fbpx

غني: له اساسي قانون سره سم به مې واک پای ته رسوم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني وايي د اساسي قانون له مخې د ده واک له ټاکنو وروسته د پنځو کلونو په پوره کېدو پای ته رسېږي.

هغه نن د مجاهدینو د بریا د ۲۶ کالیزې په غوڼده کې وویل د قانون له مخې د نېټې له پوره کېدو یوه دقیقه وروسته هم ارګ کې نه پاتې کېږم.

ګډ حکومت د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له لوري د وخت د امریکايي سفیر جیمز کننګهم او حامد کرزي په شاهدۍ د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ د یو قرارداد له مخې رامنځته شو.

محمد اشرف غني د را روانو ټاکنو په اړه له پارلمانه وغوښتل چې په ټاکنیزه پروسه کې دې مداخله نه کوي.

ملي شورا د نوم لیکنې پر روانه لړۍ نیوکه کړې وه او ويلي يې و، یو تن پکې څو ځایه خپل نوم ثبتولی شي او د نوم لیکونکو شمېرې په جعلي ډول لوړې ښوودل کېږي.

که څه هم د پارلماني او د ولسوالیو شوراګانې ټاکنې له درې کاله ځنډ وروسته د تلې پر ۲۸مه ترسره کېدونکې دي، خو غني ټينګار کوي چې په ۲۰۱۹م کال کې به د ولسمشرۍ ټاکنې دقیقاً پر خپل وخت ترسره کېږي.

هغه د تل په څېر د خپلو خبرو په اوږدو کې دا دعوه هم وکړه چې حکومت يې داسې اصولو رامنځته کړل چې په تېرو ۲۵۰ کلونو کې يې ساری نه لیدل کېږي.

محمد اشرف غني د طالبانو اړوند دا دعوه هم وکړه چې د دوی ځينې يې «سولې» ته مایل دي او پر ځینو نورو جګړه یو څو تنو تحمیل کړې ده.

دا په داسې حال کې دی چې دفاع وزارت د نصرت په نوم عملیاتو کې د طالبانو د ځپلو دعوه هم کوي.

مجاهدین له ننه ۲۶ کاله وړاندې د روسي ښکېلاک او ملګرو يې له ماتې وروسته کابل ته ننوتل، چې د مشرانو تر منځ يې د خپلمنځي جګړو په غبرګون کې طالبانو سر راپورته کړ او د دوی ټغر يې ور ټول کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د