افغانستان

ولایتي شورا: د جوزجان اربکیان د لویو لارو مسافر لوټي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): د جوزجان ولایتي شورا وايي په دې ولایت کې مېشت اربکیان د لویو لارو مسافر لوټي.

د یادې ولایتي شورا مرستیال عبدالقادر وايي قرقین ولسوالۍ ته په لاره د اربکیانو پوستې له مسافرو پیسې په زور وړي.

د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دې لارې له اربکیانو سره ټکوي او وايي چې له یوه شلګون نیولې تر زرو افغانیو پورې پیسې ترې وړي.

له دې سره سره د جوزجان د امنیت امر عبدالحفیظ خاشی د اربکیانو له لوري لارې شکونه نه مني.

هغه وايي د دوی اربکیانو تر اوسه داسې ګام نه دی پورته کړی او دوی ته هم چا شکایت نه دی کړی.

د اربکیانو اړوند تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې شکایتونه شوي دي، خو لوړ پوړو چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم جدي اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x