افغانستان

کونړ: دانګام کې د قومندان په ګډون لس عسکر وژل شوي

د کونړ د دانګام ولسوالي په مربوطاتو کې له نن سها راهیسې په بېلابېلو نظامي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړل شو.
په یادو بریدونو کې چې د سهار له پنځو د ماسپښین تر دوو بجو یې دوام درلود، د ملي اردو د یو قومندان په ګډون پکې لس تنه عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دوی د ولسوالي په مرکز، قومنداني او ګوریګا سیمه کې په دفاعي پوستو يې بریدونه کړي دي.
خبرپاڼه کاږي: «…د ګوريګا پوسته په مکمل ډول ويجاړه شوې او دغه راز د نورو پوستو، ولسوالۍ او کنډکونو ودانيو ته هم زيان اوښتی.
له دې علاوه په کنډک کې د مزدورې اردو د قومندان په شمول ۷ عسکر ووژل شول او ۴ نور مرګوني ټپيان شول، د سرحدي پوليسو په کنډک کې ۱ پوليس ووژل شو او ۲ نور ژوبل شول او په امنيه قومنداني کې ۲ پوليسو ژوند له لاسه ورکړ او ۳ نور سخت ټپيان شوي.»
د خبرپاڼې له قوله:«د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت ۳ مجاهدين د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل او ۴ ټپيان شول.»
یاده دې وي، چې نن د هېواد له ګوټ ـ ګوټه په بېلابېلو نظامي مرکزونو د برید خبرونه ورکړل شول، چې د هلمند په سنګین، نادعلي او مارجه، د ننګرهار له چپرهار او سپین غر، د پکتیکا له سرحوضې او اورګون او نورو ګڼ شمېر ولایاتو نه له امنیتي ځواکونو نه د پوستو د له لاسه وتو خبرونه ورکړل شوي دي.
د نظامي چارو ماهرین پر دې اند دي، چې د افغان دولت له لوري نظامي مسوولینو ته د معاشونو پروخت نه ورکړه، د طالبانو د نشراتي تبلیغاتو هڅه او په امنیتي ځواکونو کې د جنګي روحيې کمزوري هغه علتونه دي، چې د طالبانو د پرلپسې بریاوو لامل ګڼل کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x