
اجماع د قرآنکریم په رڼا کې: دویم درس
لیکوال: استاد احمد الله عاطفي
الله سبحانه وتعالی داسلامي اُمت یو والي هدایت کړی او دامت په یووالي کې دبرکتونو او بریالیتوبنو زیری ورکړی، نافرمان او باغیانو ته دسخت او دردناک وعید سربیره داسلامي اُمت نه يې بهر ګڼلي.
قال الله تبارک وتعالی: وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا.(النسأ سورت:۱۱۵ ، آیت)
ژباړه : او څوک چي له پيغمبر سره له هغه وروسته مخالفت وکړي چي سمه لار ورته څرګنده شوې او له مومنانو پرته دبلي لاري متابعت وکړي، همغه لوري ته به ئې مخه کړو چي ده ورته مخ اړولی او په دوزخ کي به ئې ننباسو او دورګرځيدو سومره بد ځای .
سترو بزرګانو دهمدې مبارک آیت له حکمه ثابته کړې چې دامت اجماع منل فرض دی، منکراو مخالفت کونکی جهنمي دی.
په دي مبارک آیت کي الله سبحانه وتعالی دبغاوت کونکودوه ستر جرمونه بیان کړي چې عامل به ئې دوزخ ته ننویستل کیږي( الهم اعذنا منه! الله جل جلاله دموږله جهنمه وژغوري).
اول: دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) مخالفت چې کفر او طغیان دی.
دویم : دمسلمانانو اجماع ته تاوان رسول، چې مسلمانان په یو حکم کي سره متفق او اجماع ئې کړي وي، څوک ئې مخالفت وکړي، د دوی داجماع په خلاف په بله لار ولاړ شي.
ددي مبارک آیت له حکمه څرګنده ده چې اجماع دامت حجت دی او عمل پري واجب او لازم دی ،په همدي اساس دځینو علماوو په نزد داجماع منکر او مخالف دوزخي دی.
امام شافعي (رحمه الله) فرمايې: ددي مبارک آیت له ارشاد نه داجماع حجت دلیل دی.(فتاوی البانیه)
له امام شافعي (رحمه الله) نه پوښتنه وشوه چې داجماع دلیل په قرآنکریم کي شته؟
امام علیه الرحمت په دې موخه دري ورځي په مسلسله توګه دقرآنکریم تلاوت پیل کړ چې څو ځله ئې قرآنکریم له سره تر پایه ختم کړ، بالاخره ئې په دي مبارک آیت فکر متمر کز شو او بیائې دعلماوو مجمع ته بیان کړ چې د پو ښتونکي په شمول ټول ورسره موافق شول، دا یوه ډیره مشهوره واقعه وه چې خفاجي دامام مزني نه (دامام شافعي ځانګړی شاګرد) حکایت کړی، مفسرالوسي اومفسر قاسمي په تفصیل سره لیکلي او همدا رازتفسیر ابن کثیر لیکلي: امام شافعي (رحمه الله) دمسلمانانو اجماع مخالفت حرام بللی او ستر دلیل ئې همدا مبارک آیت وړاندې کړی چې دمومنینو داجماع مخالفت کونکي ته عذاب دی.
خواجه عبد الله انصاري(رحمه لله)په کشف الاسرار کي لیکي: دالله (جل جلاله) ددي مبارک کلام(سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ ) نه مراد پیروي د اجماع اهل حق دی په هر پیر او زماني کي، چې د مسلمانانو اهل رايې شخصیتونو په یوه مسئله کي اجماع وکړه په نورو ئې تابع داري لازمه دی.
همدا راز الله سبحانه وتعالی د قرآنکریم په متعددوآیتونو کي هم اجماع ته اشاره کړيده.
قال الله تبارک وتعالی: كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ…(العمران سورت :۱۱۰،آیت)
ژباړه: تاسو تر ټولو غوره امت يئ، چي دخلکو لپاره رابر سیره شوی،چې په معروف ګمارنه کوئ اودمنکر مخنیوی کوئ او په الله ایمان لرئ…
كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ دا خطاب اول صحابه ئې کرامو ته دی او بیا تر قیامته دهغوي تابع دارانو ته دی ،کوم امت ته چې الله سبحانه وتعالی دخیر امت خطاب کوي هیڅکله په ګمراهي او ضلالت نه یوځای کیږي بلکه اجماع ئې په ریښتینولي او صداقت وي، چې الله(جل جلاله) پري راضي کیږي.
قال الله تبارک وتعالی: وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا…(البقره سورت: ۱۴۳،آیت)
ژباړه: او همدا راز مو تاسوغوره امت وګرځولئ، چې تاسو پر خلکو شاهدان وئ او پیغمبر پرتاسو شاهد وي…
مومنانو ته چې الله سبحانه وتعالی دګواهانو خطاب کړی، څوک يې له دي ګواهي منع کولی شي ؟! او څوک دی چې ددوی ګواهي ونه مني؟! … نه هیڅکله ددوی ګواهي نه باطله کیږي، الله سبحانه وتعالی ددوی دشهادت تذکیه کړې ده، څرنګه ئې چې دانبیاؤ (علیم السلام) تذکیه کړی ده.
په دي مبارک آیت کې چې الله سبحانه وتعالی د(أُمَّةً وَسَطًا ) لفظ راوړی، مفسرینو په زیاتو معنی وو تعریف کړي او امام ترمذي دابو سعید خدري(رضی الله عنه) په روایت چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دا مبارک کلام په عدل سره تعریف کړی دی، او ددي مبارک کلام اولین مخاطبین صحابه ئې کرام دي او صحابه ټول عادلان وو او دهغوي هر قول او عمل حجت دی باقي امت په مجموع کې عادل دی له دينه دقرطبي او کبیر په قول په شرع کې اجماع دامت حجت دی ،امام قرطبي لیکي: دامبارک آیت په اجماع دامت دلیل دی ځکه چې دا اُمت الله سبحانه وتعالی په نورو امتونو ګواه جوړکړی نو دا خبره ثابته شوه چې ددي امت اجماع حجت دی او عمل پري واجب، دغه ډول دصحابه اجماع په تابعینو او د تابعینو اجماع په تبع تابعینو باندي حجت دی.
تفسیر مظهري لیکلي: ددي امت کوم اعمال او افعال چې متفق علیه دي ټول ښایسته او منل شوي دي.
امام جصاص فرمايې: دا مبارک آیت ددي امت امتیاز دی په هري زماني او دور کې او دمسلمانانو اجماع معتبر دی کومي ځانګړي زماني او دور پوري منحصره نه ده بلکه تر قیامته ټول راتلونکي مسلمانان ئې هم برخه دی چې ټول په خطا او غلطي متفق کیدی نه شي.
شهادت دددي امت په دنیا کي او اخرت کې الله سبحانه وتعالی ته ارزښت لري، که دوي دیو مړه(میت) په هکله دښه مسلمان شهادت ورکړي الله ئې ګواهي قبلوي او مړي ته جنت واجبوي او که په چا دبد انسان شهادت ورکړي دوزخ کي داخلوي.( احسن الکلام)
الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته لارښوونه کوي چې دمومنانو لار تعقیب او پیروي ترې وکړئ…
قال الله تبارک وتعالی : وَإِن جَاهَدَاكَ عَلَىٰ أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا ۖ وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ۚ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ.( لقمان سورت: ۱۵، آیت)
ژباړه: او که دوی دواړه (مور او پلار) ستا په اړه داهڅه کوله چي له ما سره داسي څه شریک کړې چي دهغه په اړه علم نه لرې نو اطاعت ئې مه کوه، او په دنیا يې چاروکي په ښه تګه مصاحبت ورسره کوه، او د هغه چا متابعت کوه چي زما لوري ته ئې انابت کړی، بیا مو بیرته ګرځیدا زما په لوري ده نو په هغه څه به مو خبر کړم چې تاسو کول.
(وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إلَيَّ) په مبارک کلام کې الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته سپارښتنه کوي چې د مومنانو اطاعت، پیروي او دهغوي لاره تعقیب او غوره کړئ،دمومنانو له لارې بله لار که هغه ستا دوالدینو لار هم وي پریږ ده.
الله سبحانه وتعالی خپلو مسلمانو بندګانو په یو والي او اتفاق خوښي څرګندوي او هغه قوم له هدایت وروسته نه ګمراه کوي .
قال سبحانه وتعالی:وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ إِذْ هَدَاهُمْ …( التوبه سورت: ۱۱۵،آیت)
ژباړه: او الله داسي نه دئ چي یو قوم له هغه وروسته بې لاري کړي چي هدایت ئې کړ؛…
په مجموع کې دمومنانو ټولنه دالله سبحانه وتعالی دهدایت لاندې دی او دمومنانو په خوښې الله سبحانه وتعالی خوښي څرګندوي، که په عبادي چارو کې وي بنده مطمین شي او دکامیابي احساس سره اُمیدونه ئې ویښ شي اوهمدا راز مثبت ټولینیزي چارې هم دعبادت په زمره کې راځي، چې تل پاتي ثوابونه پرې مرتب کیږي.
داُمت اجماع په ګمراهې او باطله امورو کې هیڅکله نه منعقده کیږي ځکه چې دالله سبحانه وتعالی رضأ او خوښه ورسره نشته بلکه داُمت اجماع هر وخت په حقه منعقدیږي چې دلیل ګرځي او الله سبحانه وتعالی چې ټول امورات دهغه په ید بلاکیف کې دي او هغه ئې اداره کونکی دی هیڅ کله دا اُمت چې تذکیه ئې خپله رب العالمین کړې ده په دیني امورو کې په خطاه نه سره یوځای کوي، داد الله سبحانه وتعالی ستر احسان او پیرزوینه دی .
استاد احمدالله عاطفی صاحب کور دی ودان ښه او به زړه پوری لیکنه وه مننه