افغانستان

عبدالله: ټاکنو کې به د «جهاد او مقاومت» حوزه خپل نوماند ولري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت غونډه کې وویل، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به د «جهاد او مقاومت» حوزه خپل نوماند ولري.

هغه چې په پنجشیر کې دا ورځ نمانځله غونډې ته وویل، دوی به په پوره یووالي خپل نوماند ولري او په وینا يې دا «سنت» به همداسې دوام پیدا کوي.

عبدالله خپله دا اندېښنه هم په ډاګه کړه، چې د دوی له ډلې ښايي ځينې د مرستیالۍ لاره ونیسي؛ خو په وینا يې دا هڅې يې د دوی پر مبارزه اغېز نه کوي.

محمد اشرف غني بیا په ارګ کې د دې ورځې په مناسبت خبرو کې ټینګار وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پخپل وخت ترسره کېږي.

هغه وویل له قانوني مودې پوره کېدو وروسته به یوه دقیقه هم ارګ کې تېره نه کړي.

که څه هم د ګډ حکومت د قرارداد له مخې د دې حکومت کاري موده دوه کاله وه، خو محمد اشرف غني وویل چې د دوی حکومت کال وروسته پنځه کلن کېږي او دی به چوکۍ ټاکل شوي کس ته پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x