افغانستان

د سولې شورا: سعودي کې د علماوو غونډه به د افغان جګړې په اړه پرېکړه وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا وايي په سعودي عربستان کې د علماوو غونډه به د افغان جګړې په اړه پرېکړه وکړي.

د دې شورا ویاند احسان الله طاهري وايي له دې غونډې دا هیله لري چې د پاکستان د علماوو خولې به بندي کړي.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه غونډه به د روانې جګړې په اړه فتوا ورکړي: «د اسلامي هېوادونو ټول عالمان له دیني هدایاتو سره سم په یوه غږ جنګ ناروا ګڼي او د سولې په اړه خبرې کوي.»

له دې سره هممهاله د بهرنیانو عمومي قومندان د سولې په برخه کې سیمه ییزه همکاري ضروري بللې ده.

نېکولسن افغان پرلټيانو اړوند یو ځل بیا ستاینه کړې، او دا هڅې يې د سولې په برخه کې مناسب فشار بللی دی.

هغه له پورته سرچينې سره په خبرو کې ويلي: «سوله ټوله نیز فشار ته هم اړتیا لري چې موږ یې ګورو، د افغانستان خلک د سولې ملاتړ کوي.»

په ورته وخت کې تېره ورځ د بلجیم په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي وویل، دوی د سولې په برخه کې هم هڅه کوي، خو د پوځیانو د زیاتولو په اړه هم خپلې ژمنې تازه کوي.

سعودي عربستان کې د علماو دا غونډه د اسلامي هېوادونو د همکاريو د سازمان، سعودي عربستان او سولې شورا له لوري په په جولای میاشت کې جوړېدونکې ده.

وړاندې تر دې هم ټاکل شوې وه، چې اندونزیا کې ورته کنفرانس جوړ شي، چې د یاد هېواد له لوري لغوه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تکل

(*وَإِذَا قِیلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِی الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ. أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـکِن لاَّ یَشْعُرُونَ) عیسی( ع) خبره ده وایی چه زه د مړیو په ژوندی کولو که عاجز شوی نه یم خو د جاهل په پوهولو که عاجز شوی یم، الله پاک د دا د سولی شورا خلک پوه کړی. کومه سوله؟ د چاسره سوله؟ په کومه خبره سوله؟ دوی د طالبانو نه غواړی چه راشه د حکمتیار په شکل تسلیم شه. خو د مرحوم مشر ملاصاب یوه خبره مه تر اوسه په غوژو که انګازه کوی چه په اخر که یی د چا د پوشتنی… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

په ښکاره او او هغه مسایلو کی چه قران صریح احکام لری د علماوو فتوو ته پکی اړه نه شته هر څوک کولای شی د قران د صریحو احکامو له مخی عمل وکړی مثلا فرمایی اقیمو الصلاته و اتو الزکات . لمونخونه وکړی او زکاتونه ورکړی یا د شرابو ، خنزیر غوښی په نه خوراک ، لا د قیمار ، سود ، قتل ، زنا او داسی نورو مواردو کی چه ایتونه صریح حکم لری زه نه د پاکستان ، نه د افغانستان او نه د سعودی علماوو او حتی نه د اخرت او جنت علماوو ته اړه لرم چه… نور لوستل »

Zadran

بیانزی صاحب،دا چه جهاد په ټولو فرض عین نو ته ولی نه راځی؟که چیری ته یی نه شی کولای نو بیا خو د بچیان را ولیږه،بچیان د امریکایانو نرسنګ،ترتمنت کوی،ولی د طالیبانو نه کوی.اکثر طالیبان د خونریزی څخه تلف شول.کوم ډالر چه امریکا شفاخانو کی اخلی هغه به دلته در کوو،هم جهاد ،هم ډالر،هم خرما هم ثواب،

محمد یوسف جبارخیل

دسولی شورا نور دافغانانو پہ ھیلو بازی مکوی
دافغانانو ازار مووھی

الجاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ، مونږ تاسی ته د نورو میړنو ځدرانو په میړانه هم درناوی لرو ، اول تاسی ته دا معلومه نه ده چه زه چیری هستوګنه لرم ، اروپا ، سویدن ، ناروی که امریکا پاکستان یا افغانستان کی یم یا له طالبانو او لا د غلامانو سره یم تاسی هم مونږ ته معلوم نه یاست هر چیری چه یم زما بودن او نه پودن باندی استدلال مه کوه ، افغانستان اشغال دی لکه پرون چه اشغال وو پرون چهاد روا او نن ناروا دی ؟ د شخصیاتو په ځآی په عمومیاتو بحث کوه ، څه به تاسی زده… نور لوستل »

عبدالجبار عزام

اسلام علیکم عجیبه خبره ده ملک زموږ اشغال سوﺉ د سولی پریکړه عربستان کوی زما توسعه ودی علماء ته چی تاسی تاریخ د روس او امریکا کواسﺉ؟ فرق څه شۍ دی؟ عربستان که غیرت لری خپل ځان دی د امریکا له غلامۍ څخه خلاص کړی خپله غلام دی وه بل ته یی هم غواړی امریکایان دی افغانان وژنی او غیرتی افغانان دی ناست وی مننه

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x