هغو ته ډالۍ چې ډاکټر نجیب الله ته د شهید سپېڅلی لقب ورکوي

زاهد الله رښتین

داکټر نجیب الله د خپلو دریو همفکره مخکنیو رئيس جمهورانو (ترکی، امین او کارمل) په پرتله ډیر چالاکه او مکار شخصیت وو. دی د خپلو مخکنیو همفکرو رئیس جمهورانو په خلاف د اسلام د مقدس دین پر وړاندي د نرمۍ سیاست پیل کړ، په داسي حال کې چې دده نظریه د هغو مخکنیو څخه هیڅ تفاوت نه درلود. اساسي تفاوت چې دده او مخکنیو تر مینځ وو دا دی چې ترکي، امین او ببرک په ډیر ظلم بیله کوم تغیر او تبدلیه د روسي کمونیسټ ګوند ټول اصول دلته عملي کول، خو نجیب د خپل سیاسي بصیرت له مخي دا ټول په ډیر مهارت او د هیوادوالو حساسیتونو ته په کتلو په کراره عملي کول. کله به یې ځان د اسلام دین ته ډیر وفادار وښود، خو په بل طرف کې به یې روسانو ته د ځان نژدې کولو په خاطر د لینن هیکل ته سر ټیټاوه. یو وخت به یې په مساجدو او دیني مراکزو کې د خلکو سره په مجلسونو کې ګډون کاوه، خو بل طرف به یې د زرګونو مسلمانانو د قاتلو کمونستانو پر سینو د اتلولۍ مډالونه ټمبل. پښتون ادیب او شاعر سلیمان لایق چې یو چپي کمونیست مزاجه او د ډاکټر نجیب الله همفکره شخص دی په مرکه کې وايي: ( یوازنی هغه کس چې دا چپنه ( په هیواد کې د کمونیزم د عملي کولو تګلاره) یې بیرته سمه کړه هغه ډاکټر نجیب الله وو.)

دا په دې معنی چې د کمونستي اهدافو د نفاذ په لاره کې د ډاکټر نجیب الله سیاست د هغه نورو درو څخه ډیر منطقي او پر ځای وو.

خو ددې ټولو خبرو سره دا یو واضح حقیقت دی چې ډاکټر نجیب الله یو کمونیسټ شخصیت وو چې نه یې په اسلام یقین درلود او نه یې په شهید او شهادت.

په ویډیو کې معلومیږي چې ډاکټر نجیب الله د لینن هیکل ( مجسمې) ته په پوره اخلاص سر کښته کوي، په بیانیه کې د لینن په لینن کبیر یادوي او د هغه ته درود لیږي. د شوري او افغانستان دوستي مقدسه او همیشنۍ ګڼي.

په کلیپ کې د لینن ته د هغه د سر کښته کولو او لینن ته د درود لېږلو لنډه صحنه ده. د ویډیو متن او پښتو ژباړه لاندي ده.

نطاق:

نجیبب پس از فراغت از لیسۀ حبیبه با وسیله سلیمان لایق عضویت حزب خلق را حاصل کرد، به روی همین علت بود که در دوره ریاست جمهوری خود گفته ها و اندیشه های نیشنالیستی لایق را برافته اجرا قرار میداد. او در پای مجسمه لینن به اخلاص تمام سر قایم فرو میکند و به کل موافقات درود میفرستد

داکتر نجیب الله در مورد دوستی با شوروی:

(ما به لینن کبیر که نبوغ ….. سال قبل دوستی مردمان مارا بنیان گذاشت سپاس بیکران خود را میفرستیم.

دوستی ما جاویدان است، هم ماندن جهان که ما در ان زنده گی میخواهیم جاویدان است. این دوستی مانند امواج خروشان دریا زنده گی ساز است، این دوستی مانند خرد نیاکان کبیر ما که قرارداد جاویدان همکاری و کمک متقابل را امضا کرده اند بی پایان است. سالها و دهه ها خواهد گذشت و فرزندان به نواسه های ما درفش مقدس دوستی افغان-شوروی را باز هم جلوتر و بلندتر به پیش خواهیم برد.

ژباړه:

نطاق:

د حبیبې لیسې څخه تر فراغت وروسته ډاکټر نجیب د سیلمان لایق په توسط د خلق ګوند غړیتوب ترلاسه کړ. همدا لامل وو چې ډاکټر نجیب د خپل ریاست جمهورۍ په وخت کې هم د سلیمان لایق نیشنلستي افکار او ویناوي پیاده کولې. دی په پوره اخلاص د لینن د مجسمې پښو ته خپل سر کښته کوي او په پوره توافق هغه ته درود لیږي.

ډاکټر نجیب الله د شوروي سره د دوستۍ په اړه:

مونږ لینن کبیر ته چې …. کاله وړاندي یې زمونږ د خلکو د دوستۍ بنسټ یې کښېښود خپل بې شمیره احترامات لیږو. زمونږ دوستي همیشنۍ ده، د هغه جهان په توګه همیشنۍ ده چې مونږ ژوند پکښې کوو. ( یعني څنګه چې نړۍ له زواله(؟) خلاصه ده، همداسي زمونږ دوستي هم زوال نه لري). دا دوستي د سیند د توندو څپو په څیر ژوند جوړونکي دي. کلونه او لسیزي به تیري شي او زمونږ اولادونه به زمونږ تر لمسیانو پوري د افغان-شوروي د دوستۍ دا مقدسه اړیکه بیا هم روښانه او لوړه پر مخ وړي.)

ډاکټر نجیب الله فکر کاوه چې د افغان- شوروي اړیکه به دده تر اولادو او لمسیانو پوري همداسي دایمي پاتي وي، خو نه پوهیده چې نه یوازي د افغان- شوروي اړیکه به دده په ژوند کې له منځه ځي بلکي د جماهر شوروي ټوله امپراطوري به تر روسیې محدوده کیږي او ویاړ به یې افغانانو ته پاتي کیږي.

Tags

Related Articles

avatar
10 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فرهاد افریدی
میلمه
فرهاد افریدی

وروره هسي وخت مه ضايع كوه،دغه انرژی دی چیرته په مضبطو کارونو ولگوه،کیداشی د وطن په ابادی کی مزسته وکی،دا چه نجیب د لینن مجسمی ته سر تیتاوه یا پری درود ویلو ،پوختنه به بی د نجیب نه وشی پدی عمل نه تا الله پیسی او نه ملا عمر ،خپل عمل د لاری مل دی،که خبره د سر تیتولو وی پدی هیواد کی ماته داسی یو مشر راوخایه چه چاته یی سر نه وی تیت کری،د کمونیست نیولی تر مولا هبت الله پوری،دا هسی ببولالی دی مه پری خپل وخت ضایع کوه مه د نورو،مننه

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ښاغلی ز.صدیق نه په مننی سره:
د نجیب د پلویانو او خرو تر منځ د اشتراک وجوهات ډېر دی چه یوه وجه ئې داده چه دواړه یعنی خره او نجیب او خواخوی ئې ښکرونه نلری. بله داچه هغه ژبه دی ورکه شی کومه چه د غنی خان او سلیمان نالایق غوندی شاعرانو!!! په هنر د ښکلا ادعا لری.

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

د نجيب الله په شانته بعض مبصرین او ليکوالان شته چي په ظاهره ځان ډېر سوچه مسلمان معرفي کوي او ځان د مسلمانانو خواخوږى بولي خو په حقيقت کي مسلمانانو ته په دين کې شک پيداکوي اود اسلام په مبين دين کي تحريف کوي او د صحيح حديثو څخه انکارکوي (البته د عقل پر اساس) (غ.حضرت) يادوم ګرانو لوستونکو!! زما د غ.حضرت سره څو ځلې د صحيح حديثونو پر سر مباحثه شوې ده په هر وار ده(غ.حضرت) د صحيح حديثونو څخه انکار کړى او داسې باطل دلائل يې وړاندې کړي دي چي د باطلو فرقو (روافض، معتزله،…) د نظر تاييد… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ناپېژند وروره! ما ستا په جواب کی پرون ورځ بیا هم څه ولیکل خو داسی ښکاری چه د خپرېدو څخه ئې مخنیوئ شویدی دا چه ولی زه نه پوهېږم.

محمدجميل جوهر
میلمه
محمدجميل جوهر

ډاکټر نجيب قاتيل او همدا رنګه د افغانستان ورانونکى شخص وو
نجيب د سردار داوود باندي د کودتا کولو موهيم او له مشرانو خلګو نه وو

Zadran
میلمه
Zadran

نجیب ډیری خبری رښتیا کولی.د نجیب دا خبره هم صحی ده،چه د افغانستان او شوروی دوستی دایمی ده،هغه ځکه چه،دنجیب د مرګ څخه وروسته .روسانو له احمد شاه مسعود،او ربانی سره دوستی ونیوله،اوس طالیبانو هم دوستی ورسره شروع کړیده،طالیبانو د پیسی غوښتنه رسما له روسانو څخه وکړه،روسانو د دوستی په نخه کی ،د شپی لید دوربینو نه.نوی توپک،هم ورکړل ،نو دا دوستی نه ده نو څه دی؟نو له پخوا څخه دا دوستی راوانه،او تر اوسه پوری جریان لری،نو د نجیب خبره رښتیا ده،چه د افغانستان او روسیه دوستی دایمی ده.هر چا له هر ځای څخه کمک تر لاسه کاوه.مثال نجیب… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

ځدراڼه بيا په خپل خره سرچپه سپور ئي او نه غواړي چه په خبره ځان پوه کړي. دشپي ليد دوربينونه طاليبانو دخپلو چريکي او مستقيمو حملو له لاري ستا دبادارانو او دهغوي دولس دښمنه دالري غلامانولخوا لاس ته راوړي. او بله داچه روسان له يوي خوا په خپله وږي دي نو دبل چاسره به څه کمک وکړي اوبله داچه روسان دمسلمانانو سره کمک نه کوي او دهغوي په مقابل کشي ډير خراب ذهنيت لري،يعني داچه دمسلمانانوبه هيځ وخت ملګري نشي. نو ستا دادعا په ارتباط چه روسان دوربينونه ورکوي او له بلي خوا دکابل غلامه اداره خو هميشه تبليغات کوي… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ځدران صاحب! کیسه پدې کی نده چه نجیب د مسکو څخه مرستی تر لاسه کولې که نه، د یو لوی او قدرتمند همسایه څخه د مرستو نه ترلاسه کول یو احمقانه کار دی. شوروی زموږ همسایه ؤ او نن مو روسیه هم همسایه ده، همدا نن که موږ یو اهل صالح حکومت ولرو د روسئې څخه ډېر څه تر لاسه کولای شو. هره تاریخی مرحله او پړاؤ ځانته خوږې او ترخې او همدارنګه خاصی ځانګړتیاوی لری خو خبره پدې کی ده چه د خلق دموکراتیک ګوند چه یو مشر ئې همدا ستاسی نجیب ؤ، په پټو سترګو او په کمه… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د ځدران هغه د کفن کش خبره می ډيره خوښه شوی ویل کوم کفن کش به خخ شوی مړو څخه کفنونه ویستل خلک ور سره ډیر په تنګ وو هغه چه مړ شو زوی یی همدغه د کفن کشي بزنس مخی ته وړو مګر له پلار یی هم اړولی وه یعنی خلک تری دوه سپیږمو رارسیدلی وو تر دی چه خلکو یی په پلار کفن کش شکر ونه ایستل . د هغه دا د کفن کشی خبره د کمونست او اخوانی کفن کشانو په اړه ښه د تطبیق وړده د رقص مرده اصطلاح د اخوانیانو وخت کی د دکشنری برخه… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

یاره بیانزی صاحب ته چه د ځدران صاحب منطق ته تسلیم شی معنی داچه هر څه ته تسلیمیدونکی ئې.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

مخکنیو مجاهدینو د داکتر نجیب الله د حکومت پر ضد ځکه خبری کولی چی ګواکی نجیب د روسانو ګوډاګی دی مګر همغه مجاهدین (ربانی، مسعود، د طالبانو اوسنی سیاسی مشر عباس ستانکزی هم کمونیستی نظر لری) او اوس روسانو پدی اعتراف کړی چی موږ له طالبانو سره سیاسی او نظامی اړیکه لرو! سوال دلته پیدا کیږی چی که طالبانو ولی نجیب په دار کړ که وایی چی نجیب ولس وواژه نو پدی اوسنی انتحاری حملو مسلمانان نه وژل کیږی. یواځینی دلیل کیدای شی دا وی چی نجیب الله د پاکستان ضد مشر وو او تل یی د پاکستان اصیله څیره… نور لوستل »

Back to top button