نړۍ

عراق: پاڅونوالو «القائم» ښار په بشپړه توګه ونیولو

نن ټکی آسیا: عراقي پاڅونوالو په بشپړه توګه د سوريې پولې ته څېرمه «القائم» ښار نیولی او په انبار ولایت کې يې خپله د نفوذ ساحه پراخه کړې.

امنیتي چارواکي وايي چې عراقي پاڅونوالو د یو ورځ سختې نښتې وروسته  په انبار ولایت کې «معبر» نومې سیمه هم نیولې، دغه سیمه د «القائم» ښار سره نښتې ده.

«معبر» د عراق لویدیځ سره په ۳۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

الجزیره تلویزون وايي چې عراقي پاڅونوال پرون «القائم» ته ورسېدل، د رسېدو سره سم ترې د مالکي ځواکونه وتښتېدل. الجزیرې د یوې سرچینې په اساس لیکلي چې کله د مالکي ځواکونو ته دا خبر ورسېد چې پاڅونوالو القائم ښار نیولی نو خپل ځایونه یې خورا په بيړه پريښودل او وتښتېدل.

د القائم د پولیسو یو ظابط الجزیرې ته ویلي چې پاڅونوالو نن سهار خپله د واک سیمه نوره هم وغځوله، دوی د القائم ښار جنوب او ختيځ په لورې خپل ځواکونه وخوځول، همدار راز د القائم په جنوب کې يې د پوځ ستر مرکز ونیولو.

دی وايي چې دوی سره سپکې او درنې وسلې وې، دی وایي چې د سوريې پولې سره اخوا د (په عراق او شام کې اسلامي دولت) ځواکونه پراته دي، او ددوی د مرستو پر مټ نن دغه ښار ددوی له ولکې ووت.

دی وايي چې معبر نومې سیمه هم د  مالکي ځواکونو  له لاسونو وتې او د پاڅونوالو تر ولکې لاندې راغلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x