نړۍ

پينټاګان: ايران عراق ته خپل عسکر لېږلي

نن ټکی اسيا: د امريکا دفاع وزارت پينټاګان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ايران يو شمېر عسکر د نوري المالکي د حکومت په پلوۍ عراق ته لېږلي دي.

د پينټاګان وياند “جون کيربي” وايي، چې ايران د پاسداران انقلاب يو شمېر عسکر د اسلامي دولت ځواکونو سره د جګړې او نوري المالکي د مرستې لپاره عراق ته لېږلي دي.

خبرپاڼه کې د لېږل شويو عسکر شمېر نه دی څرګند شوی.

څه موده وړاندې هم ځينو رسنيو ليکلي و، چې د ايراني پوځ القدس ډلګۍ مشر جنرال سليمان عراق کې د اسلامي دولت ځواکونو پر وړاندې جګړو کې د عراقي پوځ مشري کوي.

امريکا تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې ايران سره يې د عراقي حکومت د مرستو اړوند سلامشورې پيل کړي دي.

سپينې ماڼۍ اعلان وکړ، چې عراق ته درې سوه پوځي کارپوهان لېږي او دوی به د ايراني او عراقي کارپوهانو سره په ګډه د اسلامي دولت د ځواکونو د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي.

ايراني او امريکايي ديپلوماتانو تېره سه شنبه هم ويانا کې د ايران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو په ترڅ کې د عراق د کشالې په اړه خبرې اترې کړې وې.

د يادونې وړ ده، چې عراق کې د اسلامي دولت ځواکونه ورځ تر بلې پر مخ روان دي.

د نوموړو ځواکونو پرمختګ د ايران او امريکا په ګډون د سيمې ګڼ هېوادنه انديښمن کړي دي.

وړمه ورځ د عراق لومړي وزير نوري المالکي له امريکا غوښتي و، چې د اسلامي دولت پر ځواکونو دې هوايي بريدونه وکړي، خو د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي، چې عراق کې د پوځي عملياتو لپاره هيڅ هوډ نه لري او دوی يوازې دومره کولای شي، چې عراقي حکومت سره استخباراتي مرسته وکړي.

اوباما زياته کړه، چې دوی پر عراقي پوځ ملياردونه ډالر ولګول، مګر د اسلامي دولت ځواکونو پر وړاندې د شګو د دېوال په څېر ونړيد.

سپينه ماڼۍ اوس هم په دوو کې حيرانه ده، چې عراق کې د نوري المالکي حکومت سره پوځي مرسته وکړي کنه.

يو شمېر عراقي او نړيوالو ټولنو د عراق له لومړي وزير نور المالکي غوښتي، چې د عراق ملي ګټو ته په کتو بايد له واکه لاس واخلي او عراق کې داسې يو پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي، چې ټولو خواوو ته دمنلو وړ وي او هيڅ ګوند او مذهب سره پکې د مور ميرې سلوک ونشي، مګر د عراق لومړی وزير نوري المالکي وايي، چې هيڅکله به د خلکو په غوښتنه له واکه لاس پر سر نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x