدودوي،اودکرکټروله هربعدسره اړيکه نه لري.  مګرپه بل ډول وړاندې کونه کې چې د راوي دليد زاويه  پراخه وي اود اتل يا اتلانو پرخيالاتواوافکاروهم خبردراوي.د دغه ډول نه يوهم فضول –نابللی- يا(Intrusive narrator) دی،چې خبرتيايې لاڅه بلکې داتل يا اتلانوافکارسره اړوي را اړوي.دنړۍ ډېرې مشهورې کيسې هم په دې ډو ل وړاندې شوې دي. لکه :دتولستوی (جګړه اوسوله).

راوي په دوه ډوله دی: 

 باخبره(Salf-Couscious-Narrator): دغه ډول راوي دخپل هنري تخليقه په پوره توګه باخبره اودخپلې لرونکې مخکينۍ نقشې پراساس لوستونکی په کيسه کې ننه باسي. 

بې باوره(Fallible Narrator): دغسې راوي ته ځکه بې باوره وايې چې دکيسې وړاندې کونه يې دټولنې دقضاوت،رواج اومنطق سره برابره نه وي.

مکالمه (ډيالوګ)

د مکتبۍ ناول مې چې کله خپورشو،په ننګرهارپوهنتون کې دژوند ادبي بهيرملګرويې مخکتنه وکړه.ډېرى ننګرهاري ملګرويې دکرکټروپه ژبه نيوکه کړې وه.ډېرې داسې خبرې وي په کې چې دغه ملګري مې نه پرې پوهېدل.زماهم هغلته ورته پام شو.خودابه دامانانه لري.چې دکيسې کرکټرته داسې معياري ژبه ورکړو.لکه ليکوچې يې.ځکه هغه خبرې کوي.اوزموږخبرې له ليکلوسره توپيرلري.بل کېداى شي په کيسه کې ،بزګر،ډاکټر،ښوونکى… دکرکټرپه حيث راتلى شي.

 هرچاته بايد دهغه له ټولنيزموقيف سره سمه ژبه ورکړو.دکلي ملاصاحب لکه دکلي دبزګرغوندې نه غږېږي.په دې ماناچې په مکالمه ياډيالوګ کې بايد دومره زور وي چې لوستونکى دکرکټرتعليمي سويه،ټولنيزموقيف اوډېرنوراړخونه بايدله خبرو وپېژني.په تېره بيا دکرکټررواني اړخ دهغه په خبروکې ښه پيداکولاى شو.مګر دلهجې په اړه يې بايد دومره ووايوچې ځينې هغه کلمې يااصطلاح ګانې چې دنورو سيموخلک پرې نه پوهېږي.بايد معياري يې هم په قوس کې ورسره وليکل شي.

 ځينې مبتدي ليکوال  هرډول کرکټر ته يورنګه ژبه ورکوي.اوکه يې په اړه وپوښتل شي وايې موږبايد معياري ليکنې وکړو. مګر دانه شوکولاى دکلي يوه بزګر ته ديوه دولتي ښاري مامور ژبه ورکړو.کېداى شي هغه په ډېرودفتري خبروونه پوهېږي.يوڅه چې په مکالمه کې ديوچاشخصيت لږڅه راڅرګندولاى شي هغه ځينې تکيه کلامونه دي.چې  د ن.احمدي صيب په کيسوکې ترسترګوکېږي.په دې سربېره مکالمه بايد دکرکټردپېژندلو وړتياهم ولري.

پاى

لنډه کيسه بايد ټوله په هنريت ،فني اوتخنيکي مهارتونوپر مخ ولاړه شي. لکه څومره چې يې پيل مهم دى په هماغه اندازه يې بايد پاى ته هم پام وکړو.دلنډوکيسې په اوږدو کې به خامخايوچاته يوڅه ورپېښ شوي وي.د دې له پاره چې دهمدې پېښې دحل له پاره منډه ترړه وکړي.لوستونکى بايد دکرکټر په وجودکې ننباسواودومره يې په تمه شي چې هرومروبايد ددې پېښې حل ومومي.خودې ته موبايد پام وچې هيڅکله هم بايد لوستونکى دپاى په اړه هاسې اټکل ونه کړي.لکه څنګه چې موږپاى ورکړى.  يعنې دلنډې کيسې پاى بايد دلوستونکي داټکل خلاف  وي.ځکه که لوستونکى په پيل  يامنځ کې وپوهېږي چې پاى به يې داسې وي.

اوموږهم هماسې ليکلى وي.ښايې کيسه ترپايه ونه لولي.نود همدې په خاطر ځينې ليکوال دانظر ورکوي چې دلنډې کيسې وروستۍ جمله بايد دکيسې پاى وي.اوپه کيسه کې بايد دومره زور وي.چې لوستونکى  ترهمدې جملې ورسوي.  خوپياهم يادونه کووچې دکيسې په اوږدوکې لوستونکى بايد  دافکر ونه کړي چې ليکوال په لوى لاس څه رانه پټوي.دغه تلوسه بايد په هنريت اوپه فني مهارتونو ترپايه ژوندۍ وساتو.اوبايد هڅه وشي.چې دکيسې پاى لوستونکي ته ټکان ورکړي.

پاتې شته…

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x