
آیا ام وزن زیاتوي؟ له مثبت او منفي اړخونو یې ځان خبر کړئ!
نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ غويي، ۱۳۹۷ل): ام د ګرمسېرو او استوایي سیمو مېوه ده چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي، چې په خوند کې یې بل هیڅ مېوه مقابله نشي کولای، او د خوراک یو شمېر لارې لري.
ځینې څیړونکي زیاتوي چې ام خوړل وزن زیاتوي، د همدې لامله ګټور هم نه دی، خو په دې مضمون کې به د ام ګټې، غذایي اندازه او هغه چې د وزن زیاتولو کې مرسته کوي که نه وړاندې کړو.
- ام د خوند او رنګ تر څنګ د وېټامین A، وېټامین C، اوسپنه او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي.
- ام بدن ته کې د کم شکر اندازه برابروي، له همدې امله بدن کې د انرژۍ کچه لوړوي او انسان ټوله ورځ چست او چالاکه وي.
- ام د بدن دفاعي قوت پیاوړی کوي، په دې کې په لوړه کچه فایبر موجود دي.
- یو مناسب ام کې ۱۵۰ کالوریز شتون لري، له ډوډۍ وروسته ام خوړل بدن کې د کالوریزو کچه لوړوي، له همدې امله د شپې لخوا ام خوړلو نه ځان ژغورل پکار دي، ځکه چې د شپې لخوا بدن کې کالوریز زیاتېدل وزن زیاتوي.
- له روژه ماتي وروسته د امو د جوسو څښل د خېټې درد، د معدې پړسوب او دغه راز په لویو کلمو کې د ګازو د تولید مخه نیسي.
منفي اړخونه یې:
ام د مثبت اړخونو ترڅنګ منفي اړخونه هم لري، ځکه چې دا د ګرمۍ موسم مېوه ده او پخپل مزاج کې هم ګرمه ده، له همدې امله هغه کسان چې د وینې زیات ګرمایش لري په ام خوړلو کې دې خورا احتیاط نه کار واخلي.
د شکر ناروغ لپاره ام زیانمنیدلی هم شي، ځکه چې دا د وینې شکر زیاتوالی لري، همدغه لامل دی چې ام خوړلو سره د وزن زیاتېدو ویره هم وي، سپارښتنه کیږي چې باید مناسبه اندازه وخوړل شي، که چیرې زیات وخوړل شي بدن ته د کالوریزو کنترولول ستونزمن کیږي.
متخصصین وایي چې د ام زیات ګرموالي او یو شمېر کالوریزو رامنځته کولو لامله باید مناسبه اندازه وخوړل شي، چې هم یې له زیانونو بچ شئ او هم مو وزن زیات نه کړي.