
بلخ: د نوم لیکنې ۱۳ مرکزونه تړلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): بلخ کې د ټاکنو د سیمه ییز کمیسیون مسؤلین وايي د ناامنۍ له امله په دې ولایت کې ۱۳ مرکزونه تړلي دي.
د یاد کمیسیون مشر فضل احمد حیات وايي ځينې مرکزونه يې له ګواښ سره مخ دي.
د هغه په وینا په بلخ کې ټول ۳۱۴ مرکزونه دي چې ۵۰ يې په مرکز مزارشریف او پاتې نور يې په ولسوالیو کې دي.
د بلخ امنیتي مسؤلینو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو ښاغلی حیات وايي ۱۳ مرکزونه يې د نا امنۍ له امله بند دي.
دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د غزني ولایت اوسېدونکو هم په اعتراضي ډول د ټاکنو کمیسیون ځايي دفتر دروازه وتړله.
دوی د نوم لیکنې پر پروسه او د دې کمیسیون پر ګمارنې اعتراضونه درلودل چې له يوې اوونۍ خاموشانه اعتراض وروسته يې دا ګام واخیست.
یاده دې وي د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه د وري له ۲۵مې پیل شوې ده، چې ټکني بهیر يې حکومت اندېښمن کړی دی.