افغانستان

طالبان: اسلامي امارت د کمونیزم ضد جهاد د ارمانونو وارث دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د افغانستان اسلامي امارت د روسانو پر ضد د شوي جهاد د ارمانونو اصلي وراث دی.

دوی د غويي د اوومې او اتمې په مناسبت په ګډه اعلامیه کې ویلي چې افغان جهاد نړۍ له غیر فطري مفکورې پاکه کړه.

«د ثور د اتمې لاسته راوړنه او د کمونیزم ضد جهاد بریا د کوم ځانګړي تنظیم یا ډلې ځاني افتخار او کارنامه نه ده، بلکې د جهاد بریا د ټول افغان ملت مشترک ویاړ دی چې د الله تعالی په نصرت سره یې د کمونیزم فتنه محو کړه او نړۍ یې د یوې غیرفطري مفکورې له شر څخه آزاده کړه.»

د اعلاميې له مخې «د افغانستان اسلامي امارت اصلا د کمونیزم ضد جهاد د ارمانونو وارث دی.» چې لا هم «تر اوسه په هماغه موقف ټینګار لري او د جهاد د اهدافو تر لاسه کول خپله فریضه ګڼي.»

طالبانو د ځينو جهادې مشرانو تر منځ خپلمنځۍ شخړې له اسلامي مسیر څخه انحراف بللی، چې پر وړاندې يې طالباني غورځنګ سر را پورته کړ.

«کله چې د ثور د اتمې له بریا وروسته یو شمیر جهادي مشران له خپل اسلامي مسیر څخه منحرف شول، فساد او د هیواد لوټ تالان ته یې مخه کړه او د مقدس جهاد ارمانونه یې له خطر سره مخامخ کړل؛ نو اسلامي امارت د جهاد د اهدافو او یونیم میلیون شهیدانو د ارمانونو د تحفظ لپاره اقدام وکړ.»

طالبانو د اعلاميې په پای کې د الله جل جلاله په مرسته د خپلې مبارزې د بریا ډاډ څرګند کړی او دا يې د لکونو شهیدانو ټپیانو، معیوبینو، زندانیانو او مهاجرینو ارمان بللی دی.

«دا چې زموږ هدف برحق او د سپیڅلي اسلامي نظام اقامه کول دي، په الله تعالی باور لرو چې زموږ مرسته اونصرت به کوي او هغه ورځ خامخا راتلونکې ده چې د کمونیزم او امریکایي یرغل په وړاندې زموږ د لکونو شهیدانو، ټپیانو، معیوبینو، بندیانو او مهاجرینو ارمان ترسره شي. »

شپږ ویشت کاله وړاندې مجاهدین په همدې ورځ کابل ته ننوتل او د روسي چوپړوالو وروستي څو تنه يې هم له ماتې سره مخ کړل او د روسانو پر ضد اوږده جګړه په بریا سره پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ډیره ښکلی اعلامیه په ډیرو ښکلو او معقولو جملو لیکل شوی اوسنی جهاد به واقیعت دتیر جهاد دروسانو مقابل کی وارث ګنلی شو او دا حقیقتا دتول مسلمان ملت دافغانستان ویاړ دی چی دکمونیزم له شره یی دنیا وال خلاص کړل ۰ دا بریا د کوم خاص تنظیم او د کوم خاص کس لاس ته راوړنه نشی کیدای ۰داخبره له هیڅ واقعی مسلمان او مجاهد نه پټه نده چی دا د اوسنی جهاد ټول مشران او حتی کشرانو کی هم اکثریت دپخوانی جهاد اصلی غړی او تکړه مجاهدین دخپل وخت ول او دی هم له مرحوم امیر المومنین نه رانیولی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x